عراق کې ایران پلوه ډلو پر امریکایي ځواکونو د نورو بریدونو خبرداری ورکړ

په عراق کې د امریکایي ځواکونو پر یو مرکز برید

د ایران اړوندو ډلو د جمعې په ورځ جنورۍ ۲۶ (سلواغې ۶) خبرداری ورکړ چې په عراق کې به د امریکا په مشرۍ پر نړیوال ایتلاف نور بریدونه وکړي.

دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کیږي چې د واشنګټن او بغداد چارواکي په عراق کې د میشتو بهرنیو ځواکونو د راتلونکي په اړه خبرې کوي.

په عراق کې د ''اسلامي مقاومت'' په نامه ډلې چې له ایران پلوه ډلو سره یو نازک اتحاد لري، د ټیلیګرام په یو پیغام کې ویلي چې د غزې په جګړه کې د اسرائیل څخه د امریکا له ملاتړ سره مخالفت لري. دغه ډله د واشنګټن او بغداد د چارواکو ترمنځ خبرو ته په اشارې سره ټینګار کوي چې د امریکا د دغو خبرو هدف د ''وخت ترلاسه کول'' دي.

دغې ډلې ویلي دي چې «په عراق کې اسلامي مقاومت» به د بهرنیو ځواکونو د حضور پر وړاندې خپلو عملیاتو ته تر هغه وخته دوام ورکړي چې له عراق څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو لپاره د امریکا په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو رښتیني اراده او جديت ثابت شوی نه وي.

متحده ایالات د داعش پر وړاندې د نړیوال ایتلاف د یوې برخې په توګه شاوخوا ۲۵۰۰ امریکایي سرتیري په عراق کې او ۹۰۰ نور په سوریه کې ځای پر ځای کړي. خو د تېر کال د اکتوبر له نیمايي راهیسې په عراق او سوریه کې پر مېشتو امریکايي پوځیانو لسګونه بریدونه شوي دي.

د دغو بریدونو په غبرګون کې امریکا هم په عراق کې د ایران پلوه ملېشو پوستې په نښه کړې دي.

د وضعیت خرابیدو د عراق صدراعظم چې حکومت یې له ایران سره د تړلو ګوندونو په ملاتړ پورې تړلی دی، دې ته اړ کړ چې له دغه هیواد څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړي.

متحده ایالاتو او عراق د تیرې پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دوی به په دې اړه خبرې پیل کړي، او بغداد تمه لري چې له هغه هیواد څخه د نړیوالو ځواکونو د کمولو لپاره نیټه وټاکل شي.

تر دې مخکې د عراق د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل چې واشنګټن او بغداد موافقه کړې چې له دغه هیواد څخه د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو د وتلو لپاره په تدریجي ډول د مهال ویش د ټاکلو لپاره یوه کاري ډله جوړه کړي.

خو دغه وزارت ویلي دي چې مهالویش به د "داعش د ګواښ او د هغې د خطر" او همدارنګه "د عراقي امنیتي ځواکونو د ظرفیت د پیاوړتیا" په ارزونه پورې اړه ولري.

د امریکا د دفاع وزارت د ویاندې مرستیالې صبرینا سنګ د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې په عراق کې د امریکا پوځي حضور به خامخا له عراقي چارواکو سره د خبرو یوه برخه وي.

تر دې دمخه د امریکا یو جګپوړي دفاعي مقام اعلان کړی و چې له عراقي چارواکو سره په کتنو کې به له هغه هېواد څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه خبرې ونه شي. خو هغه زیاته کړه چې واشنګټن په دې باور دی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو امنیتي همکاریو منظمه اړیکه یوه اړتیا ده.