د پاکستان پوځ په وزيرستان کې د اتو وسله والو د وژلو ادعا کړې

په وروستيو کې د شمالي وزیرستان اوجنوبي وزیرستان په ګډون د خيبر پښتونخوا يوشمېر سيمو کې د ناامنۍ پېښې زياتې شوې چې د ناامنۍ د دې څپې پرضد ځايي ولسونو پراخ لاريونونه، پرلتونه او جرګې هم کړې دي.

د پاکستان پوځ ادعا کړې چې د خيبر پښتونخوا ايالت په شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان کې يې د عملياتو پر مهال اته مشکوک وسله وال وژلي دي.

د شمالي وزيرستان امنيتي چارواکو د سپټمبر پر لومړۍ نېټه (وږي ۱۱) رسنيو ته ويلي چې وسله والو د اګست پر ۳۱مه (وږي ۱۰) د شپې مهال له غره څخه پر میرامشا چاوڼۍ توغندی وتوغاوه چې په نتيجه کې يې دوه عسکر ژوبل شول.

چاوراکي زياتوي چې پوځ د استخباراتي معلوماتو پر اساس د هغې قبايلي ولسوالۍ په رزمک سيمه کې عملیات وکړل او پنځه مشکوک وسله وال يې ووژل.

بل خوا چارواکي وايي چې د اګست پر ۳۱مه (وږي ۱۰) د جنوبي وزیرستان په تیارزه سيمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ جنګ کې درې مشکوک وسله وال وژل شوي دي.

چارواکو امنيتي سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اوښتو په اړه لا څه نه دي ویلي، او دا يې هم نه ده په ډاګه ګړې چې په شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان کې يې د کومې وسله والې ډلې غړي وژلي دي.

تر اوسه وسله والو ډلو د پوځ د اعاو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

په دا وروستيو کې د شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان په ګډون د خيبر پښتونخوا په يوشمېر سيمو کې د ناامنۍ پېښې زياتې شوې دي. د ناامنۍ د دې څپې پرضد ځايي ولسونو پراخ لاريونونه، پرلتونه او جرګې هم کړې دي.

خو د پاکستان حکومت او امنیتي ځواکونه وايي چې د امنیت د ټینګښت لپاره یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی او پکې وخت په وخت وسله والو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي.