د پاکستان د اقتصادي همغږۍ کمېټې د نويو پوځي عملياتو لپاره ۲۰ ميليارده روپۍ ځانګړې کړې

د پاکستان د صدراعظم په مشرۍ د ملکي او پوځي مشرتابه يوې لوړپوړې کمېټې د جون په میاشت کې پرېکړه وکړه چې د ترهګرۍ پرضد به په دغه هېواد کې د "عزم استحکام" په نامه نوي پوځي عملیات پيلوي.

د پاکستان د اقتصادي همغږۍ کمېټې په هغه هېواد کې د "عزم استحکام" په نامه د نويو پوځي عملیاتو لپاره د ۲۰ ميليارده روپيو مرسته منظور کړې ده.

د اقتصادي همغږۍ کمېټې غونډه د اګست پر ۲۲مه (وږی ۱) په اسلام اباد کې د پاکستان د ماليې وزير محمد اورنګزېب په مشرۍ وشوه.

د اقتصادي همغږۍ کمېټه یوه فدرالي اداره او مشورتي فورم دی چې د پاکستان صدراعظم يې د رئیس په توګه کار کوي. دغه کمېټه د دولت د اقتصادي خونديتوب، جغرافيايي او سیاسي اقتصاد او مالي مرستو په اړه بحث او پرېکړې کوي.

دا له هغه وروسته ده چې د جون پر ۲۲مه (د چنګاښ پر درېيمه) د پاکستان د صدراعظم شهباز شريف په مشرۍ د ولسي او پوځي مشرتابه يوې لوړپوړې کمېټې په خپله غونډه کې پرېکړه وکړه چې د ترهګرۍ پرضد به په هغه هېواد کې د "عزم استحکام" په نامه نوي پوځي عملیات پيلوي.

له دې اعلان څخه سمدستي وروسته نه يوازې حکومت مخالف سياسي ګوندونو د هغې پرېکړې خلاف خبري غونډې او ويناګانې وکړې بلکې د خيبر پښتونخوا په يوشمېر ولسواليو، په ځانګړي توګه په قبايلي سيمو کې عام ولس هم احتجاجي غونډې او جرګې کړې دي.

په پېښور کې شنونکي شميم شاهد امريکا غږ ته وويل چې د پوځي عملياتو لپاره ډېرو پيسو ته اړتيا وي او د هغه په وينا د دې کار لپاره به پوځ ته نورې پيسې ورکول کېږي، خو نوموړي زياته کړه چې زياتره سياسي ګوندونو د دې پوځي عملياتو مخالفت کړی دی.

هغه وايي: "د ۲۰۰۱ کال د سېپټېمبر ۱۱مې له ترهګريزو پېښو وروسته چې په پاکستان کې د ترهګرو خلاف څومره پوځي عمليات شوي دي، نو په هغوی سره نه ترهګري ختمه شوې ده او نه هم د ترهګرو په قوت کې څه کمی راغلی دی بلکې د ترهګرو شمېر ورځ تر بلې زياتېږي او ترهګري ډېرېږي."

د پاکستان پوځ د خيبر پښتونخوا په يوشمېر قبايلي سيمو کې په بېلا بېلو وختونو کې د وسلوالو پرضد عمليات وکړل او سلګونه زره کسان يې کډوالۍ ته مجبوره کړل. په دې لويو پوځي عملياتو کې يې وروسته هغه په شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب په نامه پوځي عمليات ول چې په ۲۰۱۴ کال کې پيل شول.

د دې عملياتو پر وخت د هغې سيمې شاوخوا يو ميليون کسان بې کوره کړل شول چې ګڼ شمېر يې د خيبر پښتونخوا نورو سيمو او شاوخوا ۱۰۰ زره کسانو يې افغانستان ته کډې وکړې. که څه هم له عملياتو څو کلونه وروسته ګڼ کډوال بېرته خپلو سيمو ته ستانه کړل شول، خو لا هم د شمالي وزيرستان زرګونه کسان په افغانستان او د بنو په بکاخېلو کيمپ کې د کډوالۍ ژوند کوي.

د خيبر پښتونخوا د زونيخېلو (جانيخېلو) يو قبايلي مشر ملک ماويز خان امريکا غږ ته وويل چې پښتانه او قبايل اوس د پوځي عملياتو په حقيقت پوه شوي دي.

نوموړي زياته کړه: "د جنرال پروېز مشرف په وخت کې پوځي عمليات وشول. وروسته د ولسمشر اصف علي زرداري او بيا د صدراعظم نوازشريف په دور کې عمليات وشول، خو موږ يې بېکوره کړو او زموږ سامانونه يې لوټ کړل، لاکن امن يې پر ځای نه کړ."

ملک ماويز خان وايي چې په هېڅ صورت نورو پوځي عملياتو ته چمتو نه دي.

هغه زياتوي: "موږ ته حکومت وويل چې په تاسو کې ازبک دي، تاجک دي او نور ترهګر دي. موږ قرباني ورکړه. کورونه مو ورته خالي کړه او سيمه مو ورته پرېښووله، خو څه وشول؟ نه يې ازبک وواژه، نه يې تاجک وواژه، يوازې يې زموږ کورونه، مارکېټونه او بازارونه ړنګ کړل."

په خيبر پښتونخوا کې د واکمن ايالتي ګوند په ګډون زياتره سياسي ګوندونو د نويو پوځي عملياتو پرضد خبري او ولسي غونډې کړې دي.

په پېښور کې "قبايلي امن جرګې"، په اورکزيو قبايلي ولسوالۍ کې "د اورکزو حقونو غورځنګ" او په شمالي وزيرستان کې د بېلا بېلو سياسي ګوندونو او ولسونو مشرانو تر څنګ په يوشمېر نورو قبايلي سيمو کې هم سياسي، مذهبي او ولسي مشرانو او ځايي خلکو د پاکستان د حکومت له خوا د "عزم استحکام" په نوم د نویو پوځي عملیاتو پرېکړه رد کړې ده.

د نويو پوځي عملياتو له اعلان او غبرګونونو وروسته، د چنګاښ پر څلورمه د پاکستان د صدراعظم دفتر په يوه خبرپاڼه کې د سپيناوي په توګه وليکل چې نوي پوځي عمليات به د پخوانيو په څېر نه وي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې وه چې د عملياتو پر مهال به په دومره پراخه کچه جګړه نه کېږي چې خلک بې کورۍ ته اړ کړل شي.