د پښتنو قامي جرګه به څومره موثريت ولري؟

د جرګې پای غونډې کې د خيبر پښتونخوا ايالت اعلی وزير علي امين ګنډه پور او والي فيصل کريم کونډي په ګډون د پښتنو د ۲۰ ګوندونو او سازمانونو مشران،پاکستان د پښتون مېشتو ۶۰ ولسواليو استازي او لسګونه زره نورو کسان حاضر وو.

د خيبر پښتونخوا ايالت د خيبر ولسوالۍ په رېګي للمه سيمه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په نوښت د پښتنو قامي جرګه یا عدالت د اکتوبر پر ۱۳ (تله ۲۲) شپې مهال د پرېکړه ليکونو په وړاندې کولو سره پای ته ورسېده.

د جرګې د پای غونډې ته د پي ټي اېم مشر منظور احمد پښتين د جرګې پرېکړې ولوست چې د پریکړه لیک د لوستلو پر مهال د خيبر پښتونخوا ايالت د اعلی وزير علي امين ګنډه پور او والي فيصل کريم کونډي په ګډون د پښتنو د ۲۰ ګوندونو او سازمانونو مشران، د پاکستان د پښتون مېشتو ۶۰ ولسواليو استازي او لسګونه زره نورو کسان حاضر وو.

پښتين د جرګې په پرېکړو کې د پښتنو له خاورې په دوو مياشتو کې د پوځ او وسلوالو ډلو وتل، پر ډيورنډ کرښه له افغانستان سره له پاسپورټ او ويزې پرته تګ راتګ، له ټولې پښتونخوا د ۲۴۰ زره کسانو غير مسلح لښکر جوړول، د بنديانو خوشي کېدل، د بې ځایه شویو کورنیو بېرته ځای پر ځای کول او د قبایلي شخړو او مذهبي اختلافاتو د هواري لپاره د یوې ځانګړې جرګې جوړولو تر څنګ يو شمېر نورې پرېکړې هم بيان کړې.

دا چې دا جرګه څومره موثره وه او پرېکړې به يې څه اغېز ولري، د پېښور پوهنتون ښوونکی ډاکټر عرفان اشرف وايي چې د پښتنو قامي جرګې د پاکستان د رياست (دولت) بيانيه ناکامه کړه.

نوموړي امريکا غږ اشنا ته وويل چې پخوا به د پاکستان پوځ په پښتونخوا کې په ترهګرۍ کې وژل شوي لسګونه زره کسان په ځان پسې شمېرل، خو د پي ټي اېم راټولو کړيو معلوماتو دا په ډاګه کړه چې په پښتونخوا کې د ترهګرۍ په پېښو کې څه باندې ۷۶ زره پښتانه وژل شوي دي.

د هغه په وينا، "له تېرو ۲۲، ۲۳ کلونو څخه د پاکستان د رياست (دولت) دا دریځ و، چې په سوات، وزيرستان او نورو سيمو کې مېشتو پښتنو طالبانو او القاعدې ډلې ته ځای ورکړ، له هغوی سره يې مرسته وکړه يا يې د هغوی مېلمستيا کوله او رياست د دې تر شا نه وو، خو دا جرګې د رياست دا بيانيه ناکامه کړه او خلکو په سختۍ سره ځواب هم ورکړ چې تر اوسه پورې روانه ترهګري د رياست يوه پروژه ده."

ډاکټرعلي زياتوي چې د دې جرګې تر ټولو لويه ځانګړنه دا وه چې دا يوازې ولسي جرګه پاتې نه شوه، بلکې په دې کې سياسي ګوندونو هم ګډون وکړ او پارلماني ګوندونو او د خيبر پښتونخوا اعلی وزير هم ګډون وکړ. "دا جرګه په يو وخت کې هم ولسي وه، هم سياسي وه او هم پارلماني وه، او د خيبر پښتونخوا د حکومت په ګډون ټولو د دې ملکيت واخيست. دا يوه لويه لاس ته راوړنه ده."

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين اعلان کړی وو چې د اکتوبر پر ۱۱(تله ۲۰) به په رېګي للمه ميدان کې "د پښتنو قامي عدالت" په نامه درې ورځنۍ جرګه کوي، خو د هغه په وينا، د دولت له خوا دوی ته ډېرې زياتې ستونزې جوړې شوې چې امله يې دوی د جرګې بشپړ رسمي بهير د اکتوبر پر ۱۲ پيل او د اکتوبر پر ۱۳ شپې مهال پای ته ورساوه.

پوليسو په رېګي للمه کې د جرګې پر انتظامي کېمپ څو ځلې چاپې ووهلې او د غورځنګ پر غړيو او فعالانو يې د اوښکې بهېوونکي غاز شيندلو ترڅنګ ډزې وکړې او د هغوی خېمې يې وروسوځولې او سامانونه يې ورڅخه يووړل. د پي ټي اېم د مشرانو په وينا، د اکتوبر پر نهمه (تله ۱۸) څاښت مهال پوليسو د جرګې پر منتظمينو په وروستي ځل مخامخ ډزې وکړې چې د غورځنګ څلور فعالان او غړي پکې ووژل شول او له ۱۰ زيات ژوبل شول.

پښتين د اکتوبر پر ۱۱ (تله ۲۰) ماخستن مهال په رېګي للمه ميدان کې د جرګې لپاره راغونډو شويو لسګونه زره کسانو ته په وينا کې وويل چې پښتانه مشران به په دې جرګه کې د پښتنو په سیمه کې د روانې ناامنۍ، جبري لادرکیو او د پښتنو د وسايلو تر څنګ د يوشمېر نورو چارو په اړه بحث او ګډې پرېکړې کوي. نوموړي زياته کړه: "د خيبر له خاورې به ستاسو د امن او ښه ژوند زېری راپورته کېږي."

په پېښور کې د سياسي چارو شنونکی شميم شاهد وايي چې د خيبر جرګه د پښتونخوا يوه ټولشموله غونډه وه چې ټولو سياسي ګوندونو او ډلو دا ژمنه پکې وکړه چې د ترهګرۍ خلاف به له يو بل سره همکاري کوي. "جرګې طالبان او د پاکستان پوځ ګرم کړل چې هغوی لاسپوڅی یا نیابتې دلته جنګ کوي او د دې جنګ له امله په ګڼ شمېر کې قبايلي مشران، علما او ملکيان وژل شوي دي. له همدې امله جرګې غوښتنه وکړه چې په دوو مياشتو کې دننه دې دا جنګ بند کړل شي او هغوی دې د پښتنو له خاورې ووځي، او که دوی نه وځي نو بيا به جرګه فيصله کوي."

نوموړي زياته کړه، د پاکستان د مرکزي حکومت لپاره د جرګې غوښتنې نه منل ګران کار دی خو که يې ومني نو کېدای شي چې په پاکستان کې امن راشي.

د اکتوبر پر ۱۲ (تله ۲۱) منظور پښتين د جرګې برخه والو ته لومړی پر يو لوی سکرين باندې په پښتونخوا کې له پښتنو سره د شوي "ظلم او تېري"، د دوی د شتمنيو او وسايلو او د دوی د نورو ستونزو په اړه معلومات ورکړل. له هغه وروسته د ۶۰ ولسواليو او ۲۰ ګوندونو او سازمانونو مشرانو او برخه والو بحثونه او مشورې وکړې او بيا يې خپل وړانديزونه ورکړل. په پای کې د هغو وړانديزونو په رڼا کې ۸۰ کسيزې استازې کمېټې پرېکړه ليکونه چمتو کړل چې وروسته منظور پښتين وړاندې کړل.

ليکوال او شنونکی فخر کاکاخېل وايي چې د پښتنو په قامي جرګه کې سياستوال د خپلو سياسي ګوندونو له ګټو وراخوا پرقامي ستونزو باندې د بحث لپاره پر يو ځای کېناستل او هر سړي پکې خپله بيانيه وړاندې کړه.

نوموړي زياته کړه چې د جرګې د پرېکړه ليک ۸۰ سلنه محتویات له قبايلي سيمو سره تړاو لري. "ښکاره خبره ده چې د جګړې زيات اثرات په شمالي وزيرستان، جنوبي وزيرستان، باجوړ، مومند، کورمه، اورکزو او خيبر کې وو. په دغو سيمو کې شورش وو نو زيات خلک د دغو سيمو لادرکه شوي دي، دوکانونه او مارکېټونه د دغو خلکو وران شوي دي. په دغو ستونزو له نورو سيمو راغلي خلک هم خبر شول، نو دا يوه کاميابه غونډه وه."

پښتون ژغورنې غورځنګ په داسې حال کې ددغې جرګې بندوبست وکړه چې د پاکستان مرکزي حکومت د اکتوبر پر شپږمه (تله ۱۵) د يو حکم په خپرولو پر دغه غورځنګ بنديز ولګاوه او د ترهګرۍ د مخنيوي د قانون له مخې يې "غیر قانوني سازمان" په توګه اعلان کړ.

پي ټي اېم حکومتي اقدام "ظالمانه" وباله او د بشري حقونو کورنیو او نړیوالو سازمانونو، د پاکستان سیاسیونو او فعالانو بندیز وغانده او ورباندې یې خواشیني وښوده.

د جرګې په پرېکړه ليک کې يوه غوښتنه دا هم شوې ده چې پر پي ټي اېم دې د حکومت له خوا لګول شوی بنديز ليرې کړل شي.

د پاکستان مرکزي حکومت يا پوځ لا تر اوسه د جرګې د پرېکړه ليک په اړه څه نه دې ويلي خو د خيبر پښتونخوا اعلی وزيرعلي امين ګنډه پور ويلي چې هغه به د اعلی وزیر په حیث د جرګې د پرېکړه لیک د عملي کولو هڅه کوي.

پښتون ژغورنې غورځنګ په ۲۰۱۸ کال کې تاسیس شوی دی او له هغه وخت راهیسې یې د ناامنیو، د پوځ د تګلارو، د بشري حقونو سرغړونو، جبري لادرکیو، بې له محاکمې وژنو، د پښتنو په سیمو کې پر طبیعي زېرمو د ولس د واک او نورو یوشمېر موضوعاتو په اړه پراخ تظاهرات، پرلتونه او احتجاجي غونډې کړې دي.