بایډن: د غزې اوربند لا هم امکان لري

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن یکشنبه اګست ۱۸ ( زمري ۲۸) ویلي چې په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ د اوربند توافق لا هم امکان لري.

بایډن په کمپ ډیوډ کې خبریالانو ته دا څرګندونې په داسې حال کې وکړې چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن اسرائیل ته تللی چې د دې هیواد چارواکي په اوربند توافق ته وهڅوي.

بایډن زیاته کړه، "مونږ نه تسلیمیږو. توافق لا هم امکان لري."

د متحده ایالاتو مشر په داسې حال کې د غزې اوربند په هکله بیا خوشبینې څرګندوي چې د حماس د سیاسي بیورو غړي، سامې ابو زهري تیره ورځ وویل دا یو "خیال دی چې وویل شي مونږ موافقې ته نږدې یو" او زیاته یې کړه چې د واقعي خبرو اترو یا موافقې سره نه بلکې د " امریکایانو لخوا د حکم تپل کیدو" سره مخ یو.

جو بایډن په غزې کې د اوربند په هکله خوشبینې وروسته تر هغه څرګنده کړه چې په قطر کې د منځګړو هیوادونو استازو دوه ورځنۍ غونډه پای ته ورسیده او حماس او اسرائیل د اوربند موافقې کې په یو بل تور ولګوه چې خنډ جوړوي او خبرې ځنډوي.

په اوربند باندې موافقې ته د اسرائیلي چارواکو هڅولو او سلا مشورو لپاره د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن یکشنبه یو ځل بیا اسرائیل ته ولاړ.

دا د اسرائیل – حماس جګړې پیل کیدو راهیسې نهم ځل دی چې ښاغلی بلینکن سیمې ته سفر کوي.

د متحده ایالاتو یو چارواکي چې د نوم نه ښودلو په شرط یې د مطبوعاتو سره خبرې کولې ویلي چې د بهرنیو چارو وزیر به پدې سفر کې په َټولو اړخونو فشار راوړي چې د اوربند موافقه ومني.

سره لدې چې په قطر کې د خبرو څخه وړاندې د حماس ډلې له ټولو اړخونو غوښتي و چې د امریکا د جمهور رئیس لخوا وړاندې شوی پلان دې عملي کړي خو د یکشنبې په ورځ چې په قطر کې غونډه پای ته ورسیده، او امریکا د اوربند تازه موافقه وړاندې کړله، د حماس ډلې د اسرائیل په مشر تور ولګاوه چې د اوربند په مخکې خنډونه پیدا کوي.

حماس ویلي چې د اسرائیل صدراعظم په غزې کې د دایمي اوربند سره مخالفت کړی او دا یې هم نده منلې چې اسرائیلي ځواکونه به په بشپړه توګه له غزې اوځي، او پدې هم ټینګار کوي چې د رفح بندر تر څنګ به د فیلادیلفي او نتساریم تګ راتګ لارې د دوي په قبضه کې وي.

خو بل پلو بیا بنیامین نیتنیاهو ویلي چې د حماس په ډلې باید فشار راوړل شي. د اسرائیل مشر ویلي چې د حماس ډله لا هم د "سروزورۍ" څخه کار اخلي او د هغه په قول چې په دوحې کې خبرو لپاره یې خپل استازي هم نه و استولي.

د اسرائیل مشر د کابینې د غونډې څخه وروسته وویل، " د فشار راوړلو هدف باید چې د اسرائیل حکومت نه بلکې د حماس او یحیی سنوار ( د حماس سیاسي مشر) وي".

په تهران کې د حماس پخواني سیاسي مشر تر وژل کیدو وروسته یحیی سنوار ددې ډلې مشر وټاکل شو.