د لاس رسي وړ اتصالات

د ۱۴۰۳ کال د کانکور د ازموینې پایلې اعلان شوې


د طالبانو د حکومت د ازموینو ملي ادارې د جوزا د میاشتې په ۱۷ په پنځه پړاونو کې د۱۲ ټولګي د فارغ شویو هلکانو څخه د کانکور د اخیستلو لړۍ پیل کړې وه چې دا لړۍ تیره اونۍ پاې ته ورسیده.
د طالبانو د حکومت د ازموینو ملي ادارې د جوزا د میاشتې په ۱۷ په پنځه پړاونو کې د۱۲ ټولګي د فارغ شویو هلکانو څخه د کانکور د اخیستلو لړۍ پیل کړې وه چې دا لړۍ تیره اونۍ پاې ته ورسیده.

د طالبانو حکومت د یکشنبې په ورځ جولاۍ ۲۱ ( چنګاښ ۳۱) د ۱۴۰۳ لمریز کال د کانکور د ازموینې پایلې چې د تیر په څیر یوازې هلکانو په کې ګډون کړی وو اعلان کړې.

د کانکور د ازموینې د اعلان شویو پایلو له مخې د کابل د حبیبیه لیسې د ۱۲ ټولګي فارغ اتل خان رحیمزوی د ۳۵۹.۶۱ نمرو په ترلاسه کولو لومړی مقام ترلاسه کړی او د کابل طبي پوهنتون ته یې لاره موندلې ده.

همداشان سید حامد هاشمي د بلخ ولایت د مهر د خصوصي ښوونځي د ۱۲ ټولکي فارغ د ۳۵۷.۷۱ نمرو په ترلاسه کولو دوېیم مقام ترلاسه کړی او د کابل طبي پوهنتون ته یې لاره موندلې ده.

همدا راز شفیع الله د فراه ولایت د اقرا علم د خصوصي ښوونځي د ۱۲ ټولګي فارغ د ۳۵۷.۲۵ نمرو په ترلاسه کولو درېیم مقام ترلاسه کړی او د هرات ولایت د پوهنتون د طب پوهنځي ته کامیاب شوی دی.

همداشان زین الله یوسفي د ۳۱۵ نمرو په ترلاسه کولو ددیني مدرسو په ازموینه کې لومړی مقام ګټلی او د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي ته یې لاره موندلې ده.

پدې اړه غونډې ته د طالبانو د حکومت د ازموینو د ملي ادارې سرپرست عبدالباقي حقاني وویل چې د ۱۴۰۳ لمریز کال د کانکور په ازموینه کې سږکال ۴۱۲۹۳ تنه د لوړو زده کړو موسسو او ۲۱۴۴ تنه نور د لوړو زده کړو نیمه عالي موسسو ته بریالي شوي دي.

د ازموینو د ملي ادارې سرپرست وویل چې ۳۳۰۱ تنو نورو دیني موسسو ته لاره موندلې ده.

هغه وویل: "په شرایطو برابر ۲۴۰۲۹ کسان دي، بې پایلې ۱۷۷۲۱ کسان لرو، بیا هم د دوېیم ظرفیت لپاره، مونږ ۱۷۷۶۰ کسانو ظرفیت لرو".

عبدالباقي حقاني وویل چې د طالبانو د حکومت د رامنځ ته کیدو وروسته د کانکور هغو دوطلبانو ته چې د کامیابۍ نمره اخلي او بې پایلې پاتې کیږي ورته د دوېیم ځل لپاره فرصت ورکول کیږي چې د "دوېیم ظرفیت" په چوګاټ کې بیا د خپلو نمبرو پراساس د رشتې انتخاب ولري.

د سیاسي چارو لپاره د ریاست الوزرا مرستیال مولوي عبدالکبیر د ۱۴۰۳ لمریز کال د کانکور د ازموینې د پایلو په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل چې د کانکور په ازموینه کې قومي او ژبني مسایل هیڅ رول نلري، بلکې د هغه په وینا د کانکور د ازموینې پایلې د ګډون کوونکو د پوهې پر اساس ټاکل کیږي.

همدې غونډې ته د ریاست الوزرا اداري مرستیال ملا عبدالسلام حنفي وویل چې هغوی چې زحمت یې ایستلی ښه پایلې ترلاسه کوي او هغوی چې په دې ازموینه کې نه دي بریالي شوي باید ناهیلې نشي، بلکې د راتلوونکې ازموینې لپاره چمتوالی ونیسي.

هغه وویل: "ازموینه د پټو استعدادونو او توان څرګندیدو مهمه وسیله ده. زه هغو کسانو ته چې په دې لاره کې موفق وو، د هغوی کورنیو او ټول ملت ته مبارکي ورکوم".

همداشان ښاغلي حنفي وویل چې افغانستان د پرمختګ لپاره پوه او مسلکي ځوانانو ته په هره برخه کې اړتیا لري.

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم دې غونډې ته په وینا کې وویل: "زه هغو ځوانانو ته چې د کانکور په ازموینه کې یې برخه اخیستې ده ډاډ ورکوم چې د لوړو زده کړو وزارت ستاسو د پرمختګ لپاره په علمي ډګر کې زیات ترتیبات نیولي دي".

د ۱۴۰۳ کال د کانکور د ازموینې پایلې په داسې حال کې اعلان شوې چې په سلګونو زره نجونې د درېیم پرله پسې حال لپاره په دې ازموینه کې له ګډون څخه محرومې شوي دي.

طالبانو پر افغانستان باندې بیا واک ته د رسیدلو وروسته په تیرو دریو کلنو کې د لومړنۍ دورې پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی او هم يې په پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسو کې نجونې او ښځې له زده کړو منع کړي دي.

ددې دمخه د طالبانو د حکومت د ازموینو د ملي ادارې رئیس ویلي و، چې د نجونو څخه د کانکور د ازموینې اخیستل ددې ادارې کار نه دي، بلکې په دې اړه پریکړه د پوهنې او لوړو زده کړو د وزارتونو پورې تړاو لري.

د ۱۴۰۲ لمریز کال د کانکور په ازموینه کې چې هغه هم د نجونو د ګډون پرته ترسره شوې وه ۸۴ زره او ۲۳۴ هلکانو ګډون کړی وو، چې ددې له ډلې ۴۴ زره او ۳۳۶ تنه پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو ته بریالي شوي وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG