د اسرائیل ټانګونه د غزې د شمال او جنوب په لوري پرمختګ کوي او شدیده جګړه روانه ده

په غزې کې د سیمې اوسېدونکو د یکشنبې په ورځ جون ۳۰ (چنګاښ۱۰) وویل چې د اسرائيل ځواکونه د غزې په شمال کې د «شجاعیه» او د رفح د مرکز او جنوب په لوري وړاندې تللي او لږ تر لږه شپږ فلسطینیان یې وژلي او یو شمېر کورونه یې ویجاړ کړي دي.

د سیمې اوسېدونکي‌ وايي د اسرائيل ټانګونه څلور ورځې مخکې بیرته شجاعیه ته ستانه شوي او په یو شمېرو کورونو یې ډزې کړې او خلک محاصره دي.

د اسرائيل صدراعظم بینیامین نتنیاهو یو ځل بیا ټېنګار کړی چې د غزې په جګړې کې په حماس باندې د بریالیتوب له ترلاسه کولو په پرتله بل بدیل نه شته.

هغه وویل: «زموږ ځواکونه په رفح، شجاعیه او د غزې تړانګې په هر ځای کې په عملیاتو بوخت دي. هره ورځ لسګونه ترهګر وژل کېږي.» هغه وویل چې دا یوه سخته جګړه ده چې کله لاس په لاس جګړې ته هم خبره رسېږي. هغه یو ځل بیا وویل: «موږ په جګړې کې خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره ژمن یو: د حماس ختمول، زموږ د ټولو یرغمل شویو بېرته ستنول، دا اطمینان ترلاسه کول چې غزه به بیا د اسرائيل لپاره ګواښ نه وي او په جنوب او شمال کې زموږ د خپلو خلکو مصون کول.»

د اسرائيل پوځ وايي چې تېره ورځ یې ځينې فلسطیني ترهګر وژلي دي. پوځ همدغه راز اعلان کړی چې د ملګرو ملتونو په یو ښوونځي کې یې پوځي تاسیسات په نښه کړي کړي‌ او «لسګونه حوسلې او مهم اطلاعاتي‌ اسناد» یې ترلاسه کړي دي. د اسرائيل پوځ همدغه راز ویلي ‌دي چې تېره ورځ یې دوه عسکر هم وژل شوي دي.

پوځ ویلي دي چې هغوی په شجاعیه کې د «ترهګرو یوه خونه» پیدا کړې او یو ځل بیا یې حماس تورن کړی چې «د خپلو ترهګریزو اهدافو لپاره ځان په ولسي سیمو کې» پټوي. حماس دا ردوي چې له ښوونځیو، روغتونو او دا ډول نورو سیمو څخه پوځي استفاده کوي.

دحماس ډلې او د اسلامي‌ جهاد ډلې ویلي دي په شجاعیه او رفح کې شدیده جګړه روانه ده او جنګیالیو یې د اسرائيل په ټانګونو باندې د ټانګ ضد مرمۍ او توغندي توغولي ‌دي.

سره له دې چې له شاوخوا اتو میاشتو راهېسې اسرائيل هوايي او ځمکني عملیات کوي، خو بیا هم جنګیالي په اسرائيل باندې بریدونه کوي.

د امریکا په منځګړتوب د عربي هېوادونو هلو ځلو لا د اوربند لپاره کومه نتیجه ورکړې نه ده. حماس وایي هر تړون باید جګړه ختمه کړي ‌او اسرائيل باید په بشپړ ډول له غزې څخه ووځي. خو اسرائيل وایي په جګړې کې به موقت اوربند وکړي‌ او د حماس تر ختمېدو پورې به جګړه کوي. حماس له ۲۰۰۷ راهېسې په غزې کې حاکم دی.

له مصر سره په سرحد کې بیا د اسرائيل ټانګونو په رفح کې په ځینو سیمو بریدونه کړي او ډاکټران وایي چې د اسرائيل په بریدونو کې د شپږو وژل شویو مړي روغتون ته انتقال شوي. د یکشنبې په ورځ د سیمې اوسېدونکو د وژل شویو کسانو جنازې وکړې او خاورو ته یې وسپارلې. اوسېدونکو همدغه راز ویلي‌ دي چې اسرائيل د العوده جومات، چې یو مشهور جومات و، سوځولی دی.

اسرائیل وايي په رفح کې یې د عملیاتو هدف د حماس د وروستۍ پوځي قطعې د ختمولو لپاره کېږي.

د اسرائیل پوځ وايي چې ځواکونو یې په رفح کې د استخباراتي معلوماتو په اساس، عملیات کړي او په بېلابېلو جګړو کې یې یو شمېر وسله وال وژلي‌ او تونلونه یې ویجاړ کړي دي.

په غزې کې د روغتیا وزارت اعلان کړی دی چې د تیلو د کموالي له کبله به په ۴۸ ساعتونو کې ټول پاتې روغتونونه، روغتیايي مرکزونه او د اکسیجین جنراتورونه له فعالیت څخه وغورځي.

حماس د تېرکال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرائیل باندې بریدونه وکړي،‌ چې د چارواکو په وینا۱۲۰۰ اسرائيلیان یې ووژل او شاوخوا ۲۵۰ نور یې یرغمل کړل. د غزې د روغتیا وزارت وایي د اسرائيل په غچ اخیستونکو بریدونو کې تر دې دمه تقریبآ ۳۸۰۰۰ فلسطینیان وژل شوي دي، مقامات وايي اکثریت وژل شوي ولسي خلک دي. خو اسرائيل وايي چې په وژل شویو کې یوه په درېیمه جنګیالي دي.

په جګړې کې د اسرائيل څه باندې ۳۰۰ سرتېري هم وژل شوي دی.