د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د ایران د بریدونو دفاع لپاره اسرائیل ته سرتیري او د توغندیو دفاعي سیسټم استوي


سره له دې چې ایران متحده ایالاتو ته خبردرای ورکړی چې اسرائیل ته دې ځواکونه نه استوي خو پنټاګان یکشنبه اکټوبر ۱۳ ( تلې ۲۲) وویل چې امریکایي سرتیري او د توغندیو هوایي دفاع سیسمتم اسرائیل ته استوي چې د ایراني بریدونو په مقابل کې د اسرائیل دفاع وکړي.

د دفاع وزارت ویاند، تورنجنرال پاټ رایډر په یوې اعلامیې کې ویلي چې د دفاع وزیر لیوډ آسټن د جمهور رئیس جو بایډن په لارښوونې اسرائیل ته د THAAD هوایي دفاع سیستم استول منظور کړیدي.

جنرال رایډر ویلي چې دا سیسټم به د ایراني توغندیو په مقابل کې د اسرائیل د هوایي دفاع چارې لا غښتلې کاندي.

د پنټاګان په اعلامیې کې راغلي چې دا پریکړه د ایران بالاستیکي توغندیو بریدونو په مقابل کې د اسرائیل او پدې هیواد کې د میشتو امریکایي اتباعو د دفاع لپاره د متحده ایالاتو "ټینګه ژمنتیا" څرګندوي خو دا یې ندي ویلي چې دا سیسټم به څه وخت اسرائیل ته ولیږدول شي.

ایران د روانې اکَټوبر میاشتې په سر کې د حزب الله د مشر حسن نصرالله او د حماس پخواني سیاسي مشر اسماعیل هنیه د وژنې د غچ اخیستو لپاره په اسرائيل باندې ۲۰۰ میزایل وتوغول چې د اسرائيل د هوايي دفاع سیستم یې اکثریت په هوا کې خنثی کړل.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي څه موده وړاندې چې داسې راپورونه خپاره شوي و چې ګواکې متحده ایالات پدې غور کوي چې اسرائیل ته سرتیري واستوي، واشنګټن ته ددې اقدام په خاطر خبرداری ورکړی و.

په اسرائیل د ایران د بالاستیک توغندیو څخه وروسته متحده ایالاتو او اسرائیل دواړو ایران ته د جدي عواقبو خبرداری ورکړی و او جمهور رئیس جو بایډن ویلي و چې د اسرائیلي مشرانو تر سلا مشورې وروسته به د ګډ ځواب ویلو باندې پریکړه وکړي.

پراخ ګمان دا دی چې اسرائیل په ایران باندې د اکټوبر لومړۍ نیټې ‌توغندیو برید ته ځواب ویلو لپاره چمتوالی نیسي خو معلومه نده چې د اسرائیل په ځواب کې به د امریکایي ځواکونو نقش څه وي.

د THAAD توغندیو هوایي دفاع سیستم کولی شي چې د لنډ، اوږد او منځني واټن بالاستیک توغندي ویشتلی او شنډولی شي.

بل پلو ایران خبرداری ورکړی که د هر هیواد ځواکونه یې د اسرائیل په استازیتوب په خاورې کې مداخله وکړي، دوي به پرې برید وکړي.

په غزې او لبنان کې د اسرائیل ، حماس او حزب الله ډلو تر منځ د جګړو پيل کیدو راهیسې چې دوه ځلې ایران په اسرائیل توغندي هم وار کړي، متحده ایالاتو سیمې ته اضافي نظامي پرسونل او تجهیزات استولي چې له یوې خوا د اسرائیل او په سیمې کې د خپلو سرتیرو دفاع وکړی شي او له بلې خوا پرې نږدې چې دا جګړه لا پراخه شي.

د متحده ایالاتو دفاع وزارت د تیرې سپټمبر میاشتې په ۳۰ مې ویلي وچې په منځني ختیځ کې د امنیتي چارو قوي کولو او د اړتیا په صورت کې د اسرائیل دفاع په خاطر سیمې ته زرګونه اضافي سرتیري استوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG