د لاس رسي وړ اتصالات

‏د ایران امنیتي چارواکی: د اسرائيل احتمالي برید ته د ځواب ویلو طرح چمتو ده


ایراني رسنیو د یکشنبې په ورځ اکتوبر شپږمه (تلې ۱۵) د یوې امنیتي سرچینې له قوله راپور ورکړی چې تهران پر ایران باندې د اسرائیل احتمالي برید ته د ځواب ویلو طرح چمتو کړې ده.

دغې باخبره سرچینې د تسنیم خبري اژانس ته ویلي: "که اسرائیل کوم اقدام وکړي، د ایران د متقابل ګوزار په عملي کېدو کې به هېڅ شک نه وي."

هغه زیاته کړه چې په دې طرح کې "څو ډوله متقابل او مشخص ګوزارونه شته دي" چې د اسرائیل د اقدام په اساس به ایران په فوري توګه د یوې او یا څو طرحو د عملي کولو په اړه تصمیم ونیسي.

تېره اونۍ د سې شنبې په ورځ د ایران د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران د هغو بریدونو په ځواب کې چې په کې د تهران د متحدې ډلې حزب‌الله مشر ووژل شو پر اسرائیل باندې شاوخوا ۲۰۰ توغندي وویشتل.

دغې سرچینې د تسنیم خبري اژانس ته وویل چې "که اسرائيل کوم اقدام وکړي له شک پرته ایران به د هغه په برابره کچه برید وکړي. " هغه زیاته کړه چې ایران "په اسرائیل کې د اکثرو اهدافو لېست لري" او د سې شنبې په ورځ د ایران برید وښودله "چې موږ کولی شو هر ځای چې وغواړو له خاورو سره یو کړو".

دا پر اسرائیل د ایران دویم مستقیم برید و چې پر بیروت د اسرائيل له برید وروسته ترسره شو. د اسرائیل په دغه هوايي برید کې د حزب‌الله مشر حسن نصرالله او د ایران د سپاه پاسداران د یو لوړپوړی قوماندان عباس نیلفروشان په ګډون د حزب‌الله یو شمېر مهم غړي ووژل شول.

دا برید همداشان په تهران کې د جولای په ۳۱مه د حماس ډلې د سیاسي‌ مشر اسماعیل هنیه د وژل کېدو په ځواب کې هم ترسره شو.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د شنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د اسرائيل د برید په ځواب کې به د ایران له خوا "متناسب او ورته یا حتی شدید غبرګون" وښودل شي.

د ایران د تیلو وزیر محسن پاک نژاد د یکشنبې په ورځ په فارس خلیج کې د خامو تیلو له یو مهم مرکز څخه په داسې حال کې لیدنه وکړه چې د ایران د تیلو پر تاسیساتو باندې د اسرائيل د احتمالي برید په تړاو اندیښنې زیاتې شوې دي.

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د جمعې په ورځ اسرائيل ته سپارښتنه وکړه چې په ایران کې د تیلو اړوند سیمې چې په نړۍ کې د تیلو د تولید د لسو مهمو مرکزونو څخه یو دی په نښه نکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG