منظور پښتين: د اکتوبر پر ۲۰ به په ټول پښتون وطن کې امن پاڅونونه کوو

منظور احمد پښتين د خپل فېسبوک په پاڼه په يو ويډيويي پيغام کې اعلان وکړ چې د اکتوبر په شلمه ورځ به احتجاج کوونکي د پښتون مېشتو ولسواليو مرکزونو ته راوځي او هلته به د امن لپاره غږ پورته کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور احمد پښتين ويلي چې د اکتوبر پر ۲۰ (تلې ۲۹) به د پاکستان په خيبر پښتونخوا ايالت او د بلوچستان ايالت په پښتون مېشتو سيمو کې د امن لپاره احتجاجونه کوي.

نوموړي د چهارشنبې د ورځې په ماښام د اکتوبر پر ۱۶ (تلې ۲۵) د خپل فېسبوک په پاڼه په يو ويډيويي پيغام کې اعلان وکړ چې په دې ورځ به احتجاج کوونکي د پښتون مېشتو ولسواليو مرکزونو ته راوځي او هلته به د امن لپاره غږ پورته کوي.

منظوراحمد پښتين دغو احتجاجونو ته د پښتنو د ولسي پاڅون نوم ورکړی او زياته يې کړه چې دا د پښتنو د قامي جرګې د پرېکړې لومړی ګام دی: "دا به د دنيا و مخ ته يو رېفرنډم (ټولپوښتنه) وي چې د پښتون وطن د امن لپاره خلک راوځي او که نه راوځي."

پښتين وويل، خلک وايي چې جرګې کېږي خو نتيجې نه ورکوي او پر پرېکړو يې عمل نه کېږي، خو د هغه په وينا، اوس د عمل وخت راغلی دی.

نوموړي دا اعلان وروسته تر هغه وکړ چې د خيبر پښتونخوا ايالت د خيبر ولسوالۍ په رېګي للمه سيمه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په نوښت باندې د پښتنو دوه ورځنۍ قامي جرګه يا عدالت د اکتوبر پر ۱۳ (تله ۲۲) شپې مهال د ۲۸ مادو د پرېکړه ليک په تصویبولو سره پای ته ورسېدله.

د جرګې د پای غوندې ته د پي ټي اېم مشر منظور احمد پښتين د جرګې پرېکړې واورولې چې د خيبر پښتونخوا ايالت اعلی وزير علي امين ګنډه پور او والي فيصل کريم کونډي په ګډون د پښتنو د ۲۰ ګوندونو او سازمانونو مشرانو، د پاکستان د پښتون مېشتو ۶۰ ولسواليو استازو او لسګونه زره نورو کسانو ګډون پکې درلود.

پښتين د پښتنو له خاورې په دوو مياشتو کې د پوځ او وسلوالو ډلو وتل، پر ډيورنډ کرښه له افغانستان سره له پاسپورټ او ويزې پرته تګ راتګ، له ټولې پښتونخوا د ۲۴۰ زره کسانو غير مسلح لښکر جوړول، د بنديانو خوشي کول، د بې ځایه شویو کورنیو بېرته ځای پر ځای کول، پښتنو ته پر خپلو وسايلو واک او په هغو کې ونډه ورکول او د قبایلي شخړو او مذهبي اختلافاتو د هواري لپاره د یوې ځانګړې جرګې جوړولو تر څنګ يو شمېر نورې پرېکړې هم بيان کړې.

منظور پښتين د اکتوبر پر ۱۶ په خپل ويډيويي بيان کې زياته کړه چې د ۲۰ ګوندونو او ډلو له استازواو د ۶۰ ولسواليو له ټاکل شويو مشرانو يې يوه ۸۰ کسيزه کمېټه جوړه کړې چې هغوی به د جرګې د پرېکړو د عملي کولو لپاره اقدامات کوي، خو د نوموړي په وينا، په دې کار کې به ټول ولس ورسره ملګری وي.

نوموړي زياته کړه چې په پښتونخوا کې ترهګري د رياستي (دولتي) "تګلارو" په نتيجه کې راغلې ځکه دلته رياست "واکدار" وو، خو د نوموړي په وينا، اوس ځینې کسان د دې پړه پر پښتنو ور اړوي. پښتين زياته کړه چې پښتانه ترهګر نه دي بلکې ترهګرۍ ځپلي دي.

نوموړي وويل: "پښتانه پر خپله خاوره امن غواړي او ورسره د شوي ظلم حساب غواړي، چې څومره د دوی پر شتمنیو قبضې شوې دي، له هغو د ظالمانو او جابرانو ليرې کول غواړي. پر خپله خاوره د خپلو شهيدانو، لادرکه کسانو او ړنګ وطن تپوس کول غواړي، او له امريکا څخه نيولې تر چين پورې د دنيا قوتونو ته دا يو پيغام ورکول غواړي چې نور جنګونه نه منو او داسې نظامونه نه منو چې جبر ورڅخه پيدا کېږي."

دا تر هغه وروسته ده چې د اکتوبر پر ۱۲ (تله ۲۱) منظور پښتين د پښتون قامې جرګې برخه والو ته لومړی پر يو لوی سکرين باندې په پښتونخوا کې له پښتنو سره د شوي "ظلم او تېري"، د دوی د شتمنيو او وسايلو او د دوی د نورو ستونزو په اړه معلومات ورکړل. له هغه وروسته د ۶۰ ولسواليو او ۲۰ ګوندونو او سازمانونو مشرانو او برخه والو بحثونه او مشورې وکړې او بيا يې خپل وړانديزونه ورکړل. ددغو وړانديزونو په رڼا کې ۸۰ کسيزې استازې کمېټې پرېکړه ليک چمتو کړ چې وروسته منظور پښتين د جرګې غړو ته ولوست.

د پېښور پوهنتون ښوونکی ډاکټر عرفان اشرف وايي چې د پښتنو قامي جرګې د پاکستان د رياست (دولت) بيانيه ناکامه کړه.

نوموړي امريکا غږ ته وويل چې پخوا به د پاکستان پوځ په پښتونخوا کې په ترهګرۍ کې وژل شوي لسګونه زره کسان په ځان پسې شمېرل، خو د پي ټي اېم راټولو کړيو معلوماتو دا په ډاګه کړه چې په پښتونخوا کې د ترهګرۍ په پېښو کې څه باندې ۷۶،۰۰۰ پښتانه وژل شوي دي.

هغه وویل، "له تېرو ۲۲، ۲۳ کلونو څخه د پاکستان د رياست (دولت) دا دریځ وو چې په سوات، وزيرستان او نورو سيمو کې مېشتو پښتنو طالبانو او القاعدې ډلې ته ځای ورکړ، له هغوی سره يې مرسته وکړه يا يې د هغوی مېلمستيا کوله او رياست د دې تر شا نه وو، خو دا جرګې د رياست دا بيانيه ناکامه کړه او خلکو په سختۍ سره ځواب هم ورکړ چې تر اوسه پورې روانه ترهګري د رياست يوه پروژه ده."

ډاکټر علي زياتوي چې د دې جرګې تر ټولو لويه ځانګړنه دا وه چې دا يوازې ولسي جرګه پاتې نه شوه، بلکې په دې کې سياسي او پارلماني ګوندونو هم ګډون وکړ.

په پېښور کې د سياسي چارو شنونکی شميم شاهد هم ورته نظر لري او وايي چې د خيبر جرګه د پښتونخوا يوه ټولشموله غونډه وه چې ټولو سياسي ګوندونو او ډلو دا ژمنه پکې وکړه چې د ترهګرۍ خلاف به له يو بل سره همکاري کوي. "جرګې طالبان او د پاکستان پوځ ګرم کړل چې هغوی دلته لاسپوڅی یا نیابتې جنګ کوي او د دې جنګ له امله په ګڼ شمېر کې قبايلي مشران، علما او ملکيان وژل شوي دي، چې له همدې امله جرګې غوښتنه وکړه چې په دوو مياشتو کې دننه دې دا جنګ بند کړل شي او هغوی دې د پښتنو له خاورې ووځي، او که دوی نه وځي نو بيا به جرګه فيصله کوي."

نوموړي زياته کړه، د پاکستان د مرکزي حکومت لپاره د جرګې غوښتنې نه منل ګران کار دی خو که يې ومني نو کېدای شي چې په پاکستان کې امن راشي.