پاکستان د افغان کډوالو ایستل وځنډول

پاکستان وایي د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ UNHCR چارواکو سره تر خبرو وروسته یې پدې هیواد کې د ناثبت شویو افغان کډوالو ایستل ځنډولي دي.

د یو ان اچ سي آر مشر فیلیپو ګراندې پاکستان ته د خپل درې ورځني سفر په پای کې په یوې اعلامیې کې د پاکستاني چارواکو څخه مننه کړې چې د "غیر قانوني بهرنیانو بیرته ستنولو پلان" یې ځنډولی او ډاډ ورکړل شوی چې تر بلې پریکړې پورې به نه عملي کیږي.

د ملګرو ملتونو دې جګپوړي چارواکي په پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو لپاره د دایمې حل لارې پیدا کولو په موخه د هلو ځلو په غښتلي کولو ټینګار کړی.

په عین حال کې د پاکستان د حکومت یو جګپوړي چارواکي چې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ مشر سره د ملاقات په هکله معلومات لري، د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته تائید کړه چې د ناثبت شویو افغان کډوالو د ایستلو پریکړه ځنډیدلې ده.

دې چارواکي دا ونه ویل چې پریکړه تر څه وخته ځنډول شوې ده.

هغه وړاندې وویل، "ګراندې ته مو پیغام دا و چې د افغان کډوالو په ساتنې او بیرته ستنیدو کې نړیواله ټولنه باید خپل مسؤلیت پر ځای کړي. دا ګډ مسؤلیت دی او ټول بار باید یوازې د پاکستان په اوږو وانچول شي."

خو د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ له پاکستان څخه د کډوالو د ایستلو د پلان د ځنډولو خبر رد کړی دی.

بلوچ په دې اړه د امریکا غږ ډیوه راډیو ته وویل: "دا خبر رښتیا ندی چې پاکستان د ناقانونه بهرنیانو د شړلو د پلان د ځنډولو په اړه موافقه کړې ده."

د ملګرو ملتونو او پاکستان چارواکو ویلي چې د ناثبت شویو افغان کډوالو د ایستلو پریکړه د "بشري دلایلو" له مخې شوې ځکه چې په افغانستان کې اقتصادي او بشري وضعیت مخ په خرابیدو دی.

د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ مشر فلیپو ګراندې پخپل درې ورځني سفر کې د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف او نورو جګپوړو چارواکو سره وکتل چې د خبرو اصلي تمرکز یې په پاکستان کې د میشتو شاوخوا درې میلیون افغان کډوالو و.

د ملګرو ملتونو او پاکستاني چارواکو د معلوماتو له مخې، ددغو کډوالو څخه ۱.۳ میلیونه یې په رسمي توګه راجستر دي چې نږدې ۹۰۰ زره یې د افغان تابعیت کارتونه لري او پاتې یې په پاکستان کې د اوسېدو لپاره قانوني اسناد نلري.

په ناثبت شویو افغان کډوالو کې ډیر شمیر هغه کسان دي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو د بیاواکمن کېدو وروسته پاکستان ته کډه شوي، د ویزې موده یې پای ته رسیدلې او نوې ویزې یې ندي ترلاسه کړي. دغه کډوال انتظار کوي چې په دریم هیواد کې ورته پنا ورکړل شي.

د پاکستان حکومت په ۲۰۰۶ کال کې ۱.۳ میلیونو افغان کډوالو ته چې هغه مهال یې په دغه هیواد کې د اوسیدنې کارتونه نلرل د پیژندګلوۍ کارتونه وویشل چې د (PoR) په نوم یادیږي.

دا کارتونه په تیرو ۱۸ کلونو کې پنځه ځلې تمدید شوي دي. اټکل کیږي چې شاوخوا ۹۰۰ زره افغان کډوال په پاکستان کې د (PoR) کارتونه لري.

ددغو کارتونو مهلت لومړی د ۲۰۱۲ کال په دسمبر کې تمدید شو. دا کارتونه په ۲۰۱۵، ۲۰۲۱ او ۲۰۲۳ کې بیا تمدید شول او په وروستي ځل د ۲۰۲۴ کال د اپریل په وروستیو کې تمدید شوي دي.