د طالبانو په واکمنۍ کې د افغان ښځو ژوند؛ د ډوډۍ او سرو ګلونو مستند فلم کې

د "ډوډۍ او سره ګلانو" په نوم مستند فلم د نجونو د زده کړو د حقونو فعالې او د سولې د نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ او امریکایې هنرمندې جینیفر لارنس په ګډه تولید کړی دی.

د 'ډوډۍ او سره ګلانو' په نوم یو مستند فلم، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغان ښځو ژوند نادره انځور وړاندې کوي، راتلونکې اوونۍ نندارې ته وړاندې کېږي.

دغه مستند فلم د نجونو د زده کړو د حقونو فعالې او د سولې د نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ او امریکایې هنرمندې جینیفر لارنس په ګډه تولید کړی. په دغه مستند فلم کې په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنیدو وروسته د افغان ښځو ژوند ته ځانګړې کتنه شوې ده.

د امریکایې هنرمندې جینیفر لارنس په وینا، د ۲۰۲۱ کال د کابل د سقوط وروسته، افغان ښځې له خپلو لومړنیو حقونو څخه بې برخې شوې.

جینیفر د فرانسې خبري اژانس ته په لانس انجلس ښار کې وویل: "افغان نجونو ته [د طالبانو په حکومت کې] نور د لوړو زده کړو او کار اجازه نه ورکول کېږي. له دغو ښځو څخه، ځینې یې ډاکټرانې وې او لوړې زده کړې یې لرلې، خو د هغوی ژوند په یوه شپه کې بدل شو."

دا مستند، چې په لومړي ځل په ۲۰۲۳ کال کې د "کن فلم " په فیستیوال کې نندارې ته وړاندې شو، د جلاوطنې افغان فلم جوړونکې صحرا ماني له خوا جوړ شوی دی.

په دې مستند فلم کې د شریفې، زهرې او ترنم په نومونو د افغان مېرمنو ژوند انځور شوی، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له محدودیتونو او ورځنیو ستونزو سره مخ دي. دغو مېرمنو ته د صحرا ماني لخوا د ګرځنده تیلیفونو په مرسته د فلم اخیستلو زده کړې ورکړل شوې وې چې خپل ژوند او مبارزه مستند کړي.

جنسیتي اپارتاید او نړیوال غبرګون

صحرا ماني، په لاس انجلس کې د دې مستند فلم د نندارې پر مهال وویل: "د افغان ښځو لپاره محدودیتونه ورځ تر بلې ډېرېږي، خو نړیواله ټولنه ورته بشپړه پاملرنه نه کوي."

د طالبانو د بیا واکمنۍ وروسته، په افغانستان کې پر ښځو سخت محدودیتونه لګول شوي دي. دوی د لوړو زده کړو، کار او د عامه ځایونو لکه پارکونو ته د لاسرسي حق له لاسه ورکړی دی.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د نوي قانون له مخې، ښځې په عامه ځایونو کې د سندرو ویلو او شعر لوستلو څخه منع کړي دي. دغه قانون د ښځو غږ "عورت" ګڼلی او په عامه ځایونو کې یې اورېدنه منع کړې ده.

ملګرو ملتونو او یو شمېر نورو نړیوالو ادارو د طالبانو دغه سخت دریځې کړنې، د افغان ښځو په وړاندې "جنسیتي اپارتاید" بللې دي.

د 'ډوډۍ او سره ګلانو' د مستند فلم اجرائیوي تولیدونکې ملاله یوسفزۍ وویل: "په اسلام کې د ښځو لپاره د زده کړې او کار کولو هېڅ خنډ نشته."

هغې زیاته کړه، طالبان د نارینه و یوه کوچنۍ ډله ده چې د اسلام او افغان کلتور استازیتوب نه کوي.

ملاله یوسفزۍ، چې په ۱۵ کلنۍ کې د پاکستاني طالبانو په برید کې ټپي شوې وه، د ښځو او نجونو د زده کړې او د کار حق په اړه ټینګار کړی، ویې ویل: "اسلام د ښځو زده کړې او کار کولو سره مخالفت نلري. "

د "ډوډۍ او سره ګلانو" مستند فلم د کابل د سقوط وروسته د افغان ښځو زړورتیا انځوروي.

ددغه مستند فلم په یوه صحنه کې یوه معترضه مېرمنه یوه سړي ته، چې هغې ته ګواښ کوي، وایي: "پوهنتونونه او ښوونځي مو بند کړل، دا ښه ده چې ما هم ووژنئ!"

د افغان ښځو د زده کړو او کار حق د اعادې لپاره اعتراضونه د طالبانو له خوا په پراخه کچه ځپل شوي. په دغو اعتراضونو کې ګڼ شمېر ښځې ووهل شوې، نیول شوې او ځینې یې لا هم بې درکه دي.

خو سره له دې چې د طالبانو لخوا دغه اعتراضونه ځپل شوي، افغان ښځې لا هم په پټه توګه زده کړې کوي او د خپلو حقونو د ساتلو لپاره یې هڅې روانې ساتلي دي.

صحرا ماني، د دې مستند جوړوونکې، خبرداری ورکړ، چې د افغان ښځو د حقونو له پامه غورځول به نړیوالې ټولنې ته جدي پایلې ولري.

هغې وویل، چې له تعلیم څخه د افغان نجونو بې برخې کول د دې خطر زیاتوي چې د هغوی ماشومان د سخت دریځو ایدیالوژي لاره خپله کړي."

د 'ډوډۍ او سره ګلانو' مستند فلم د نومبر په ۲۲مه نېټه، د Apple TV+ له لارې خپرېږي.