د لاس رسي وړ اتصالات

د جنوبي وزیرستان د درې مسید جرګه: د پاکستان پوځ ډاډ راکړ چې زموږ سیمو کې به عملیات نه کوي


تصوی: ارشیف
تصوی: ارشیف

د جنوبي وزیرستان درې مسید جرګه ادعا کوي چې د پاکستان د پوځ چارواکو ډاډ ورکړی دی چې په سیمو کې به یې نور عمليات نه کوي، خلک به نه بې کوره کوي او د ولسي وګړو پر کورونو به د توپ ډزې نه کوي.

د هغې جرګې يوه مخور مشر مولانا صالح شاه د جنورۍ پر ۱۲مه (مرغومي ۲۳) امریکا غږ ته وويل چې د جنوبي وزیرستان په سره روغه کې یې د پاکستان د پوځ له چارواکو سره لیدلي او هغوی یې غوښتنې منلې دي.

نوموړي وویل، د درې مسید جرګې ځینې غوښتنې دا وې چې "په جنوبي وزیرستان کې به د پاکستان پوځ نورعمليات نه کوي. د سیمې ځنګلونه به نه وهي، د سیمې پر شتمنیو به بلڅوک قبضه نه کوي، ځايي ولسونه به یې نه بې کوره کوي، د ځینو سیمو لکه مکین بې کوره شوي‌ خلک به خپلو مېنو ته ستنوي، د ملکي خلکو پر کورونو به د توپ ډزونه نه کوي او د پښتون ژغورنې غورځنګ د ځینو غړيو پرضد به پولیس پرچې (اېف ای ار) نه کاږي."

تر اوسه د پاکستان پوځ او د جنوبي وزیرستان انتظامیې په دې اړه څه نه دي ويلي. خو تر دې مخکې حکومت ويلي وو چې په بېلابېلو ځایونو کې یې پوځي هدفي عمليات پيل کړي دي، چې پرضد یې د درې مسیدو مشرانو د جنورۍ پر ۱۰ (مرغومي ۲۲) د خیبر پښتونخوا د جنوب پلو په ټانګ ښارګوټي کې جرګه وکړه او پرېکړه یې وکړه چې په خپلو سیمو کې د پاکستان پوځي عملیات نه مني.

او غوښتنه یې کړې ده چې د جنوبي وزیرستان ځنګلونه د ځايي ولس شتمني ده او پوځونه یا نوره انتظامیه دې یې له بې درېغه پرېکولو څخه ډډه وکړي.

د جرګې ګډونوالو وویل چې د سیمې امنیت باوري کول د ریاست ذمه واري ده او د پوځي عملیاتو په نامه له سیمې او کلیو څخه د خلکو ایستل نه مني او پرضد به یې احتجاجونه پیلوي.

په تېرو وختونو کې هم د پوځي عملیاتو پر مهال ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده او د بېلابېلو ضلعو خلکو ګیله کړې چې امنیتي ځواکونه یې د لټون عملیاتو پر مهال ځوروي. خو د پاکستان امنیتي ادارو چارواکو په وار وار ویلي چې د خپلو پوځي عملیاتو پرمهال د ولسي وګړو خوندیتوب ته ډېر زیات پام کوي.

جنوبي وزیرستان له افغانستان سره پر ډیورنډ کرښه پروت د خیبر پښتونخوا ضلع ده چې زښته ډېر ځنګلونه او زیاتې طبعي سرچینې لري خو له تېرو څه نا څه دوو لسیزو راهیسې پوځي عملیاتو او ترهګرۍ زښته ډېر ځپلې دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG