فایق: افغانستان کې د 'طالبانو جهادي مدرسې' افراطیت او تروریزم ته وده ورکوي

افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال اګست د میاشتې دمخه په ټول دغه هیواد کې تر ۵۰۰۰ پورې دیني مدرسې موجودې وې، خو په تیرو څه باندې دریو کلنو کې ددغو مدرسو شمیر څلور چنده زیات شوی دی.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د ماموریت سرپرست نصیر احمد فایق په دغه هیواد کې د طالبانو د جهادي مدرسو په زیاتیدو اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې دا ډول مدرسې افغانستان کې افراطیت او تروریزم ته وده ورکوي.

نصیر احمد فایق د بشري حقونو په تړاو د ملګرو ملتونو ۷۹ عمومي غوندې درېیمې ناستې ته په وینا کې ویلي چې دغه مدرسې د اسلامي واقعي مطالعاتو څخه د ناسم تفسیر په وړاندې کولو سره په قصدي ډول د "طالبان کولو او افراطیت" او د عصري علومو په حذفولو باندې تمرکز کوي.

نصیر احمد فایق د چهارشنبې په ورځ ناوخته اکتوبر ۲۳ (لړم دوېیم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې دغې غونډې ته د خپلې وینا متن خپور کړی چې په کې ویل شوي: "په زیاتیدونکي ډول دا ویره شته چې دغه جهادي مدرسې افراطیت او تروریزم پیاوړی کوي او حتی د طالبانو په لیکو کې د قوتونو د حذبولو په توګه عمل کوي چې د افغانستان او د سیمې د لا بې ثباتې سبب ګرځي".

ښاغلي فایق ټولو نجونو او هلکانو ته د کفیت لرونکو یو برابر زده کړو ته لاس رسی او د امکاناتو په چمتو کولو باندې ټینګار کړی او ویلي دي چې د طالبانو له خوا د عصري ښوونځیو پرځای د جهادي مدرسو د سیستم رامنځ ته کول د هغې د ژورې اندیښنې سبب شوي دي.

په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې دمخه په ټول دغه هیواد کې تر ۵۰۰۰ پورې دیني مدرسې موجودې وې، خو واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته په تیرو څه باندې دریو کلنو کې د یوې خوا ددغو مدرسو شمیر څلور چنده زیات شوی او د بلې خوا طالبانو د افغانستان د ښوونځیو د زده کړو نصاب هم بدلولو ته مخه کړې ده.

د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت مرستیال کرامت الله اخندزاده د روان ۲۰۲۴ کال د سپتمبر په میاشت کې په یوې خبري غونډې کې وویل: "په تېر کال کې لږ تر لږه یو میلیون ماشومان د دیني زده کړو لپاره په مدرسو کې شامل شوي دي."

په افغانستان کې د راجستر شویو مدرسو شمېر له ۲۱۰۰۰ اوښتی چې سږ کال په دغو مدرسو کې د شاملو زده کوونکو شمیر ۳.۶ میلیونو ته رسیدلی دی.

دا وضعیت د افغانستان په تعلیمي ډګر کې بدلون ښيي چیرې چې د مدرسو شمېر د ښوونځیو له شمېر څخه اوښتی دی. په افغانستان کې د دولتي او خصوصي ښوونځیو مجموعي شمېر د ۱۸۰۰۰ په شاوخوا کې ښودل شوی دی.

د بشري حقونو د سرغړونو په اړه اندیښنې

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د ماموریت سرپرست نصیر احمد فایق د ملګرو ملتونو ۷۹ عمومي غوندې درېیمې ناستې ته په خپله وینا کې په افغانستان کې دناسم بشري وضعیت په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د بشري وضعیت په اړه هم ژوره اندیښنه څرګنده کړې او ویلي دي چې د طالبانو د ځپوونکو سیاستونو له امله افغانستان د ژور بشري بحران سره مخ شوی دی.

هغه ویلي: "د طالبانو د واکمنۍ څخه درې کاله وروسته دا هیواد [افغانستان] په ټولو برخو کې، بشري حقونو، انساني، ټولنیز، اقتصادي او سیاسي برخو کې د ژور بحران سره مخ دی. د ظلم پراساس بنسټزه شوې حکومتداري چې د طالبانو د سړیو تر واک لاندې د ویرې او څنډې کولو پراساس عملي کیږي...په ځانګړي ډول د ښځو او نجونواو څنډې ته شویو ټولنو لپاره".

نصیراحمد فایق ویلي چې اوس مهال ښځې په سیستماتیک ډول د عام ژوند څنډې ته شوي او همداشان له زده کړو د نجونومحرومیدلو سره افغانستان په نړۍ کې د یوازیني هیواد په توګه چې په کې د ټولنې دغه قشر ته د زده کړو اجازه نه ورکول کیږی بدل کړی دی.

نصیر احمد فایق چې د پخواني جمهوري رژیم پر مهال په ملګرو ملتونوکې د افغانستان په ماموریت کې د لوړپوړې دپلومات په توګه ګمارل شوی ددغه حکومت د ړنګیدو څخه د څه باندې دریو کلنو په تیریدو لا هم ددغه ماموریت د سرپرست په توګه کارته دوام ورکوي.

هغه په دغه وینا کې ویلي چې د طالبانو سیاستونه د افغانستان د خلکو ارزښتونه او واقعي اسلامي ارزښتونه نه منعکس کوي او په دې اقداماتو سره د بشري حقونو په تړاو نړیوالو کنوانسیونونو او تړونونو پر وړاندې چې افغانستان له خوا لاسلیک شوي ورڅخه سرغړونه کوي.

په تیرو څه باندې دریو کلنو موده کې طالبانو په پرله پسې ډول د ښخو او نجونو د زده کړو او کار د حقونو په ګډون په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونو باندې په برله پسې ډول بندیزونه لګولي دي. خو د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده له خوا د امربالمعروف او نهی عن المنکر د نوي قانون د توشیح وروسته د اګست میاشتې په ۲۱ دا قانون په افغانستان کې نافذ شو چې د ښځو او نجونو په ګډون د افغانانو د بشري حقونو د سرغړونو په برخه کې یې د طالبانو کړنو ته قانوني بڼه ورکړې ده.