اسرائيل په لبنان هوايي ‌بریدونه زیات کړي؛ غزې کې د ۷۳ کسانو د وژلو راپور ورکړل شوی

د اسرائيل په برید کې په بیروت کې یوه وېشتل شوې ودانۍ

اسرائيل وایي چې د یکشنبې په ورځ اکتوبر ۲۰ (تلې ۲۹) د لبنان په مرکز بیروت کې یې د حزب الله د «قوماندې مرکز» په نښه کړی او په همدې حال کې په غزې کې د اسرائيل په یو هوايي برید کې د ۷۳ کسانو د وژل کېدو راپور ورکړل شوی.

د لبنان رسمي ملي خبري اژانس «ان ان اې» راپور ورکړی دی چې اسرائیل د بیروت د «حارة حریک» په سیمې کې یو جومات او روغتون ته نژدې د ولسي خلکو په استوګنې برید کړی دی.

خو د اسرائيل پوځ وایي چې هغوی په بیروت کې د «حزب الله د استخباراتو د مرکز د قوماندې برخه» او د ځمکې لاندې د وسلو یوه څانګه په نښه کړي دي.

د اسرائيل پوځ وایي چې په یو بل برید کې یې د حزب الله درې جنګیالي وژلي دي. دوی وایي له دغه برید څخه څو دقېقې وروسته له لبنان څخه په اسرائيل باندې ۷۰ توغندي توغول شوي چې اکثریت یې په هوا کې خنثی کړل شوي‌ دي.

پدې ترڅ کې د لبنان پوځ ویلي چې درې عسکر یې د یکشنبې په ورځ د اسرائیل په برید کې وژل شوي چې د هېواد په جنوب کې یې د دوی د پوځیانو موټر په نښه کړی و؛ په هغه سیمه کې چې اسرائیل وايي د حزب الله پر مرکزونو ډزې کوي.

بل لوري ته، د غزې د مدني دفاع ټولنې راپور ورکړی چې د اسرائيل په یو هوایي برید کې د «بیت لاهیا» په سیمه کې ۷۳ فلسطینیان وژل شوي دي.

د دغې ټولنې ویاند محمود بصل وویل: «د غزې په شمال کې په بیت لاهیا کې د استوګنې په یوې سیمې کې د اسرائيل د هوايي برید له کبله زموږ د مدني دفاع ډلې ۷۳ شهیدان او ډېر زخمیان وموندل...»

د اسرائیل پوځ وایي دوی د حماس غړي په نښه کړي او د غزې چارواکي ‌چې کوم معلومات ورکوي، د هغو له معلوماتو سره مطابقت نه کوي.

د اسرائيل پوځ وايي چې په لبنان او غزې کې به خپل عملیات روان ساتي او دغو سیمو کې یې «د ترهګرۍ تقریبآ ۱۵۷ هدفونه» په نښه کړي او «ځواکونو یې په مخامخ ځمکنیو جګړو اوهوايي بریدونو کې لسګونه ترهګر ختم» کړي دي.

د بمباریو د زیاتېدو او زیانونو د اوښتو دا خبرونه داسې مهال ورکول کېږي چې د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د حزب الله ډله، چې ایران یې ملاتړی دی، تورنه کړه چې د بې پیلوټه الوتکې په مرستې یې د هغه د وژلو هڅه کړې.

د نتنیاهو دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي چې دا برید له لبنان څخه شوی دی او هدف یې په قیصاریه کې د اسرائيل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو کور و. نیتنیاهو او میرمن یې د برید پر مهال په کور کې نه وو. حزب الله ډلې لا په دې اړه څه نه دي ویلی.