اسرائیل کتز: که ایران پر اسرائیل برید وکړي، تمه لرو چې متحدین به مو ملاتړ وکړي

د اسرائیل د بهرنيو چارو وزير اسرائیل کتز د خپلو فرانسوي او بريتانوي سیلانو سره

د اسرائیل د بهرنيو چارو وزير اسرائیل کتز د جمعې په ورځ اګست ۱۶ (زمري ۲۶) خپلو فرانسوي او بريتانوي سيالانو ته وويل، که ايران پر اسرائیل بريد وکړي، دوي د ملاتړ تمه لري.

اسرائیل ته د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر سټیفن سژورن او د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ لامی د سفر پر وخت کتز وویل: "که ایران برید وکړي، موږ تمه لرو چې ایتلاف به نه یوازې د دفاع په برخه کې، بلکې په ایران کې په مهمو اهدافو باندې هم په برید کې له اسرائیل سره مل شي."

کتز دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې په غزه کې له لس میاشتنۍ جګړې وروسته د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند هوکړې ته د رسېدو لپاره پر اسرائیل دپلوماتیک فشارونه زیات شوي دي. منځګړي د خبرو اترو د دويمې ورځې لپاره چمتووالی نيسي تر څو اوربند وشي او د حماس له منګلو څخه ټول يرغمل شوي کسان خلاص شي.

نړیوالو منځګړو د پنجشنبې په ورځ په غزه کې د اوربند موافقې ته د رسیدو لپاره په قطر کې نوې هڅې پیل کړې.

په دوحه کې د خبرو په دې پړاو کې د اسرائیل پلاوی او د امریکا د استخباراتو د ادارې مشر ویلیم برنز هم شامل دي. خو حماس ډلې ویلي دي چې که اسرائیل نوې ژمنې وکړي، د دغې ډلې پلاوی به په غیر مستقیمو خبرو اترو کې برخه واخلي.

په دغو خبرو اترو کې د حماس استازو حضور نه درلود، او ویلي یې دي چې دوی د اوربند هغه شرایط مني چې امریکا د مې په میاشت کې وړاندیز کړی و او له امریکا یې وغوښتل چې پر اسرائیل فشار راوړي چې هغه ومني.

حماس ډلې د اګست په ۱۱ مه هم د سولې د خبرو له منځګړو وغوښتل چې د نورو خبرو پر ځای د امریکا د ولسمشر جوبایډن له خوا وړاندیز شوی اوربند عملي کړي.

بایډن د روان کال د مې په ۳۱مه، د اوربند د ټینګولو او د یرغمل شویو بندیانو د خوشې کولو لپاره درې پړاوه پلان وړاندې کړ.

د امریکا ولسمشر ویلي، چې په لومړي پړاو کې اوربند او د حماس له زندان څخه د ځینو یرغمل شویو کسانو راستنېدل شامل دي. په دوهمه مرحله کې به اسرائیلي پوځ له ټولې غزې تړانګې څخه ووځي او دایمي اوربند به رامنځ ته شي. په دریمه مرحله کې به د غزې بیارغونه پیل شي او د پاتې وژل شویو اسراییلي یرغمل شویو جسدونه به خپلو کورنیو ته وسپارل شي.

د حماس یو چارواکي حسام بدران د پنجشنبې په ورځ اګست (زمري ۲۵) د یو بیان په خپرولو سره وویل: "د هر ډول اوربند موافقه باید له غزې څخه د اسرائیلي ځواکونو د بشپړ وتلو پایله ولري."

هغه زیاته کړه چې په هر ډول تړون کې باید هراړخیز اوربند، له غزې څخه د اسرائیل بشپړ وتل او د بې ځایه شویو بېرته ستنېدل شامل وي.

بدران زیاته کړه چې "تر اوسه پورې د اسرائیل لخوا هیڅ نوي څه ندی لیدل شوی."

په غزه کې جګړه وروسته له هغې پیل شوه چې حماس ډلې د تېر کال د اکټوبر پر اوومه د اسرائیل پر جنوبي سیمو برید وکړ او د اسرائیلي چارواکو په وینا په دغه برید کې د حماس سخت دریځو تر ۱۲۰۰ ډېر کسان ووژل او شاوخوا ۲۵۰ یې یرغمل کړل.

دا برید د دې لامل شو چې اسراییل د غزې په تړانګه کې پراخ عملیات پیل کړي. دغه پوځي عمليات د درنې مرګ ژوبلې ترڅنګ د غزې د تړانګې زياتره برخه کنډواله کړه.

د غزې د روغتیا وزارت چې د حماس تر ولکې لاندې دی، د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په جګړه کې د وژل شویو کسانو شمېر څه دپاسه ۴۰ زرو او د ټپیانو شمېر ۹۲۴۰۱ ته رسېدلی دی.

د دې راپور یوه برخه له فرانس پرس اژانس څخه اخیستل شوې ده.