د امریکا، جاپان او جنوبي کوریا له تمریناتو وروسته شمالي کوریا بالاستیک توغندي وار کړي

عکس: آرشیف

د جنوبي کوریا پوځ وایي چې شمالي کوریا په سیمه ایز وخت دوشنبه جولای لومړۍ (چنګاښ ۱۱) د ختیځ ساحل څخه د لنډ واټن بالاستیک توغندی سمندر خوا ته وار کړی.

ددې توغندي واریدو څخه یوه ورځ وړاندې پیونګ یانګ هوډ څرګند کړی و چې د جنوبي کوریا، متحده ایالاتو او جاپان پوځونو تر منځ ګډو پوځي تمریناتو ته به "تند او حیرانوونکی" غبرګون وښیي.

د جنوبي کوریا د پوځ لوی درستیز په یوې اعلامیې کې ویلي چې شمالي کوریا دا توغندی په سیمه ایز وخت د سهار په پنځو بجو او پنځو دقیقو د جنوب لویدیځ جانګیون ښارګوټي څخه وار کړی.

د سیول چارواکو همدارنګه ویلی چې د لومړي توغندي واریدو څخه یوازې ۱۰ دقیقې وروسته یې د یو بل توغندي واریدل هم کشف کړي او داسې څرګندیږي چې شمالي کوریا ښایي دوه بالاستیک توغندي وار کړي وي.

د جنوبي کوریا پوځ ویلي چې د شمالي کوریا د توغندیو واریدو څخه وروسته یې د تیارسۍ چارې لا قوي کړي او پدې هکله تازه معلومات د متحده ایالاتو او جاپان سره شریک کړیدي.

شمالی کوریا دا توغندي پداسې حال کې توغولي چې دوه ورځې وړاندې پدې سیمې کې د جنوبي کوریا، امریکا او جاپان پوځ ګډ پوځي تمرینات وکړل.

د دې دریو واړو هیوادونو د دفاع وزیرانو د جون میاشتې په سر کې په سنګاپور کې تر غونډې وروسته پدې نظامي تمریناتو موافقه کړې وه چې په هوا، سمندر او سایبري فضا کې د دریو واړو هیوادونو عملیاتي چمتوالي لپاره کیږي.

متحده ایالاتو د Theodore Roosevelt په نامه جنګي کښتۍ شمالي کوریا ته استولې وه چې پدې پوځي تمریناتو کې برخه واخلي.

د جنوبي کوریا پوځ ویلي چې د متحده ایالاتو دې جنګي کښتۍ رسیدل د متحدینو قوي دفاعي چمتوالی څرګندوي او د شمالي کوریا ګواښونو ته د ځواب ویلو لپاره "جدي لیوالتیا" ښیي.

د امریکا دې جنګي کښتۍ څخه تقریباً اووه میاشتې وړاندې د USS Carl Vinson په نامه د امریکا یوه بله جنګي کښتۍ هم شمالي کوریا ته د ځواک ښودلو لپاره د جنوبي کوریا اوبو ته رسیدلې وه.

د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې چې د یکشنبې په ورځ یې خپره کړې د امریکا، جاپان او جنوبي کوریا ګډ پوځي تمرینات چې د "آزادۍ ژۍ" نوم ورکړل شوی، په سختو ټکو غندلي دي.

په اعلامیې کې ویل شوي چې دې نظامي تمریناتو د کوریا په ټاپو کې امنیتي چاپیریال خراب کړی او دا عملیات یې په آسیا کې د ناټو بڼه یاده کړې.

په اعلامیې کې همدارنګه شمالي کوریا ویلي چې د سیمې امنیت او دولت خودمختارۍ، امنیت او ګټو څخه به په ټینګه دفاع کوي.