د مسيدو جرګې غړي وايي د پاکستان پوځ پر ولسي کورونو د بريدونو نه کولو ژمنه کړې

‍د مسيدو جرګې ګډونوالو امنيتي چارواکو ته ویلي چې خلک د توپونو اوهاوان د مرميو له لاسه سم خوب هم نه شي کولای او په سيمه کې يې د ناامنۍ له امله کاروبارونه هم اغېزمن شوې دي.

د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت په جنوبي وزیرستان کې د مسيد قوم مشرانو د ناامنۍ او د دغه هېواد د پوځ لخوا د ملکيانو د ځورولو او پر ولسي کورونو د توپونو او د هاوان د مرميو توغولو پرضد جرګه کړې ده.

د مسيد د جرګې يو مشر شېرپاو مسيد وايي چې د ډسېمبر پر ۲۰ (ليندي ۳۰) د بر جنوبي وزيرستان په سره روغه سيمه کې له پوځ سره د جرګې پر مهال امنيتي چارواکو باور ورکړ چې نور به پر ولسي کورونو توپونه او د هاوان مرمۍ نه توغوي.

نوموړي زياته کړه: "ځايي پوځي چارواکو جرګې ته وويل چې د جنوبي وزيرستان د سرحدي ځواکونو مشر امر کړی دی چې په هېڅ صورت به د خلکو پر کورونو راکټونه، توپونه او مارټر ګولې (د هاوان مرمۍ) نه اوروئ."

دا تر هغه وروسته ده چې په دا وروستيو کې د جنوبي وزيرستان په ګډون د خیبر پښتونخوا په قبایلي سيمو کې ځايي خلک وخت په وخت پر ولسي ځایونو د مرمیو او توغندیو د لګېدو شکایتونه کوي. هلته په بېلا بېلو وختونو کې د هاوان د مرميو د توغولو په پېښو کې ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې پرضد یې ځایي ولس په وار وار احتجاجونه کړي دي.

د ډسمبر پر ۱۴ (ليندي ۲۴) هم د بر جنوبي وزيرستان په سره روغه کې مسيد مشرانو د جرګې پر مهال له حکومتي چارواکو څخه په دغه ولسوالۍ کې د امنيت ټينګولو او ولسي کورونو ته د زيان نه رسولو غوښتنه کړې وه.

د ډسمبر پر۲۰ ‍د مسيدو جرګې ځينو ګډونوالو امنيتي چارواکو ته وويل چې خلک د توپونو او د هاوان د مرميو له لاسه سم خوب هم نه شي کولای او په سيمه کې يې د ناامنۍ له امله کاروبارونه هم اغېزمن شوې دي. د هغوی په وينا، ځينې کسان د دغو ناامنيو په پايله کې پر کډه کولو هم مجبور شوي دي.

د جرګې يو مخکښ شاه فيصل غازي وايي چې په جنوبي وزيرستان کې له مودې راهيسې د ملکيانو کورونه په توپونو او د هاوان په مرميو په نښه کېږي. د هغه په وينا، بلخوا امنيتي ځواکونه د عملياتو پر مهال بې ګناه ځايي وګړي ځوروي او نيسي يې.

نوموړي زياته کړه، ولسي مشرانو په وار وار له حکومت او امنيتي ځواکونو څخه د دې کړنو د بندولو غوښتنه کړې ده، خو د ده په وينا، پر حکومتي ژمنو سربېره بيا هم دا ډول کارونه تکرار شوي دي.

په بر جنوبي وزيرستان کې پوځي چارواکو له مسيد جرګې سره د شويو خبرو په اړه لا معلومات له رسنيو سره نه دي شريک کړي خو تر دې وړاندې حکومت او پوځ ويلي چې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسله والو پرضد هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی.