عراق وايي په دغه هېواد کې د کردستان په خودمختاره سیمه باندې د ایران د توغندیو د برید په غبرګون کې یې له تهران څخه خپل سفیر ورغوښتی دی.
د عراق د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ جنوري ۱۶ (مرغومي ۲۶) په یو بیان کې وویل، سفیر ناصر عبدالمحسن "[په سیمه ایز مرکز] اربیل باندې د ایران د وروستیو بریدونو په اړه چې خلک پکې مړه او ټپیان شوي، د مشورې لپاره ورغوښتل شوی دی."
عراقي چارواکو همدارنګه ویلي چې ددغه برید په تړاو یې په بغداد کې د ایران د سفارت شارژدافیر احضار کړی دی.
امنیتي سرچینو د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د اربیل ښار شمال ختیځ کې تقریباً ۴۰ کیلومتره لیرې د چاودنو غږونه په هغې سیمې کې اوریدل شوي چې متحده ایالات پکې قونسلګري لري.
د طبي چارو مامورینو بیا ویلي چې ددې چاودونو څخه وروسته دوه مړي او درې ټپي شوي کسان یو سیمه ایز روغتون ته وړل شویدي.
د ایران دولتي مطبوعاتو ویلي چې ددې هیواد سپاه پاسداران ځواکونو د کرمان په ښار کې د غبرګو ځانمرګو بریدونو په غبرګون کې یې "د عراق په اردبیل کې د صهیونیستي رژیم () د استخباراتو یو مرکز" او سوریې په "ادلب کې د تحریر الشام او ترکستاني حزب د ترهګرو" مرکزونه په توغنديو ویشتلي دي.
عراق دغه ادعا رد کړی ده او ګواښ یې کړی چې "د عراق پر ملي حاکمیت د ایران د برید" په اړه به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته شکایت وکړي.
خو ایران د سه شنبې په ورځ په عراق او سوریه کې د خپلو بریدونو دفاع وکړه او ویې ویل چې دا "هدفي عملیات" هغو کسانو ته "سزا" ده چې د ایران امنیت ته زیان رسوي.
د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کناني وویل: "اسلامي جمهوریت په خپل لوړ استخباراتي توان سره، په دقیق او هدفي عملیاتو کې د جنایتکارانو مرکزونه په نښه کړل او په دقیقو وسلو یې وویشتل." هغه زیاته کړه چې دا د هغو کسانو لپاره "سزا" وه چې د ایران امنیت ته زیان رسوي.
دا مطلب هم ولولئ په کرمان کې ځانمرګي بریدونو په غبرګون کې ایران په عراق او سوریې توغندي وار کړيد سپاه پاسداران ځواکونو په وبسایټ کې همدارنګه ویل شوي چې د سپاه پاسداران انقلاب قول اردو په سوریې کې د هغو "ترهګرو" د قوماندانانو راټولیدو ځایونه معلوم کړي او ویشتلي دي چې د "وروستیو تروریستي عملیاتو" سره یې تړاو درلود.
په اعلامیې کې همدرانګه ویل شوي چې پدې بریدونو کې په ځانګړې توګه د اسلامي دولت یا داعش مرکزونه د سوریې په "قبضه شویو" سیمو کې تشخیص او د بالاستیک توغندیو په وارولو سره له منځه وړل شویدي.
په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي چې دا بریدونه د کرمان په ښار کې د غبرګو ځانمرګي بریدونو په غبرګون کې شوي چې د همدې میاشتې په سر کې وشول او ایراني چارواکو ویلي و چې تر ۹۰ ډیر کسان پکې وژل شوي و.
د اسلامي دولت یا داعش ډلې ددې بریدونو مسئولیت اخیستی دی.
د سوریې حکومت تر اوسه د ایران دې هوایي بریدونو په هکله څه ندي ویلي خو ایران د ۲۰۱۱ کال راهیسې چې په سوریه کې کورنۍ جګړه پیل شوې، د دې هیواد د ولسمشر بشارالاسد سره یې ناسته پاسته توده کړې او د داعش او نورو وسله والو ډلو په خلاف جګړې کې یې ملاتړ کوي.
نړیوال غبرګونونه
د امريکا متحدو ايالتونو دغه بريد غندلى او ويلي يې دي چې د ايران "بزدلانه" بريدونو د عراق ثبات ګډوډ کړى دى.
د بریتانیې د بهرنیو چارو وزارت هم د عراق په کردستان باندې د ایران برید غندلې او ویلي یې دي چې دا "د عراق له ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه د نه منلو وړ سرغړونه ده."
د فرانسې حکومت هم دغه برید غندلی او ایران یې د عراق له ملي حاکمیت څخه په سرغړونې تورن کړی دی.