پاکستان: په څو چاپو کې ۱۹ وسله وال او درې پوځیان وژل شوي

آرشیف

د پاکستان پوځ وایي امنیتي ځواکونو د دې هیواد په شمال لویدیځ کې په دریو بیلا بیلو چاپو کې لږ تر لږه ۱۹ وسله وال وژلي دي.

پوځ سه شنبه جنوري اوومه ( مرغومي ۱۸) په یوې اعلامیې کې ویلي چې پدې چاپو کې درې پاکستاني پوځيان هم وژل شویدي. پوځ دا ندي ویلی چې څو غړي یې ټپي شوي که نه.

د پوځ په اعلامیې کې راغلي چې دا یاغیان په مهمند، پیښور او کرک ولسوالیو کې وژل شویدي.

سره لدې چې د پوځ په اعلامیې کې دا ندي ویل شوي چې وژل شوي وسله وال د کومې ډلې غړي و، خو د کالونو راهیسې د پاکستاني طالبانو غورځنګ وسله وال د دې هیواد په امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.

د پاکستان جمهور رئیس آصف علي زرداري او صدراعظم شهباز شریف پدې عملیاتو کې د امنیتي ځواکونو کړنې ستایلي دي او د وژل شویو سرتیرو لپاره یې د درناوي څرګندونې کړي.

پاکستان ادعا کوي چې ناقانونه بین المللي ډلې په افغانستان کې له خپلو پټنځایونو څخه تاوتریخوالی تنظیموي او ددغو ډلو دوی فعالیتونه د ۲۰۲۱ کال راهیسې چې په افغانستان کې طالبانو واک نیولي شدید شوي دي.

خو طالبانو په وار وار دا تورونه رد کړي او تل ټینګار کوي چې هیچا ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان د خاورې څخه د بل هیواد پر ضد ګټه واخلي.

دا مطلب هم ولولئ شهباز شريف: د پولې پورې غاړې څخه شوي بريد ته مو قوي ځواب ورکړی

په اسلام آباد کې میشت یو خپلواک څیړنیر مرکز تیره اوونۍ په یو راپور کې وویل چې په پاکستان کې په بمي چاودنو او وسله والو بریدونو کې په ۲۰۲۴ کال کې تر ۱۶۰۰ زیات ملکيان او امنیتي پرسونل وژل شوي دي.

په اسلام آباد کې میشت یو خپلواک څیړنیر مرکز په پاکستان کې د وژونکي تاوتریخوالي د څپو په ترڅ کې خپل کلنی راپور خپور کړ، چې په عمده توګه یې د افغانستان په ګاونډ کې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونه اغیزمن کړي دي.

په اسلام آباد کې میشت د څیړنې او امنیتي مطالعاتو مرکز (CRSS) د دوشنبې په ورځ دسمبر ۳۰ په خپل راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۴ کال کې د ټولو تلفاتو ۶۰ سلنه ملکي وګړي دي، او زیاتوي چې د پاکستان پوځ، استخباراتو، پولیسو او نورو قانون پلي کونکو ادارو "په تیره یوه لسیزه کې په روان کال کې تر ټولو زیات ترهګریز بریدونه او مرګ ژوبله لیدلې ده."

د راپور له مخې، د ۲۰۲۴ د جنورۍ له لومړۍ نیټې راهیسې ۶۸۵ امنیتي پرسونل وژل شوي دي، چې په ۲۰۱۴ کال کې په وسله والو بریدونو او د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې د پاکستان نږدې ۸۰۰ امنیتي پرسونل له لاسه ورکولو راهیسې دا تر ټولو لوړه شمیره ده.

په پاکستان کې د سخند دریځۍ بیا راژوندي کېدل دوو مهمو ډلو ته منسوب دي: تحریک طالبان پاکستان (TTP) او د بلوچ لیبریشن آرمی (BLA).