د لاس رسي وړ اتصالات

د شانګهای سازمان له سرمشريزې وړاندې د پاکستان تحريک انصاف لسګونه پلويان نيول شوي


پاکستان تحريک انصاف ګوند د اکتوبر پر ۱۵ (تله ۲۴) د شانګهای همکارۍ سازمان د سرمشريزې پر لومړۍ ورځ په اسلام اباد کې د احتجاج اعلان کړی دی.
پاکستان تحريک انصاف ګوند د اکتوبر پر ۱۵ (تله ۲۴) د شانګهای همکارۍ سازمان د سرمشريزې پر لومړۍ ورځ په اسلام اباد کې د احتجاج اعلان کړی دی.

د پاکستان په پنجاب ايالت کې پوليسو د اکتوبر پر ۱۳ (تله ۲۲) تر هغه وروسته د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ای) لسګونه پلويان نيولي چې ياد ګوند په پلازمېنه اسلام اباد کې د شانګهای همکارۍ سازمان د سرمشريزې پر مهال د احتجاج اعلان کړی وو.

پاکستانۍ رسنۍ وايي چې د پولیسو عملیات د نظم ساتلو او د هر ډول ګډوډیو د مخنیوي لپاره د یوې پراخې ستراتیژۍ برخه ده ځکه چې پاکستان د اکتوبر پر ۱۵ او ۱۶(تله ۲۴ او ۲۵) په اسلام اباد کې د شانګهای همکارۍ سازمان د ۲۳مې سرمشريزې کوربه توب کوي.

پاکستان تحريک انصاف ګوند د اکتوبر پر ۱۵ (تله ۲۴) د شانګهای همکارۍ سازمان د سرمشريزې پر لومړۍ ورځ په اسلام اباد کې د احتجاج اعلان کړی دی.

ياد ګوند د اکتوبر پر ۱۱(تله ۲۰) په يو بيان کې ويلي چې د خپل زنداني رهبر او د پاکستان د پخواني لومړي وزير عمران خان د راخوشې کولو او "د قضائیه قوې د خپلواکۍ" لپاره به د اسلام اباد په ډي چوک يا جمهوريت څلورلارې کې احتجاجي مظاهره کوي.

ډي چوک د اسلام اباد حساسه سيمه ده چې د پاکستان د پارلمان او د سترې محکمې ودانۍ هم هلته موقعيت لري.

پي ټي ای د احتجاج اعلان په داسې حال کې کړی چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د اکتوبر له پنځمې (تله ۱۴) څخه د اکتوبر تر ۱۷ (تله ۲۶) پورې د اسلام اباد امنيتي دنده پوځ ته سپارلې چې دا ډول د شانګهای همکارۍ سازمان د سرمشريزې پر مهال د پلازمېنې امنيت او نظم وساتي.

د پاکستان مرکزي حکومت د دې سرمشریزې پر مهال د اکتوبر له ۱۴ څخه تر ۱۶ (تلې ۲۳ تر ۲۵) پورې په پلازمېنه اسلام اباد او ورسره جوخت ښار راولپينډۍ کې عمومي رخصتي هم اعلان کړې ده او د جنايي قانون د ۱۴۴ مادې په عملي کولو سره يې هلته د پنځو یا تر پنځو د زیاتو کسانو پر ورغونډېدو، جلسو او لاریونونو، د وسلې پر ګرځولو او د موټرسایکل پر غبرګې سپرلۍ بنديز لګولی چې دا ډول دا غونډه بې له څه ډول خنډه په سمه توګه تر سره شي.

د پي ټي ای د اطلاعاتو مرکزي سيکرتر شېخ وقاص اکرم د پاکستان حکومت په "ظلم او تاوتريخوالي" تورن کړ او ويلي يې دي چې دوی به له خپل دريځه په شا نه شي. نوموړي د اکتوبر پر ۱۳ په يو بيان کې د پاکستان د مرکزي او د پنجاب د ايالتي حکومتونو له خوا د "غير قانوني" چاپو او ګرفتاريو د ختمولو او د پولیسو په توقیف کې د پی ټي ای د غړيو، مشرانو او ايالتي پارلمان د غړيو د خوشې کولو غوښتنه کړې ده.

نوموړي پر ټولنيزې شبکې اېکس زياته کړې: "که عمران خان ته اساسي حقونه ورنه کړل شي، او کورنۍ او د ګوند مشرانو يې هغه ته لاسرسى ونه شي، نو ټول پاکستان به د اکتوبر پر ۱۵ سړکونو ته راووځي."

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د شانګهای همګارۍ سازمان د سرمشريزې پر مهال "د ګډوډۍ رامنځته کولو" لپاره د تحریک انصاف د اعلان "غندنه" کړې ده.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ د پي ټي ای له خوا د احتجاج د اعلان په غبرګون کې ویلي چې د شانګهای همکارۍ سازمان کنفرانس ته د ۱۲ حکومتونو د مشرانو په ګډون د بهرنیو پلاويو د هرکلي لپاره اسلام اباد په بشپړه توګه خوندي کړل شوی دی.

نوموړي د اکتوبر پر ۱۱ (تله ۲۰) په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل: "هغه کسان چې د هېواد پر ضد د توطيې جوړولو ذهنيت لري، بايد پر کور کښېني، ځکه چې هيچا ته به هم په اسلام اباد کې د شانګهای همکارۍ سازمان د سرمشريزې ګډوډولو اجازه ورنه کړل شي."

بل خوا د پاکستان د دفاع وزير خواجه محمد اصف ويلي، د تحریک انصاف دا اقدام د هېواد د بې ثباته کولو هڅه ده. نوموړي زياته کړه: "چارواکي به هیچا ته اجازه ورنه کړي چې پاکستان یرغمل کړي."

د دې په ځواب کې د پي ټي ای د اطلاعاتو مرکزي سيکرتر شېخ وقاص اکرم ويلي چې د دوی له خوا د اکتوبر ۱۵ احتجاج ځنډولو "يوازينی او ساده شرط" دا دی چې د عمران خان د کورنۍ غړيو، ډاکټرانو او د هغه مدافع وکيلانو ته دې له هغه سره د ليدو اجازه ورکړل شي.

نوموړي د اکتوبر پر ۱۳ (تله ۲۲) پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، که په اسلام اباد کې د احتجاج پر مهال څه ډول زيان ورسېدی نو مسول به يې د پاکستان حکومت وي.

په عين حال کې د پي ټي ای اوسني رئيس قانون پوه بېرسټر ګوهر علي خان د پاکستان له كورنيو چارو وزارت څخه په يوه ليکلې عريضه کې غوښتنه کړې چې دوی ته دې اجازه ورکړل شي چې له عمران خان سره په زندان کې وويني.

ښاغلي ګوهر په عريضه کې زياته کړې چې وكيلانو يې په وروستي ځل د اکتوبر پر درېيمه (تله ۱۲) له عمران خان سره د راولپينډۍ په اډياله زندان کې ملاقات کړی وو.

تر دې وړاندې، د اکتوبر پر څلورمه (تله ۱۳) پاکستان تحریک انصاف د خپل زنداني رهبر او پخواني صدراعظم عمران خان د خوشې کولو او په دغه هېواد کې د حکومت له خوا په اساسي قانون کې د بدلونونو د مخنيوي په موخه "د قضائیه قوې د خپلواکۍ" لپاره په اسلام اباد کې د مظاهرو اعلان کړی وو. پر دې مهال حکومتي چارواکو اسلام اباد ته تلونکې يوشمېر لارې تړلې وې او په بېلابېلو ځایونو کې یې کانټینرونه درولي وو.

هغه مهال د پاکستان د کورنيو چارو وزارت په اسلام اباد کې د جنايي قانون ۱۴۴مه ماده هم عملي کړې وه چې له مخې یې د پنځو یا تر پنځو د زیاتو کسانو پر ورغونډېدو، جلسو او لاریونونو، د وسلې پر ګرځولو او د موټرسایکل پر غبرګې سپرلۍ بنديز وي.

پر دې سربېره چې کله د پي ټي ای پلويانو د اسلام اباد ډي چوک ته د احتجاج لپاره د تګ هڅه کوله نو پوليسو يې د مخنيوي لپاره اوښکې بهېوونکی غاز هم ورباندې شيندلی وو. د اسلام اباد پوليسو هغه مهال د عمران خان د دوو خويندو په ګډون د پي ټي ای لسګونه پلويان ونيول چې لا هم په زندان کې دي.

بل خوا د اکتوبر پر څلورمه له پوليسو سره د اخ و ډب پر مهال يو پوليس ژوبل شوی وو چې دوې ورځې وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړه. د پاکستان د دولت په مدعيت کې د هغه پوليس د وژنې قضيه د عمران خان او د خيبر پښتونخوا د اعلی وزير علي امين ګنډه پور په ګډون د ګوند د يوشمېر مشرانو او غړيو پر خلاف ثبت شوې ده.

په اسلام اباد کې د اکتوبر پر څلورمه پيل شوی هغه احتجاج د اکتوبر پر پنځمه شپې مهال پای ته ورسېد.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان د ۲۰۲۳ کال د مې مياشتې پر نهمه نیول شوی وو خو د سترې محکمې له خوا د هغه ګرفتاري غیر قانوني ګرځولو وروسته نوموړي خوشې کړل شو. تر هغه وروسته عمران خان د همهغه کال په اګست مياشت کې د اداري فساد په يوه قضيه کې بیا ونیول شو چې تر اوسه لا زنداني دی. وروسته د عمران خان پرضد نورې قضيې هم جوړې شوې خو نوموړي ټولې رد کړي او ويلي يې دي چې د دې تر شا سياسي انګېزه ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG