د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې یو مسافر وړونکی بس چپه شوی او ۷ تنه مړه شوي


د متحده ایالاتو د میسیسیپي ایالت په یوې لویې لارې کې شنبه اګست ۳۱ (وږي لسمه) اووه تنه هغه وخت مړه شول او لسګونه نور ټپي شول چې یو بس موټر په بل مخ واوښت.

د امریکا د لویو لارو پولیسو په یوې اعلامیې کې ویلي چې شپږ مسافر ځای پر ځای مړه شوي او اووم یې بیا په روغتون کې ساه ورکړې ده.

د ملي ترانسپورت خوندیتوب بورډ په یوې اعلامیې کې ویلي چې د مسافر وړونکي دې بس موټر ټایر کار پریښی و او له همدې کبله په بل مخ اوښتی دی.

په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي چې په دې ټکر کې یوازې همدا مسافر وړونکی بس موټر چپه شوی.

د چپه شوي بس د شرکت مسؤلینو ویلي چې د ۲۰ کالونو راهیسې د متحده ایالاتو او مکسیکو تر منځ خلک انتقالوي را انتقالوي. د دې شرکت په ویبسایټ کې ویل شوي چې بسونه یې نوي دي او هره ورځ یې حفظ او مراقبت کیږي.

په پیښې کې مړه شوي کسان لا ندي پیژندل شوي خو چارواکو ویلي چې یو شپږ کلن هلک او ۱۶ کلنه خور یې په دې ټکر کې مړه شوي چې مور یې د هغوي پیژندګلوي کړې ده. چارواکو همدارنګه ویلي چې د نورو کسانو پیژندګلوۍ باندې کار کوي.

پولیسو او د روغتیایي چارو مامورینو ویلي چې د پیښې له ځای څخه ۳۷ تنه روغتون ته وړل شویدي.

پولیسو همدرانګه ویلي چې د بس موټر ټکر په هکله یې پلټنې پیل کړي او نور تر لاسه شوي معلومات به وروسته خپاره کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG