د پاکستان نوی ټاکل شوی قاضي القضات يحي اپرېدی څوک دی؟

يحي اپرېدی د پاکستان د خيبر پښتونخوا له قبايلي سيمو څخه لومړی کس دی چې د پاکستان د سترې محکمې قاضي القضات ټاکل شوی دی.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د اکتوبر پر ۲۳ (لړم ۲) د دغه هېواد د مشر قاضي په توګه د يحي اپرېدي د ټاکل منظور کړي دي.

تر دې يوه ورځ وړاندې، د پاکستان په اساسي قانون کې د شوي وروستي تعديل له مخې د پارلمان ځانګړې کمېټې په اکثريتي رايو سره د اپرېدي نوم تایید کړی وو.

د ولسمشر زرداري تر توشيح وروسته د پاکستان د قانون وزارت د يحي اپرېدي د ټاکلو اعلاميه خپره کړه چې پکې ويل شوي دي چې هغه به د اکتوبر پر ۲۶ (لړم ۵) د پاکستان د ۳۰م قاضي القضات په حیث د خپلې درې کلنې دندې لوړه وکړي.

د پاکستان د سترې محکمې اوسنی قاضي القضات قاضي فایز عیسی د اکتوبر پر ۲۵ (لړم ۴) تقاعد کېږي.

د پاکستان د سترې محکمې د معلوماتو له مخې يحي اپرېدی د ۱۹۶۵ کال د جنورۍ پر ۲۳ د خيبر پښتونخوا ايالت په ډېره اسماعیل خان کې زېږېدلی دی. نوموړی په اپرېديو کې ادم خېل دی او د کواټ ولسوالۍ د بابړې بانډې اوسېدونکی دی.

نوموړي په ګورنمنټ کالج لاهور کې په سياست او اقتصاد کې تر ليسانس پورې زده کړې کړي او وروسته يې د لاهور په پنجاب پوهنتون کې په اقتصاد کې ماسټري کړې ده.

وروسته نوموړي د دولت مشترکه بورس واخيست او د بريتانيې په کېمبرج پوهنتون کې يې په قانون کې ماسټري وکړه.

نوموړي د عملي ژوند په لومړي سر کې په پېښور کې په شخصي توګه د مدافع وکيل په حيث کار پيل کړ او په عين حال کې يې د څه وخت لپاره د پېښور پوهنتون په قانون پوهنځي کې درس هم ورکاوه.

هغه په ۱۹۹۰کال کې د پېښور عالي محکمې د مدافع وکيل او په ۲۰۰۴ کال کې د پاکستان د سترې محکمې د وکيل په حيث کار پيل کړ.

يحي اپرېدي په ۲۰۱۰ کال کې د پېښورعالي محکمې د مرستيال قاضي په توګه دنده پيل کړه او د ۲۰۱۲کال د مارچ پر ۱۵ د هغې محکمې د دایمي قاضي په توګه وټاکل شو.

نوموړي د ۲۰۱۶ کال د ډسمبر پر ۳۰ د پېښور عالي محکمې د مشر قاضي په توګه کار پيل کړ. هغه د خيبر پښتونخوا له قبايلي سيمو څخه لومړی کس وو چې د پېښور عالي محکمې د مشر قاضي منصب ته يې ځان ورساوه.

تر هغه وروسته يحي اپرېدی د ۲۰۱۸ کال د جون پر ۲۸ د پاکستان د سترې محکمې قاضي وټاکل شو، او د روان ۲۰۲۴ کال د اکتوبر پر ۲۳ (لړم ۲) د سترې محکمې د قاضي القضات په حيث تر ټاکل کېدو وروسته به د اکتوبر پر ۲۶ (لړم ۵) د خپلې څوکۍ لوړه وکړي.

نوموړی د خيبر پښتونخوا له قبايلي سيمو څخه لومړی کس دی چې د پاکستان د سترې محکمې قاضي القضات ټاکل شوی دی.