په سوریه کې د کردانو په مشرۍ د امریکا ملاتړ لرونکو ځواکونو دوشنبې دسمبر دوهمه (لیندۍ ۱۲) وویل، د ترکیې پلوه ځواکونو له برید وروسته هڅه کوي چې د حلب له شاوخوا څخه لسګونه زره کردي اوسېدونکي تر خپل کنترول لاندې سیمو ته ولیږدوي.
په سوریه کې په ۲۰۱۱ کال کې د ولسمشر بشارالاسد له خوا د ډیموکراسۍ پلوه مظاهرو د ځپل کېدو راهیسې جګړه روانه ده.
دغه جګړه د وخت په تیریدو سره پراخه شوې، بهرني قدرتونه او جهادي ډلې یې هم خپل لرو ته راکښلي دي او په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۵۰۰ زره کسان وژل شوي او د سوریې نیمایي نفوس له خپلو کورونو بې ځایه شوی دی.
تېره اوونۍ د حيات التحرير الشام جهادي ډلې او ددې ډلې متحدينو د سوريې په شمال لوېديځ کې د ترکيې پولې ته څېرمه ناڅاپي بريدونه پيل کړل، او د سوريې د دوهم ترټولو ستر ښار حلب په ګډون ډیرې سیمې یې له حکومت څخه ونیولې.
د سوریې کردان په داسې حال کې د یو ځل بیا د تاوتریخوالي په لومړۍ کرښه کې ګېر شوي چې له ۲۰۱۱ کال راهیسې څو ځله له خپلو کورونو څخه بې ځایه شوي دي.
د سوریې د جګړې څارونکو د یکشنبې په ورځ ناوخته وویل چې د حلب ولایت ستراتیژیک ښار تل رفعت او شاوخوا کلیو له نیولو وروسته شاوخوا ۲۰۰ زره سوري کردان "د ترکیې پلوه ډلو لخوا محاصره شوي دي."
د دوشنبې په ورځ "د سوریې د ډیموکراتیکو ځواکونو" مشر مظلوم عبدي وویل چې د امریکا ملاتړ لرونکې دغه ډله هڅه کوي چې د تل رفعت او د حلب له نورو برخو څخه کردي وګړي د کردانو تر کنټرول لاندې سیمو ته ولیږدوي.
عبدي په یو بیان کې وویل: "موږ په فعاله توګه په سوریه کې له ټولو اړوندو خواوو سره همغږي کوو ترڅو زموږ د خلکو خوندیتوب ډاډمن کړي او د هیواد په شمال ختیځ کې زموږ په سیمو کې یې د خوندي ځای په ځای کولو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي."
د سوریې د ډیموکراتیکو ځواکونو دغه قوماندان زیاته کړه: "د سوریې په شمال لویدیځ کې وضعیت ناڅاپه او په چټکۍ سره بدلون موندلی. زموږ ځواکونه له څو جبهو څخه د سختو بریدونو سره مخامخ دي."
هغه وویل: "د سوریې د پوځ او متحدینو له سقوط او وتلو وروسته، موږ د خپلو ختیځو سیمو، حلب او تل رفعت ترمنځ د بشري دهلیز د جوړولو لپاره هڅه وکړه، چې هدف یې له احتمالي قتل عام څخه زموږ د خلکو ژغورل دي. خو د ترکیې د اشغال د ملاتړ کوونکو وسله والو ډلو بریدونو دا دهلیز ګډوډ کړی دی."
عبدي وویل، د روانې جګړې سره سره "زموږ ځواکونه د حلب په شاوخوا کې په کرد میشتو سیمو کې د خپلو خلکو د ساتنې لپاره مقاومت ته دوام ورکوي."