د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: تیرو ۳ اونیو کې په لبنان کې څه باندې ۴۰۰ زره ماشومان بې ځایه شوي


ملګرو ملتونو دوشنبه اکټوبر ۱۴ ( تلې ۲۳مه) ویلي چې په لبنان کې پدې تیرو دریو اوونیو کې چې د اسرائیل – حزب الله وسله والې ډلې تر منځ جګړه پیل شوې، څه باندې څلور سوه زره ماشومان پکې بې ځایه شویدي.

د بشري کړنو په چارو کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق ( یونسیف) د اجرائیوي رئیس مرستیال، ټیډ چیبان دا څرګندونې په لبنان کې د ښوونځیو تر کتلو وروسته کړي چې د جګړو له کبله بې ځایه شوي کسانو پکې پنا اخیستې ده.

ښاغلي چیبان په بیروت کې د اې پي خبري اژانس ته وویل، " څه شي چې ما ته ټکان راکړی دا دی چې د دې جګړې درې اوونۍ کیږي او په دومره ډیر شمیر ماشومانو یې اغیز کړی".

د ملګرو ملتونو دې جګپوړي چارواکي زیاته کړه چې په لبنان کې د جګړې له کبله ۱.۲ میلیونه ماشومان له تعلیم بې برخې شوي، عامه ښوونځیو ته لاسرسی نلري، ښوونځي یا په جګړې کې ویجاړ شوي او یا د بې ځایه شویو خلکو لپاره په سرپنا بدل شویدي.

هغه خبرداری ورکړ چې په لبنان کې د جګړې له کبله دا خطر شته چې دا کوچنی هیواد به د یو نسل له لاسه ورکولو سره مخ شي.

د اسرائیل پوځ پدې تیرو څو اوونیو کې په لبنان کې د حزب الله وسله والو په خلاف عملیات سخت کړي او سره لدې چې دوي دواړو د تیر یو کال راهیسې د توغندیو او نور بریدونه کول، خو د اسرائیل پوځ د محدودو عملیاتو کولو لپاره لبنان ته ننوتل.

په لبنان کې د جګړې له کبله ۱.۲ میلیونه وګړي بې ځایه شوي او اکثریت یې د بیروت ښار او یا د هیواد شمالي برخو ته کډه شویدي.

په لبنان باندې د اسرائیل په هوایي بریدونو کې تر دې دمه څه باندې ۲۳۰۰ کسان وژل شویدي او د دې هیواد د عامې روغتیا وزارت ویلي چې یوازې ۷۵ په سلو کې یې همدا تیره میاشت وژل شوي.

د یونیسف مرستیال همدارنګه ویلي چې په همدې تیرو دریو اوونیو کې څه باندې ۱۰۰ ماشومان هم په جګړو کې وژل شوي او تر ۸۰۰ ډیر ټپي شویدي.

هغه زیاته کړه چې بې ځایه شوي ماشومان پداسې سرپناوو کې اچول شوي چې له اندازې ډیر خلک پکې اچول شوي او په یو ټولګي کې دوه یا درې کورنۍ ځای پر ځای شوي او د ۱۰۰۰ وګړي لپاره یوازې ۱۲ تشنابونه دي چې ځیني یې کار هم نکوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG