د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د سفارت شارژدافېر سردار احمد شکېب د پاکستان د صدراعظم له مرستیال او د بهرنيو چارو وزير محمد اسحق ډار سره د دواړو خواوو د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ډسمبر پر نهمه (ليندۍ ۱۹) پر اېکس (پخواني ټويټر) ټولنيزه شبکه لیکلي دي چې شکېب او ډار په اسلام اباد کې د بهرنيو چارو وزارت په دفتر کې د افغانستان پر "ژورو" اړیکو خبرې وکړې او "موافقه" یې وکړه چې دا اړیکې "پیاوړې" کړي.
په بيان کې ویل شوي دي چې په دې ناسته کې د افغانستان لپاره د پاکستان نوي ګمارل شوي استازي محمد صادق هم ګډون کړی و.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو له خوا اداداره کیږي هم د ایکس په ټولنیزه شبکه کې ددې کتنې په اړه ویلي چې په دې کتنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو، سوداګریزو مسائلو، سیمه ایز اتصال، افغان کډوال، محصلین او اړوندو چارو خبرې شوي دي. .
محمد صادق د ډسمبر پر څلورمه (ليندۍ ۴) یو ځل بیا د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی وټاکل شو.
دا تر هغې وروسته ده چې د پاکستان حکومت په سپټمبر مياشت کې د افغانستان لپاره ځانګړی استازی اصف درانی له دندې ګوښه کړ. نوموړی د ۲۰۲۳ کال په مې مياشت کې د پخواني استازي محمد صادق تر استعفا شاوخوا دوه میاشتې وروسته مقرر شوی وو.
پاکستان يو له هغو هېوادونو دی چې په افغانستان کې يې د طالبانو د حکومت استازي د ډپلوماټانو په توګه منلي او په عين حال کې يې په کابل کې هم خپل سفارت فعال ساتلی دی.
خو پر دې سربېره پاکستان په وار وار ادعا کړې ده چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسله وال د افغانستان له خاورې په پاکستان کې بريدونه کوي، خو د طالبانو حکومت دا تورونه په کلکه رد کړي او ويلي يې دي چې خپله خاوره د هيچا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.
فورم \ دبحث خونه