نتنیاهو په لبنان کې د اوربند کیدل رد کړي؛ حزب الله وایي بریدونه پراخوي

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو سه شنبه اکټوبر ۱۵ ( تلې ۲۴) په لبنان کې د حزب الله وسله والې ډلې سره د اوربند نظریه رد کړله ځکه ټینګار کوي چې پدې سره به یو ځل بیا د اسرائیل په شمال کې دا وسله واله ډله پاتې شي.

نتنیاهو د فرانسې جمهور رئیس ایمانیول مکرون سره په ټیلیفوني خبرو کې د یو اړخیز اوربند سره ځکه مخالفت څرګند کړی چې په وینا یې د لبنان په امنیتي وضعیت کې د بدلون سبب نه کیږي او که اوربند وشي په سیمې کې به حالت د پخوا په شان پاتې شي.

پخپله نیتنیاهو او پوځ یې پدې ټینګار کوي چې د لبنان – اسرائیل په شمالي سرحد کې باید حایله سیمه جوړه شي چې د حزب الله وسله وال پکې د پاتې کیدو هیڅ ځای ونلري.

په یوې اعلامیې کې چې د نیتنیاهو د دفتر لخوا د دې خبرو په هکله خپره شوې راغلي چې صدراعظم نتنیاهو د فرانسې د جمهور رئیس بنیامین نیتناهو سره په خبرو کې دا واضح کړې چې "اسرائیل به داسې موافقه ونکړي چې د حایلې سیمې جوړیدو لپاره زمین سازي ونکړي او د حزب الله ډله لدې منع نکړي چې بیرته راټول او په وسلو سمبال شي".

که له یوې خوا د اسرائیل صدراعظم په لبنان کې د حزب الله سره د اوربند کیدل رد کړي، ها خوا بیا ددې ډلې مرستیال نعیم قاسم په یوې تلویزیوني وینا کې ویلي چې د شخړې پای ته رسیدو یوازینی حل اوربند دی خو تر څنګ یې دا خبرداری هم ورکړی چې په اسرائیل د توغندیو بریدونو لمن به پراخه کاندي.

ښاغلي قاسم پخپلو خبرو کې وویل، " دا چې د اسرائیل دښمن په ټول لبنان بریدونه کړي، مونږ د دفاعي موقف له مخې حق لرو چې په اسرائیل کې هر ځای په نښه کړو".

د اسرائیل پوځ په سیمه ایز وخت چارشنبه ویلي چې د لبنان له لوري د دې هیواد په شمالي برخې باندې لږ تر لږه ۵۰ مرمۍ وارې شوي خو پدې برید کې د مرګ ژوبلې او زیان په هکله یې څه ندي ویلي.

د حزب الله وسله والو چې ایران یې تر شاه ولاړ دی، بیا ویلي چې د اسرائیل په شمال کې د سالوو توغندي وار کړي او د صفید ښارګوټی یې په نښه کړی و.

په عین حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند میتیو میلر د سه شنبې په ورځ په خبري کنفرانس کې وویل چې په لبنان کې د اسرائیل د بریدونو بڼې سره واشنګټن مخالفت لري.

د دې تر څنګ د متحده ایالاتو د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو د همدې تیرې یکشنبې په ورځ د اسرائیل دفاع وزیر ته په یو لیک کې خبرداری ورکړی که په غزې کې د بشري مرستو چارو ښه کولو لپاره اقدام ونکړي، پدې هیواد به نظامي مرستې وځنډوي.

د لبنان د عامې روغتیا وزارت وایي چې د تیرې میاشتې راهیسې چې اسرائیل پدې هیواد باندې بمبارۍ پیل کړي، تر دې دمه پکې لږ تر لږه ۱۳۵۶ تنه وژل شوي او ښایي دا شمیر تر دې هم ډیر وي.

ملګرو ملتونو بیا ویلي چې د جګړو له کبله په لبنان کې دننه نږدې ۷ سوه زره خلک بې ځایه شویدي