د لاس رسي وړ اتصالات

په کرمان کې ځانمرګي بریدونو په غبرګون کې ایران په عراق او سوریې توغندي وار کړي


د ایران دولتي مطبوعاتو ویلي چې ددې هیواد سپاه پاسداران ځواکونو د کرمان په ښار کې غبرګو ځانمرګو بریدونو په غبرګون کې په سوریې او عراق کې په "ترهګرو" توغندي وار کړیدي.

د سپاه ځواکونو په ویب پاڼې کې ویل شوي چې د سپاه پاسداران انقلاب قول اردو په سوریې کې د هغو "ترهګرو" د قوماندانانو راټولیدو ځایونه معلوم کړي او ویشتي دي چې د "تازه تروریسي عملیاتو" سره یې تړاو درلود.

په اعلامیې کې همدرانګه ویل شوي چې پدې بریدونو کې په ځانګړې توګه د اسلامي دولت یا داعش مرکزونه د سوریې په "قبضه شویو" سیمو کې تشخیص او د بالاستیک توغندیو په وارولو سره له منځه وړل شویدي.

په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي چې دا بریدونه د کرمان په ښار کې د غبرګو ځانمرګي بریدونو په غبرګون کې شوي چې د همدې میاشتې په سر کې وشول او ایراني چارواکو ویلي و چې تر ۹۰ ډیر کسان پکې وژل شوي و.

د اسلامي دولت یا داعش ډلې ادعا کړې وه چې دا بریدونه هغوي کړي و.

د سوریې حکومت تر اوسه د ایران دې هوایي بریدونو په هکله څه ندي ویلي خو ایران د ۲۰۱۱ کال راهیسې چې په سوریه کې کورنۍ جګړه پیل شوې، د دې هیواد د جمهور رئیس بشارالاسد سره یې ناسته پاسته توده کړې او د داعش او نورو وسله والو ډلو په خلاف جګړې کې یې ملاتړ کوي.

د سوریې تر څنګ ایراني ځواکونو د عراق په شمال کې د نیمه خپلواکې سیمې کردستان په مرکز اربیل کې هم ځیني سیمې په بالاستیک توغندیو ویشتلي دي.

د کردستان امنیت شورا ویلي چې پدې بریدونو کې څلور عام خلک وژل شوي او شپږ نور ټپي شویدي. دې شورا ویلي چې په وژل شویو کې یو نوموتي کردی تجار هم دی.
د ارنا خبري اژانس په راپور کې ویل شوي چې شوي چې په اربیل ښار د بالاستیک توغندیو برید کې د ایران ضد "ترهګرو ډلو " د جاسوسۍ یوه قرارګاه له منځه وړل شوې.

د عراق حکومت لا د ایران دې بریدونو په هکله څه ندي ویلي.

خو درې امنیتي سرچینو د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د اربیل ښار شمال ختیځ کې تقریباً ۴۰ کیلو مټره لیرې د چاودنو غږونه هغې سیمې کې اوریدل شوي چې متحده ایالات پکې قونسلګري لري.

د طبي چارو مامورینو بیا ویلي چې ددې چاودونو څخه وروسته دوه مړي او درې ټپي شوي کسان یو سیمه ایز روغتون ته وړل شویدي.

ایران تر دې وړاندې هم د عراق په شمال کې په کرد میشتو سیمو هوایي بمبارۍ کړي ځکه ادعا لري چې پدې سیمې کې ایراني بیلتون غوښتونکي ډلې او د اسرائیل جاسوسان دیره دي او د ایران پر ضد د بریدونو بندوبست کوي.

په عراق او سوریه کې دا بریدونه داسې مهال کیږي چې د ایران د استخباراتو وزارت تیره ورځ په یوې اعلامیې کې ویلي و چې د دې هیواد د کرمان په ښار کې د جنورۍ میاشتې درېیمې نیټې یو ځانمرګی ۲۴ کلن بازیروف اسرائیلي نومیږي چې له برید څخه څو میاشتې مخکې د افغانستان په بدخشان کې د داعش – خراسان څانګې په یو کمپ کې روزنه تر لاسه کړې وه.

په اعلامیې کې پرته له دې چې د افغانستان یا بل کوم هیواد نوم یاد شي ویل شوي چې د کرمان د بریدونو په تړاو ځیني کسان د "پولې بلې غاړې" کې پیژندل شوي او لټون یې روان دی.

سره لدې چې د ایران تر څنګ، د رویټرز خبري اژانس د دوو امریکايي امنیتي مسوولینو له قوله هم ویلي و چې د ایران د کرمان په ښار کې بریدونه په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې له خوا پلان شوی وو، خو څرګنده نده چې د ایران پوځ ولې په عراق او سوریه کې د کرمان په ښار کې د بریدونو په غبرګون کې دا توغندي وار کړي.

امریکایي څیړونکي، ایرن زیلون چې په ټولې نړۍ کې د داعش کړنې څاري، امریکا غږ سره په مرکې کې څه موده وړاندې ویلي و چې د طالبانو حکومت سره د ایران دیپلوماتیکي اړیکې داسې دي چې پدې هیواد کې دننه د داعش ډلې پر ضد د اقدام کولو لپاره ورته لارې چارې محدودې دي.

ښاغلي زیلون همدرانګه ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت هم تقریباً هره ورځ د داعش په خلاف جګړه کوي او ایران ښایي ونغواړي چې د طالبانو پدې هڅو کې د خنډ سبب شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG