پاکستان په خیبر پښتونخوا کې د عملیاتو لپاره د سیاسي ګوندونو د ملاتړ هڅه کوي

اسلام آباد کې د سياسي چارو شننوونکي وايي د پاکستان پوځ هڅه څه موده وړاندې د عملیاتو پریکړه کړې وه، خو حکومت، سیاسی ګوندونو او ولس یې د نه ملاتړ هوډ څرګند کړ ځکه خو پوځ دې ته اړ شو چی خپله اراده پریږدی.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکواداره (ای اېس پي ار) وايي چې د پوځ لوی درستیز جنرال سيد عاصم منير د جنورۍ ۱۳ (مرغومي ۲۵) په پيښور کې د خېبر پښتونخوا د بېلا بېلو سیاسي ګوندونو له مشرانو سره د لیدو پرمهال ویلي چې په هېواد کې د امنیت ورانونکو ته به پرېکنده ځواب وايي.

پښتون ژغورنې غورځنګ، ځینې سیاسي ګوندونو او د پاکستان ځینو ورځپاڼو لیکلي چې د پوځ مشر یوځل بیا د پوځي عملیاتو لپاره د خیبرپښتونخوا له ایالتي حکومته او سیاسي ګوندونو د مرستې ترلاسه کولو هڅې کوي. خو په دې کې مشکل دا دی چې سیاسي ګوندونه به د ولس بې ځایه کیدو ته په ګرانه غاړه کښېږدي.

د خیبر پښتونخوا والي فیصل کنډي هم له رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي چې پوخ د هېڅ عملیاتو تکل نه لري: "د پوځي عملیاتو کولو خبره نه ده شوې خو هغه خلک چې په دې ملک کې ناامني جوړوي او ورانکاري کوي، د هغوي پروړاندې به هرومرو کاروايي کېږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د پښتون قامي عدالت په رسمي اېکس پاڼه لیکلي دي چې پوځ تر دې وړاندې هم په پښتونخوا کې د "عزم استحکام" په نامه د پوځي عملیات کولو پلان لرلو خو د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو کې یې له ولسي پاڅونونو، جرګو او احتجاجونو وروسته هغه ځنډولی و خو اوس یې بیا پیلوي۔

په اسلام آباد کې د سياسي او سيمه ايزو چارو شننوونکی عبدالهادي مايار وايي پوځ د دا رنګه عملياتو هڅه څه موده وړاندې هم کړی وه خو حکومت، سیاسی ګوندونو او ولس یې د نه ملاتړ هوډ څرګند کړ ځکه خو پوځ دې ته اړ شو چی خپله اراده پریږدی.

نوموړي زياته کړه "خو دغه تګلاره هم د ناڅرګنده وجوهانو په بنیاد هغه وخت بدله کړل شوه چې د تیرې میاشتې په پای کې پوځ د افغانستان په پکتیکا ولایت کې د تحریک طالبان پاکستان په پټو ځایونو هوائي برید وکړ".

په پېښور کې خبريال او شننونکی فخر کاکاخيل د لوی درستیز او سياسیونو د دې ناستې په اړه وايي چې د پوځ مشر ټولو سياسیونو ته دا خبره څرګنده کړه چې هغوی د هېڅ ډول عملیاتو اراده نه لري خو د خیبر پښتونخوا په جنوبي ولسواليو کې د ایالتي حکومت فعالیتونه بېخي ختم شوي او د ترهه ګرو حضور پراخه شوی دی.

نوموړي امريکا غږ ته وويل: "دا خبره په خاصه توګه وشوه چې د ترهه ګرو پرضد به هدفي عمليات د پخوا په څېر اوس هم روان وي خو بايد ټولې سياسي ډلې د پښتونخوا د امن په خاطر خپلمينځني اختلافات پرېږدي او په يوه اتفاق شي ځکه چې دا جنګ يواځې د امنيتي ځواکونو نه دی بلکه دا د پښتونخوا د بقا جنګ دی او پر پښتونخوا چې کوم اور بل دی هغه به ولس، پوځ، پوليسو او امنيتي ځواکونو په مرسته وژني۔"

د پاکستان مرکزي حکومت د ۲۰۲۴ کال د جون پر ۲۲مه په هغه هېواد کې د وسلوالو پرضد د عزم استحکام په نامه د پوځي عملیاتو منظوري‌ ورکړې وه. خو د سیاسي ګوندونواوعام ولس لخوا تر سخت غبرګون وروسته حکومت ویلي ول چې دا عملیات به د پخوانیو هغو په څېر خلک نه بې کوره کوي بلکې د دوی په وینا دا عملیات به هدفي وي.