پر ایران د اسرائیل ځوابي برید په اهدافو کې 'پوځي اډې شاملې دي، اټومي او د نفتو تاسیسات نشته'

د لبنان د جنوب پر یو کلي د اسرائیل د هوايي برید وروسته وضعیت

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن ته ویلي چې په ایران باندې په ځوابي برید کې یوازې پوځي اهداف په نښه کوي او د نفتو او اټومي تاسیساتو سره غرض نه کوي.

دا خبره دوشنبې اکتوبر ۱۵ (تلې ۲۴) د واشنګټن پوسټ او وال سټریټ ژورنال ورځپاڼو د امریکايي چارواکو په حواله کړې ده. دغو چارواکو ویلي نتنیاهو دا ژمنه تیره اونۍ د بایډن سره د تلیفوني تماس پرمهال کړې وه.

ددغه تلیفوني تماس په اړه د سپینې ماڼۍ په بیان کې د اسرائیل د ځوابي برید پلانونو ته هیڅ اشاره نه ده شوې، یوازې دا ویل شوي وو چې بایډن د اسرائیل د امنیت لپاره د متحده ایالاتو پر ملاتړ بیا ټینګار وکړ او د اسرائیل په وړاندې د ایران د توغندیو برید یې وغنده.

ایران ددې میاشتې په پیل کې وویل چې پر اسرائیل باندې یې ۲۰۰ توغندي وار کړي چې ځینې یې د غږ له سرعت څخه چټک (هایپرسونیک) وو.

دا په تاریخ کې دوهم ځل وو چې ایران پر اسرائیل مستقیم برید وکړ. که څه هم ددې برید له کبله د پراخې مرګ ژوبلې خبر ندی ورکړل شوی خو په نتیجه کې یې په اسرائیل کې خلک مجبور شوي چې په خوندي ځایونو کې پټ شي.

د ایران دا برید، د اسرائیل او حزب الله ترمنځ د زیاتېدونکې شخړې په ترڅ کې، د ایران ملاتړې حزب الله وسله والې ډلې د مشر حسن نصرالله د وژل کیدو په غبرګون کې شوی دی.

دا مطلب هم ولولئ امریکا د ایران د بریدونو دفاع لپاره اسرائیل ته سرتیري او د توغندیو دفاعي سیسټم استوي

اسرائیل د ایران برید ته د ځواب ویلو خبرداری ورکړی، په داسې حال کې چې متحده ایالاتو د اسرائیل د ساتنې لپاره د دافع هوا توغندیو د سیسټم او امریکایي پوځیانو د کارولو اعلان کړی دی.

د اسرائیل پوځ د سه شنبې په ورځ وویل چې د حیفا په سیمه کې د خطر زنګونه په داسې حال کې غږېدلي، چې د اسرائیل د دافع هوا سیستم له لبنان څخه د اسرائیل په لور توغېدلي توغندي خنثا کړي دي.

د اسرائیل دفاعي ځواکونو هم د سه شنبې په ورځ د لبنان په جنوب کې د حزب الله په اهدافو په هوایي بریدونو کې د لسګونو وسله والو د وژل کیدو خبر ورکړی دی.

نتنیاهو د دوشنبې په ورځ ژمنه وکړه چې اسرائیل به "د بیروت په ګډون د لبنان په ټولو برخو کې پر حزب الله باندې په بې رحمۍ سره بریدونو ته دوام ورکړي."

د لبنان د سره صلیب د راپور له مخې، د دوشنبې په ورځ د لبنان په شمال کې، چې ددغه هېواد په جنوب او ختیځ کې د حزب الله وسله والو له مرکزونو څخه لیرې ده، د اپارتمانونو پر یوې ودانۍ باندې د اسرائیل په هوايي برید کې لږ تر لږه ۲۱ کسان وژل شوي دي.

د اسرائیل پوځ سمدستي څه نه دي ویلي او دا هم نه ده څرګنده چې هدف یې څه و. برید د ایتو په کلي کې د اوسېدو پر یو کوچنۍ ودانۍ شوی دی.