د مکسیکو د دفاع وزارت د چهارشنبې په ورځ اکتوبر دویمه (تله۱۱) وویل چې د دغه هېواد سرتېرو هغه مهال شپږ پناه غوښتونکي په مرمیو ووېشتل او ووژل چې د هغوی موټر له ګزمې څخه وتښتېده.
د مکسیکو دفاع وزارت وايي دا پېښه تېره ورځ له ګواتیمالا سره په سرحد کې د تاپاچولا په سیمه کې شوې ده او ۱۰ نور پناه غوښتونکي ژوبل شوي دي.
د وزارت د معلوماتو په اساس په دغه موټر کې د پاکستان، هند، مصر، نیپال او کیوبا پناه غوښتونکي سپاره وو. خو د مکسیکو مقاماتو د وژل شویو پناه غوښتونکو د هویت په اړه معلومات نه دي ورکړي.
مقامات وايي چې پناه غوښتونکي په هغه موټر کې ناست وو چې دغلته جنایت کوونکې ډلې ترې کار اخلي. د مکسیکو سرتېرو ویلي دي چې هغوی د چاودنې د غږ له اورېدو وروسته ډزې وکړې.
د مکسیکو پوځ خپل دوه سرتېري، چې ډزې یې کړې وې، له دندو شړلي او څارنوالۍ ته یې معرفي کړي دي.
د مکسیکو پوځ دا خبره هم کړې ده چې قانون ته ژمن دي، د عدم معافیت تګلاره به عملي کړي او چمتو دي چې له ملکي مقاماتو سره د پېښې په اړه په تحقیقاتو کې مرسته وکړي.
دوی وایي چې د وژل شویو او ژوبل شویو پناه غوښتونکو د هېوادونو له سفارتونو سره یې تماسونه نیولي او هغوی ته یې په دې اړه معلومات ورکړي دي.
تاپاچولا د مکسیکو په جنوب کې یوه سیمه ده چې پناه غوښتونکي په کې مکسیکو ته داخلېږي او بیا متحدو ایالتونو ته د تګ هڅه کوي.