اسلام اباد: قطر په پاکستان کې د درې ميليارده ډالرو پانګونه کوي

د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزیر دقطر د پانګونې په اړه دا څرګندونې دوحې ته د پاکستان د صدراعظم شهباز شريف په مشرۍ يو لوړ پوړي پلاوي د سفر وروسته کړې دی.

د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزیر عطاالله تارړ ويلي دي چې قطر د پاکستان په اقتصاد کې د درې میلیارده ډالرو پانګونې ژمنه کړې ده.

نوموړي د نومبر پر لومړۍ نېټه (لړم ۱۱) د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال زياته کړه چې قطر او پاكستان د تجارت، پانګونې، کلتور او اقتصاد په ګډون په بېلا بېلو څانګو كې د همکارۍ پر زياتولو موافقه کړې ده.

د هغه په وينا، د قطر د درې میلیارده ډالرو پانګونه به د پاکستان اقتصاد ډېر زيات پياوړی کړي.

تارړ دا خبرې وروسته له هغه وکړې چې د پاکستان د صدراعظم شهباز شريف په مشرۍ يو لوړ پوړي پلاوي د اکتوبر له ۳۰ (لړم ۹) څخه د نومبر تر لومړۍ نېټې (لړم ۱۱) پورې د قطر سفر وکړ او په پلازمېنه دوحه کې يې د قطر له امير شيخ تميم بن حمد الثاني، او د هغه هېواد له صدراعظم او بهرنيو چارو وزير شيخ محمد بن عبدالرحمان الثاني سره پر دوه اړخيزو اړيکو او اقتصادي همکارۍ جلا جلا ملاقاتونه وکړل.

د پاکستان او قطر د بهرنيو چارو وزارتونو په يوه ګډه اعلاميه کې ليکلي چې، "د دواړو هېوادونو مشرانو د ورورګلوۍ د اړيکو پر ارزښت، د اقتصادي همکاريو او پانګونې د پياوړتيا، او د دوه اړخيزې سوداګرۍ د زياتوالي لپاره د دواړو خواوو پر هيلو ټينګار وکړ."

تر دې وړاندې د سعودي عربستان د پانګونې وزير خالد بن عبدالعزيز الفالح د اکتوبر پر ۳۰ (لړم ۹) په پلازمېنه رياض کې د پاکستان له صدراعظم شهباز شريف سره د ګډې خبري غونډې پر مهال په پاکستان کې د ۶۰۰ میلیونو ډالرو اضافي پانګونې اعلان وکړ او زياته يې کړه چې له دې سره يې په دغه هېواد کې د پانګونې ټول ارزښت دوه اعشاريه اته ميليارده ډالرو ته رسېدلی دی.

نوموړي پر دې مهال زياته کړه چې په اضافي پانګونې سره له پاکستان سره د سعودي د تفاهم ليکونو شمېر له ۲۷ څخه ۳۴ ته لوړ شوی دی. په هغو تفاهم ليکونو کې د کرنې، ټېکنالوژۍ، تعلیم، معدنیاتو او پېټرولیم په ګډون په یو شمېر نورو برخو کې د همکارۍ پروژې شاملې دي.

د سعودي عربستان او قطر لخوا د پانګونې اعلانونه او ژمنې په داسې حال کې شوي چې پاکستان له ۲۰۱۹ کال راهیسې له لوی اقتصادي بحران سره مخامخ دی او د پیسو له نړیوال صندوق (ای اېم اېف) سره يې په وار وار د ميلياردونو ډالرو د پورونو تړونونه لاسليک کړي دي.

د پيسو د نړيوال صندوق (ای اېم اېف) اجراييه پلاوي د سپټمبر پر ۲۵ (تله ۴) پاکستان ته د اووه ميليارده امريکايي ډالرو د نوي پور منظوري ورکړه.