د لاس رسي وړ اتصالات

شمالي وزيرستان کې د نوي کال په لومړۍ اونۍ کې درې هدفي بريدونه شوي


په تېر ۲۰۲۴ کال کې په شمالي وزیرستان کې ۳۸ هدفي بريدونه شوي وو چې پکې یوشمېر ولسي مشران، مدني فعالان، سیاستوال، دیني عالمان او حکومتي او امنيتي کارکوونکي وژل شوي وو.(عکس ارشیف).
په تېر ۲۰۲۴ کال کې په شمالي وزیرستان کې ۳۸ هدفي بريدونه شوي وو چې پکې یوشمېر ولسي مشران، مدني فعالان، سیاستوال، دیني عالمان او حکومتي او امنيتي کارکوونکي وژل شوي وو.(عکس ارشیف).

د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت په شمالي وزيرستان کې د نوي کال ۲۰۲۵ ميلادي په لومړيو څلورو ورځو کې درې کسان په جلا جلا هدفي بريدونو کې وژل شوي دي.

د میرلي پولیسو او ځایي خلکو رسنيو ته ویلي دي چې ناڅرګنده وسله والو د جنورۍ پر درېيمه (مرغومي ۱۴) د ایپي سیمې یو ځوان نظیر الله له کلي برمته کړ، چې يوه ورځ وروسته، د جنورۍ پر څلورمه (مرغومي ۱۵) یې مړی وموندل شو.

تر دې وړاندې ناڅرګنده وسله والو د جنورۍ پر لومړۍ نېټه (مرغومي ۱۲) د میرلي له ګلشن اډې څخه د لياقت په نوم يو کس تښتولی و او یوه ورځ وروسته یې په ډزو ویشتل شوی جسد وموندل شو.

وسله والو په همدغه ورځ د ميرلي په ايپي سيمه کې هم د مشاهد په نوم يو ځایي کس په ډزو وژلی و .

تر اوسه چا د دې پېښو مسوليت نه دی منلی خو پولیس وايي چې د ناپیژاندو وسله والو پر ضد يې د دغو وژنو قضيې ثبت کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په خيبر پښتونخوا، په ځانګړې توګه په شمالي وزيرستان کې له وروستيو څو کلونو راهيسې هدفي بريدونه روان دي.

په تېر ۲۰۲۴ کال کې په شمالي وزیرستان کې ۳۸ هدفي بريدونه شوي وو چې پکې یوشمېر ولسي مشران، مدني فعالان، سیاستوال، دیني عالمان او حکومتي او امنيتي کارکوونکي وژل شوي وو.

تر هغه وړاندې، په ۲۰۲۳ کال کې په شمالي وزيرستان کې ۴۴ هدفي بريدونه شوي وو چې پکې تر ۵۰ زیات کسان وژل شوي وو.

په شمالي وزیرستان کې د ناامنۍ پرضد خلکو پراخ احتجاجونه، جرګې او لاریونونه کړي دي. د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسله والو پرضد هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی.

د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ کال کې په شمالي وزیرستان کې پوځي عملیات کړي ول او شاوخوا دوه کاله وروسته یې دعوه وکړه چې سیمه یې له وسله والو پاکه کړې ده. په ۲۰۱۶ کال کې چې لکونه بې کوره خلک خپلو سيمو ته ستانه شول نو تر څه وخت پورې امنيت وو خو د ۲۰۱۸ په وروستیو کې پکې هدفي بريدونه او نورې حملې بيا پیل شوې چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې لا زیاتې شوې دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG