د اسرائیل پوځ وایي درې سرتیري یې په غزه کې وژل شوي

اسرائیلي ځواکونو د تیر کال اکټوبر په ۲۷ مې په غزې باندې ځمکنی یرغل وکړ.

د اسرائیل پوځ شنبه اګست ۲۴ ( وږي درېیمه) ویلي چې درې سرتیري یې د غزې تړانګې په مرکزي برخې کې په جګړې کې وژل شوي دي.

د پوځ ویاند دانیال هګاري په خبري کنفرانس کې وویل چې دوه سرتیري یې د بم په چاودنې او درېیم یې په مخامخ ډزو کې وژل شوی دی.

د غزې په مرکزې برخې په ځانګړې ډول د دیر البلح په سیمې کې پدې تیرو څو اوونیو کې د فلسطیني وسله والو او اسرائیلي ځواکونو تر منځ سختې نښتې شوي.

د تیر کال اکټوبر ۲۷ مې نیټې راهیسې چې د اسرائیل ځواکونه غزې ته ننوتي دي او تعرضي عملیات یې پیل کړي، تر اوسه په دې جګړې کې د اسرائیل ۳۳۸ سرتیري وژل شوي.

اسرائیلي ځواکونو وروسته تر هغه په غزې ځمکنی یرغل وکړ چې د حماس ډلې د تیر کال د اکټوبر په ۱۱ مې په اسرائیل ناڅاپه برید وکړ، لږ تر لږه ۱۱۹۹ تنه یې ووژل او ۲۵۱ نور یې برمته کړل

د فرانس پریس خبري اژانس د اسرائیلي چارواکو له خولې ویلي چې د حماس په برید کې اکثریت وژل شوي، عام خلک و.

په غزې باندې د اسرائیل په ځوابي عملیاتو کې بیا د شنبې اګست ۲۴ مې پورې لږ تر لږه ۴۰۳۳۴ تنه وژل شوي چې د حماس تر کنټرول لاندې عامې روغتیا وزارت معلوماتو له مخې ډیری وژل شوې میرمنې او ماشومان دي.

د بشري حقونو څار ادارې هم ویلي چې په غزې کې اکثریت وژل شوي ملکي وګړي دي.

اسرائیل داسې مهال په غزې کې د خپلو دریو نورو سرتیرو د وژل کیدو خبر ورکوی چې د مصر په پایتخت قاهرې کې د دې هیواد استازي د متحده ایالاتو، قطر او مصر منځګړو سره په غزې کې د اوربند موافقې په هکله په خبرو اخته دي.

حماس په خبرو کې ګډون ندی کړی او تر دې وړاندې یې ویلي چې د اوربند لپاره دې د متحده ایالاتو د جمهور رئیس جو بایډن لخوا د تیر کال د مې په میاشت کې اعلان شوې طرحه عملي شي.

د حماس ډلې ویلي و چې په نوې طرحې کې د اسرائیل تازه غوښتنې ورته د منلو نه دي.

حماس ویلي چې د اسرائیل صدراعظم په غزې کې د دایمي اوربند سره مخالفت کړی او دا یې هم نده منلې چې اسرائیلي ځواکونه به په بشپړه توګه له غزې وځي، او پدې هم ټینګار کوي چې د رفح بندر تر څنګ به د فیلادیلفي او نتساریم تګ راتګ لارې د دوي په قبضه کې وي.

خو بل پلو بیا بنیامین نیتنیاهو ویلي چې د حماس په ډلې باید فشار راوړل شي. د اسرائیل مشر ویلي چې د حماس ډله لا هم د "سرزورۍ" څخه کار اخلي او د هغه په قول چې په دوحې کې خبرو لپاره یې خپل استازي هم نه و استولي.