په مکسیکو کې د اوکراین سفارت د پنجشنبې په ورځ اګست اتمه (زمري ۱۸) د مکسیکو له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې که د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین دغه هېواد ته سفر وکړي، هغه ونیسي.
پوتین د مکسیکو د نوې ټاکل شوې ولسمشرې کلاډیا شینبام د لوړې مراسمو ته بلل شوی دی. د مکسیکو په پلازمېنه کې د اوکراین استازولۍ پوتین "جنګي مجرم" بللی او له مکسیکو څخه یې مننه کړې چې د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي یې د اکتوبر د لومړۍ نیټې مراسمو ته بللی دی.
د اوکراین د سفارت په خبرپاڼه کې ویل شوي: "موږ ډاډمن یو چې د مکسیکو حکومت به په هر صورت کې د پوتین د نیولو نړیوال امر پلی کړی او هغه به د ملګرو ملتونو قضايي څانګې ته وسپاري."
نړیوالې جنايي محکمې د ۲۰۲۳ په مارچ کې، د جنګي جرمونو په تور د پوتین د نیولو حکم صادر کړ.
د ۲۰۲۲ په فبرورۍ کې په اوکراین باندې د مسکو له یرغل وروسته، له اوکراین څخه روسیې ته د ماشومانو د جبري لیږدولو له کبله پر پوتین باندې د جنګي جنایتونو تور پورې شوی دی.
د شینبام په مشرۍ د مکسیکو په راتلونکي حکومت کې د بهرنیو چارو وزیر هوان رامون دیلافوینتي وویل چې د "معیاري پروتوکول" له مخې لازمه ګڼل شوې چې د روسیې او اوکراین په ګډون د ټولو هغو هېوادونو مشران د شینبام د لوړې مراسمو ته وبلل شي چې مکسیکو ورسره ډیپلوماتیکي اړیکې لري.
شینبام د جون په دوهمه د ولسمشرۍ تاریخي ټاکنې وګټلې. هغه د مکسیکو لومړنۍ ولسمشره ده او ټاکل شوې چې د واک شپږ کلنه دوره یې په اکتوبر کې پیل شي.
د نړۍ د نورو مشرانو ترڅنګ پوتین او زیلینسکي هم شینبام ته د هغې د بري مبارکي ویلې ده.
فورم \ دبحث خونه