د پښتون قامي عدالت پلاوی د فرقه ییزې شخړې د هوارولو لپاره کورمې ته تللی

کورمه کې د شيعه او سني وګړيو ترمنځ د ځمکو د ملکيت پر سر پيل شوې شخړې کې په تېرو پنځوو مياشتو کې دواړو غاړو ته درنه مرګ ژوبله رسیدلې ده.

د پښتون قامي عدالت يا لویې جرګې استازي د شیيعه او سني وګړيو ترمينځ د فرقه ییزې شخړې هوارولو او په سیمه کې د امنیت پرځای کولو لپاره کورمې ته روان شوي دي. دغه پلاوي د ډسمبر پر درېيمه (لېندۍ ۱۳) د جمعیت علما اسلام د یوه مخکښ مفتي کفایت الله په مشرۍ کورمې ته تللی دی.

د پلاوي مشر مفتي کفایت الله خوشبینه دی چې په کورمه کې به روان تاوتریخوالی پای ته ورسوي.

نوموړي له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، د اکتوبر پر یولسمه په خیبر کې د پښتنو قامي جرګې په پرېکړو کې یوه نکته دا هم وه چې په پخوانۍ قبایلي سیمو کې به د امینیت پرځای کولو لپاره هلې ځلې کوي.

نوموړي زیاته کړه. "موږ ۱۲۰ کسیزه جرګه کورمې ته راغلي یو، نن به بګن ته ځو، او تر هغه وروسته به په سده کې له شییعه او سني مشرانو سره وینو. او بیا به پاړه چنار ته ځو. موږ هوډ کړی ترهغو نه ستنېږو چې په کورمه کې مو دا شخړه نه وي هواره کړې."

د جرګې استازو کورمې ته تر تلو وړاندې د خیبر پښتونخوا له اعلی وزیر علي امین ګنډه پور سره ناسته کړې.

د پښتونخوا نیشنل عوامي ګوند مخکښ او پخواني سناتور رضا محمد رضا وايي، چې پښتون قامي جرګې د پښتنو په وطن کې د امنییت لپاره د مدني فعالانو، وکیلانو او سیاسي ګوندونو یوه کمېټي جوړه کړې او پرېکړه شوې چې دا کمېټي به د نورو پښتون میشته سیمو په ګډون د کورمې د شخړې هواري لپاره کار کوي

له امریکا سره په خبرو کې نوموړي وویل: "موږ به اوس دلته له سیاسي مشرانو او د سني او شیعه ګانو له مشرانو او له انتظامیې سره وینو چې په سیمه کې امن راولو. "

بلخوا په کوهاټ کې د خیبرپښتونخوا ګورنر فیصل کريم کونډي په مشرۍ د بېلابېلو سیاسي ګوندونو استازو هم د کورمې د حالاتو په اړه جرګه کړې ده. د ډسمبر پر دويمه په دې جرګه کې د عوامي نیشنل ګوند صوبايي مشر ميا افتخار حسین وويل چې حکومت بايد په غيرجانبدارانه ډول د کورمې مسله حل کړي.

په کورمه کې د شيعه او سني وګړيو ترمينځ د ځمکو د ملکيت پر سر پيل شوې شخړې اکثره وخت په فرقه ییزو نښتو واوړي چې په تېرو پينځوو مياشتو کې یې دواړو غاړو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده. د نومبر په مياشت کې د نښتو په مهال له ۱۲۴ کسان وژل شوي او تر ۲۰۰ زیات ژوبل شوي ول.

د دسمبر پر لومړۍ نېټه، د خیبر پښتونخوا حکومت په منځګړتوب د کورمې انتظامیې د شيعه ګانو او سنيانوترمينځ د اوربند اعلان وکړ. چارواکو وويل چې دواړه غاړو خپلې مورچې اېف سي ځواک ته سپارلي دي.

په سيمه کې بازارونه او تعلیمی ادارې بېرته خلاصې شوې دي

په کورمه کې تازه نښتې تر هغې وروسته پیل شوې چې وسلوالو د نومبر پر ۲۱ په مندوريو او ډډ کمر کې له شیيعه مېشتې پاړه چينار څخه پېښور ته د پوليسو په بدرګه کې د مساپرو د موټرو پر قافلې برید وکړ چې پکې شاوخوا ۴۶ شییعه ګان او څلور سنیان ووژل شول.

تر هغه وروسته، د نومبر پر ۲۲مه په سني مېشتې بګن سيمه کې وسلوالو د ځايي اوسیدونکوسلګونه کورونه او دوکانونه وسوځول او ځينې کسان يې يرغمل کړل. پر هم هغه شپه په بګن سيمه کې د نښتو پر مهال ۲۵ کسان ووژل شول.

په سیمه کې د فرقه ییزو نښتو له پیل راهیسې ۷۴ تنه وژل شوي او شاوخوا ۲۰۰ ژوبل دي. په دې توګه د نومبر ۲۱مې په برید او نښتو کې د وژل شویو ټول شمېر ۱۲۴ تنو ته رسېدلی دی.

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي.

له دې پرته، د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني مراسمو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.

په ۲۰۰۸ کال کې په مري کې د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه. په هغه تړون کې راغلي ول چې دواړه خواوې به د تګ راتګ ټولې لارې پرانیستې ساتي، د امنیت د خرابولو مخه به نیسي، بې کوره خلک به خپلو کلیو ته ستنېږي او د "کاغذات مال" په نوم د پخوانیو اسنادو او د پښتنو د دود پر اساس به د ځمکو لانجې هواروي.