د اسرائیل پوځ د غزې ښار د تخلیې غوښتنه کړې؛ د ملګرو ملتونو ودانۍ ویشتل شوې

اسرائیل د جون په ۲۷مه د غزې ښار له یوې برخې څخه د خلکو د وتلو رسمي حکم صادر کړی و.

د اسرائیل پوځ د چهارشنبې په ورځ جولای ۱۰ (چنګاښ ۲۰) د غزې په ښار کې خبرپاڼي غورځولي او له ټولو اوسیدونکو یې غوښتي چې په ښار کې د پراخو پوځي عملیاتو له پیل وړاندې خوندي سیمو ته لاړ شي.

د فرانس پرس د راپور په اساس، په دغو خبرپاڼو کې له خلکو غوښتنه شوې چې په ټاکل شویو مسیرونو جنوب لور ته کډه وکړي او خبرداری ورکړل شوی چې دا ښار به په "خطرناکه جنګي سیمه" بدل شي.

اسرائیل د جون په ۲۷مه هم د غزې ښار له یوې برخې څخه د خلکو د وتلو رسمي حکم صادر کړی و.

د عامې روغتیا او پوځي سرچینو په وینا، اسرائیلي ځواکونو د چهارشنبې په ورځ په غزه کې نور بریدونه ترسره کړي او په ترڅ کې یې د حماس یو شمېر هغه وسله وال په نښه کړي چې ویل شوي، د ملګرو ملتونو د دفتر د ودانۍ دننه یې فعالیت کاوه.

د اسرائیل پوځ دا هم وویل چې د خان یونس په جنوب کې پر یو ښوونځي باندې د سه شنبې د ورځې د برید په اړه تحقیقات کوي. د روغتون سرچینو ویلي په دغه برید کې لږ تر لږه ۲۹ کسان وژل شوي دي.

دا په تیرو څلورو ورځو کې د ښوونځیو پر ودانیو باندې څلورم برید دی.

د روغتون یوې سرچینې فرانس پرس ته وویل، د چهارشنبې په ورځ سهار وختي د نصیرات په مرکزي ښارګوټي کې پر یو کور د بمبارۍ له کبله څلور کسان ووژل شول او یو تن سخت ټپي شو.

د روغتون د یوې بلې سرچینې په وینا، خان یونس ته څېرمه په بني سهیل کې پر یو کور د برید له امله دوه کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

اسرائیل د غزې په ښار او جنوبي غزې کې هوايي او ځمکني بریدونه په داسې حال کې زیات کړي چې اسرائیلي چارواکو د چهارشنبې په ورځ په قطر کې د اکتوبر د اوومې نیټې د حماس له بریدونو وروسته د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې پیل کړې.

د اسرائیلو پوځ ویلي دي چې د غزې په ښار کې د تیرې شپې یو برید د حماس او اسلامي جهاد هدفونه په نښه کړل چې د فلسطین لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې د مرکزي دفتر دننه یې فعالیت کاوه.

د ملګرو ملتونو اداره د اکتوبر له میاشتې راهیسې د دې ودانۍ کنټرول نه لري. اسرائیلي ځواکونو د فبرورۍ په میاشت کې وویل چې دوی د دفتر لاندې یو تونل موندلی دی.

پوځ وویل چې اورپکو "د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې فعالیت کاوه او له دې ځای څخه یې په مرکزي غزه کې د اسرائیل پر دفاعي ځواکونو باندې د بریدونو لپاره د اډې په توګه کار اخیسته."

ویل شوي چې وسله وال "له منځه وړل شوي" او "په زیاته اندازه وسلې" په لاس ورغلي دي.

د فلسطین لپاره د ملګرو ملتونو ادارې ددې برید په اړه سمدستي تبصره نه ده کړې، خو ویلي یې دي چې داسې ادعاوي نشي تائید کولی چې ددې ادارې تاسیسات د حماس او نورو اورپکو لخوا کارول کیږي.