د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: افغانستان کې څه باندې ۲۱ زره دیني زده کړو مرکزونه او څه باندې ۱۸ زره ښوونځي فعال دي


د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت ویلي چې په افغانستان کې په لومړي ځل د ښوونځیو پرتله د دیني مدرسو شمیر زیات شوی او اوس مهال په دغو مدرسو کې څه باندې درې میلیونه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.
د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت ویلي چې په افغانستان کې په لومړي ځل د ښوونځیو پرتله د دیني مدرسو شمیر زیات شوی او اوس مهال په دغو مدرسو کې څه باندې درې میلیونه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.

د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت د راپور له مخې افغانستان کې په لومړي ځل د ښوونځیو د شمیر څخه د دیني زده کړو د مدرسو او روزنیزو مرکزونو شمیر زیات شوی او په دغه هیواد کې اوس مهال د څه باندې ۱۹ زرو مدرسو په ګډون ۲۱۲۵۷ دينې زده کړو مرکزونه او ۱۸۳۳۷ دولتي او خصوصي ښوونځي فعال دي.

ددغه وزارت یو شمیر چارواکو د چهارشنبې په ورځ سپټمبر ۱۱( وږي ۲۱) د طالبانو د حکومت له خوا د رسنیو له لارې ملت ته د ځواب ویلو د پروګرام په لړ کې خبریالانو ته وویل چې اوس مهال په دیني مدرسو او اسلامي زده کړو مرکزونو کې درې میلیونه ۶۸۷ زره او ۲۰۰ تنه په زده کړو بوخت دي.

ددغه وزارت د اسلامي تعلیماتو مرستیال مولوي کرامت الله اخوندزاده خبریالانو ته وویل چې ددغه شمیر څه باندې یو میلیون زده کوونکي په تیرو ۱۲ میاشتو کې دیني زده کړو مرکزونو او مدرسو ته جذب شوي دي.

هغه وویل: "د هېواد په کچه په ۱۹۶۶۹ مدرسو، ۱۲۷۷ دارالحفاظونو، ۱۱۵ دارالعلومونو او ۳۹ دارالایتامونو په ګډون د اسلامي زده کړو ۲۱۲۵۷ مرکزونه جوړ شوي، چې ۳ میلیونه ۶۸۷ زره او ۲۰۰ تنه پکې په اسلامي زده کړو بوخت دي".

مولوي کرامت الله اخوندزاده وویل چې اوس مهال په افغانستان کې لس میلیونه او ۹۱۴ زره زده کوونکي په ۱۸۳۳۷ دولتي او خصوصي ښوونځیو کې په زده کړو بوخت دي. هغه وویل چې ددغه شمیر یو میلیون ۴۴۵ زره او ۸۴۰ تنه نوي زده کوونکي په دې ښوونځیو کې جذب شوي دي.

هغه وویل چې د پوهنې وزارت په تشکیلاتو کې د دیني زده کړو د تدریس لپاره د استادانو د جذبولو لپاره ۸۷ زره نوي بستونه زیات شوي او تراوسه ددغو بستونو له لارې تر ۵۰ زرو پورې ښوونکي کمارل شوي او د نورو د ګمارنې چارې روانې دي. همداشان هغه وویل چې په تیرو ۱۲ میاشتو کې په زرګونو دیني عالمانو څخه د علمي سویې د معلومولو لپاره ازموینې اخیستل شوي او څه باندې ۹۰۰۰ طالبان د ۱۲ او ۱۴ ټولګیو د فارغانو په توګه ثبت شوي دي. همداشان ۴۷۰۰ طالبان د لوړو زده کړو په موسسو کې شامل شوي دي.

د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت دغو چارواکو په افغانستان کې د دیني زده کړو مرکزونو د زیاتیدو په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، د بشري حقونو یو شمیر نړیوالو سازمانو په دغه هیواد کې د طالبانو ترواک لاندې د اسلامي سخت دریځۍ په خپریدو ژوره اندیښنه ښودلې ده. ځینو نړیوالو سازمانو اندیښنه ښودلې چې په افغانستان کې د دیني ښوونې او روزنې د مرکزونو پراختیدل به ددغه هیواد ګاونډیو هیوادونو ته هم د سخت دریځئ فعالیتونه پراخه کړي.

د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت چارواکو خبریالانو ته وویل چې دغه وزارت په تېر یوه کال کې د درسي کتابونو او مفرداتو د بیا کتنې او اصلاح او په تعلیمي بنسټونو کې د خدمتونو وړاندې کولو د کیفیت ارزونې برخه کې پرله پسې هڅې کړې او تر شپږم ټولګي پورې یې نوی درسي نصاب بشپړ کړی دی

دغو چارواکو په افغانستان کې د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې د نجونو د زده کړو د پیلیدو په اړه خبریالانو ته څه ونه ویل.

د طالبانو حکومت د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت په افغانستان کې د بیا واک ترلاسه کولو وروسته د لومړنۍ دورې پورته دورو کې د نجونو ښوونځي اصلا نه دي پرانیستي او هم یې د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په وروستۍ اونۍ کې په پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسو کې هم د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.

ملګرو ملتونو په ګډون یو زیات شمیر د بشري حقونو نړیوالو سازمانو په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ښځو اونجونو پر زده کړو د بندیز پریکړه په سختو ټکو غندلې او ددغې ډلې حکومت یې د جنسیت پر بنسټ په توبیري چلند تورن کړی دی.

ملګرو ملتونو ویلي چې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هیواد دی چې په کې په رسمي ‌ډول د نجونو او ښځو پر زده کړو د حاکمو چارواکو له خوا بندیز لګیدلی دی.

خو د طالبانو د حکومت چارواکو په پرله پسې ډول ویلي چې په افغانستان کې د نجونوپر زده کړو بندیز دایمي نه دي. ددغه حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد کابل کې یو خبري کنفرانس ته په وینا کې ویلي و چې د ښځو او نجونو د زده کړومسله د افغانستان کورنۍ ستونزه ده او طالبان هڅه کوي چې دغې ستونزې ته د حل لار ولټوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG