د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېرې کرن ډېکر د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق سره په کتنه کې د سیمې اړوند مسلو په اړه خبرې کړی دی.
محمد صادق د ډسمبر پر ۱۰ (ليندۍ ۲۰) پر اېکس (پخواني ټويټر) ټولنيزه شبکه لیکلي دي چې د سه شنبې په ورځ يې له مېرمن ډېکر سره د ليدو پر مهال د شريکو ګټو او په سيمه کې د سولې او ثبات پر اړوند مسلو خبرې وکړې.
تر دې يوه ورځ وړاندې، د ډسمبر پر نهمه (ليندۍ ۱۹) په اسلام اباد کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د سفارت شارژدافېر سردار احمد شکېب د پاکستان د صدراعظم له مرستیال او د بهرنيو چارو وزير محمد اسحق ډار سره د دواړو خواوو د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې وې.
په دې اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپاره کړي بيان کې ویلي و چې په هغه ناسته کې د افغانستان لپاره د پاکستان نوي ګمارل شوي استازي محمد صادق هم ګډون کړی و.
محمد صادق د ډسمبر پر څلورمه (ليندۍ ۴) یو ځل بیا د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی وټاکل شو.
دا تر هغې وروسته ده چې د پاکستان حکومت په سپټمبر مياشت کې د افغانستان لپاره ځانګړی استازی اصف درانی له دندې ګوښه کړ. نوموړی د ۲۰۲۳ کال په مې مياشت کې د پخواني استازي محمد صادق تر استعفا شاوخوا دوه میاشتې وروسته مقرر شوی وو.
د يادونې وړ ده چې د ۲۰۲۱ کال په اګست مياشت کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته امريکا په کابل کې خپل سفارت بند کړ او د افغانستان لپاره يې سفارت د قطر په پلازمېنه دوحه کې پرانيست، چې مشري يې کرن ډېکر کوي.د امریکا د بهرنیږ چارو وزارت د افغانستان لپاره د خپل ځانګړي استازي توماس ویسټ له دندې د ګوښه کولو وروسته کرن ډیکر ته د دغه هیواد د چارو د پرمخ وړلو مسشوولیت سپارلی دی.
کرن ډیکر نومبر ۲۵( لیندۍ پنځم) په انلاین بڼه افغان خبریالانوسره په خبرو کې ویلي چې د دوحې د هوکړې یوه برخه باندې لا هم د طالبانو سره خبرې کیدلی شي.
میرمن ډیکر وویل: "د دوحې د هوکړې امنیتي برخه چې د تروریزم ضد مسایلو پورې اړه لري د فسح کیدو نیټه نه لري له همدې امله هغوی باید چې په دې اړه معلومات چمتو کړي."
که څه هم میرمن ډیکر وویل چې د راروان ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په شلمه د امریکا منتخب جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د لوړې وروسته به د افغانستان په اړه د نوي حکومت پالیسي اعلان شي او په کار ده چې ترهغې نیټې انتظار وایستل شي، خو زیاته یې کړه چې د دې نیټې دمخه هم د نوي کال د رسیدو دمخه ممکن د دوحې د هوکړې په تړاو کاري کمیټو یوه غونډه جوړه شي.
د امریکا د سفارت شارژدافیرې د افغانستان د لانجې په هوارولو کې د سیمې د هیوادونو د ګډون په اړتیا ټینګار کړی وو او ویلي و چې د سیمې د همکارۍ پرته د افغانستان د لانجې حل ته لاره نه شی موندل کیدلی.
دغې امریکايي دپلوماتې وویل چې اړتیا ده چې افغانان خپلو ګاونډیانو سره خبرې وکړي.