اسلام اباد: طالبان دې د پاکستان په چارو کې د مداخلې په ځای د خپلو ستونزو په حل فکر وکړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند څرګندونې ددغه هیواد په کورنیو چارو کې د "نه منلو او خواشينۍ وړ" لاسوهنه بللې ده.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوڅې ويلي چې په افغانستان کې د طالبانو سرپرست حکومت بايد يو جمهوري هېواد ته د "درس ورکولو پرځای" د خپلو کورنیو ستونزو "پر هواري تمرکز" وکړي.

نوموړې د اکتوبر پر اوومه (تله ۱۶) په يو بيان کې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند څرګندونې په کلکه رد کړې او د هغه څرګندونې يې د پاکستان په کورنیو چارو کې د "نه منلو او خواشينۍ وړ" لاسوهنه وبلله.

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د پوليسو او د حکومت مخالف ګوند تحريک انصاف ترمنځ د اخ او ډب تر پېښو وروسته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د اکتوبر پر شپږمه (تله ۱۵) په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې په پاکستان کې د حکومت او سیاسي مخالفينو د پلويانو ترمینځ ترينګلتيا "د اندېښنې وړ" کچې ته رسیدلې چې دوام يې پر ټوله سيمه "منفي اغېز" لرلی شي.

نوموړي زياته کړې وه: "موږ د پاکستان وضعیت له نږدې څارو. هيله من يو چې د پاکستان حکومت او تاثيرگذاره ادارې له زياتېدونکې نارضايتۍ سره معقول او واقعبینانه چلند وکړي."

بلخي په دغه اعلاميه کې ویلي وو چې د ولس د "مشروع غوښتنو" پر وړاندې ترټولو ښه لاره "مذاکره او تفاهم" ده. د هغه په وينا، وروستيو پېښو ثابته کړې چې "له مذاکراتو انکار" مسئلې "لا پېچلې" کوي.

دا تر هغه وروسته ده چې د اکتوبر پر څلورمه (تله ۱۳) د پاکستان د حکومت تر ټولو لوی سياسي اپوزيسيون ګوند پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) د خپل زنداني رهبر او پخواني لومړي وزير عمران خان د خوشې کولو لپاره په پلازمېنه اسلام اباد کې د احتجاجي مظاهرو اعلان کړی وو. پر دې مهال حکومتي چارواکو اسلام اباد ته تلونکې يوشمېر لارې تړلې وې او په بېلابېلو ځایونو کې یې کانټینرونه درولي وو.

پوليسو پر مظاهرچيانو اوښکې بهېوونکی غاز هم شيندلی وو او د عمران خان د دوو خويندو په ګډون يې د پي ټي ای لسګونه غړي نیولي وو. دغه تظاهرې د اکتوبر تر پنځمې نيمې شپې پورې روان وو. د دوو ورځو د مظاهرو پر مهال د اسلام اباد زياتره لارې بندې وې او د خلکو تګ راتګ او رسمي او شخصي کارونه زښت زيات اغېزمن شوي وو.

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت ددغو مظاهرو وړاندې په اسلام اباد کې د پاکستان د جنايي قانون ۱۴۴مه ماده عملي کړې وه چې له مخې یې د پنځو یا تر پنځو د زیاتو کسانو پر ورغونډېدو، جلسو او لاریونونو، د وسلې پر ګرځولو او د موټرسایکل پر غبرګې سپرلۍ بنديز وي.

بل خوا د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د اکتوبر پر درېيمه (تله ۱۲) د پي ټي ای سیاستوالانو او پلویانو ته خبرداری ورکړی وو چې که په اسلام اباد کې یې د احتجاجي مظاهرې هڅه وکړه نو پرضد به یې اقدام وکړي.

ممتاز زهرا بلوڅې د عبدالقهار بلخي د بيان په غبرګون کې د طالبانو حکومت ته د ځينو کورنيو ستونزو د هوارولو يادونه کړې ده. "[د طالبانو حکومت] بايد ټولشمولیت ته لومړیتوب ورکړي، د ښځو او نجونو لپاره د زدکړې د حق په ګډون بايد د خپلو خلکو اړتیاوو او هیلو ته ځواب ویونکي وي، نه داسې چې د دین د غلط تفسیر له لارې د دوی حقونه کم کړي."

میرمن بلوڅې ويلي چې پر دې سربېره طالبان باید هغه ژمنې عملي کړي چې له نړيوالې ټولنې سره يې کړې دي: "د افغانستان سرپرست حکومت بايد هغو ترهګرو ډلو ته ځای ورنه کړي چې د ګاونډیو هېوادونو سوله او امنیت په جدي توګه ګواښي، او بايد افغانستان یو ځل بیا د نړیوالې ترهګرۍ په مرکز له بدلېدو راوګرځوي."

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د ناامنۍ او د ترهګرۍ د پېښو تر زياتېدو وروسته پاکستان په وار وار د طالبانو له حکومته غوښتنه کړې ده چې د افغانستان خاوره دې د پاکستان خلاف کارېدو ته نه پرېږدي او د نحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) خلاف دې اقدامات وکړي. د پاکستان پوځ هم څو ځلې ويلي چې د ټي ټي پي وسلوال په افغانستان کې دي او له هغه ځايه په پاکستان کې بريدونه کوي.

خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستانيو چارواکو دا ډول تورونه په وار وار رد کړي او ټينګار يې کړی چې د افغانستان خاوره د هېچا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي. د طالبانو حکومت زياته کړې چې ټي ټي پي د پاکستان داخلي موضوع ده چې اسلام اباد یې باید حل کړي.

بله خوا تحريک طالبان پاکستان هم په خپلو بيانونو کې د افغانستان له خاورې پر پاکستانه د حملو ادعاوې رد کړې دي. هغې ډلې زياته کړې ده چې په افغانستان کې پټنځايونو ته اړتيا نه لري بلکې وسله وال یې په پاکستان کې دننه مېشت دي او هم هلته پر پوځ او امنیتي ځواکونو بريدونه کوي.