ایران وايي یو ډګروال یې په سوریه کې د ایتلافي ځواکونو په برید کې مړ شوی

عکس: ارشیف -د سوریې په دیرالزور ولایت کې بمباري

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ځواکونو قومندانۍ د پنجشنبې په ورځ اګست ۱۵ (زمري ۲۵) وویل چې د دغو ځواکونو یو ډګروال په سوریه کې د امریکا په مشرۍ د ایتلاف په هوايي برید کې د ټپونو له امله مړ شوی دی.

د سپاه پاسداران مشر، حسین سلامي په یوه خبرپاڼه کې چې د ایران دولتي خبري اژانس "ایرنا " خپور کړی ویلي چې، په سوریه کې د سپاه پاسداران د "هوایي مشورتي ځواکونو" ډګروال احمد رضا افشاري "په هوايي بمباریو کې د ټپي کیدو له امله شهید شوی دی."

خبرپاڼه وايي، دغه ډګروال له هوايي برید وروسته له سوریې څخه ایران ته د درملنې په موخه لېږدول شوی و او دغه پېښه دوه یا درې اونۍ وړاندې رامنځته شوې وه.

د جولای په وروستیو کې، د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې وویل چې د سوریې په دیرالزور ولایت کې چې ایران په کې د پام وړ نفوذ لري، په یو هوايي برید کې درې ایران پلوه جنګیالي ووژل شول.

دا سیمه په منظم ډول د اسرائیل او کله کله د متحده ایالاتو لخوا په نښه کیږي. د برید مسوولیت سمدستي چا پر غاړه نه دی اخیستی.

د امریکا په مشرۍ د پوځي ایتلاف یو ویاند چې په ۲۰۱۴ کال کې د اسلامي دولت له ډلې سره د مبارزې لپاره جوړ شوی و، څو ورځې وړاندې ویلي وو چې "نه ایتلاف او نه هم امریکايي ځواکونو په دیرالزور کې د شپې بریدونه کړي دي. "

په ۲۰۱۱ کال کې د سوریې د کورنۍ جګړې له پیل راهیسې، اسرائیل په سلګونو بریدونه کړي چې په ځانګړې توګه یې د لبنان د حزب الله ډلې په ګډون د پوځ پوستې او د ایران ملاتړي جنګیالي په نښه کړي دي.

اسرائیل په ندرت سره په سوریه کې چې د ایران د اسلامي جمهوریت یو مهم متحد دی د انفرادي بریدونو په اړه څرګندونې کوي.

سیمه ایز تاوتریخوالی، په غزه کې د اسرائیل او حماس د جګړې له امله مخ په زیاتیدو دی. تاوتریخوالي د جولای په ۳۱ تهران ته د سفر پر مهال د حماس د سیاسي مشر اسماعیل هنیه تر وژل کیدو وروسته نور هم زیات شوی دی.

ایران د هنیه د وژنې پړه پر اسرائیل اچولې او ژمنه یې کړې چې غچ به یې واخلي.