د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د بغداد په هوایي شرکت، کتایب حزب الله او حماس نوي بندیزونه ولګول 


د تېرکال د اکتوبر په اوومې نېټې د حماس ډلې په اسرائیل بریدونه وکړل او اسرائیل هم په غزې باندې هوايي او ځمکني عملیات پیل کړل
د تېرکال د اکتوبر په اوومې نېټې د حماس ډلې په اسرائیل بریدونه وکړل او اسرائیل هم په غزې باندې هوايي او ځمکني عملیات پیل کړل

د متحدو ایالتونو د مالیې وزارت نن دوشنبه جنوري ۲۲ (سلواغه دویمه) په کتایب حزب الله، بغداد هوايي شرکت او د حماس ډلې په مشرانو نوي بندیزونه ولګول.

د مالیې وزارت په اعلامیې کې راغلي دي چې د دغه وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنترول څانګې د بغداد په هوايي شرکت ځکه بندیزونه ولګول چې په عراق، سوریې او لبنان کې یې د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو او نورو نیابتي ډلو ته مرستې برابرولې.

دغې څانګې همدغه راز په عراق کې د ایران له ملاتړه د برخمنې ډلې کتایب حزب الله په پلویانو او هغو سوداګریزو شرکتونو چې د پیسو په انتقال او تورو پېسو په سپینولو کې دخیل وو، بندیزونه لګولي دي.

د متحدو ایالتونو د مالیې وزارت وايي چې د بغداد هوايي شرکت په تېرو څو کلونو کې د ایران د قدس او نیابتي ډلو ته یې په سوریې کې وسلې انتقالولې.

کتایب حزب الله د حماس او اسرائیل ترمنځ په روانې جګړې کې د حماس د ملاتړ او همکارۍ اعلان کړی او د اکتوبر له اوومې نېټې راهېسې یې په عراق او سوریې کې په مېشتو امریکایي عسکرو او پرسونل باندې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.

د امریکا د مالیې وزارت د ترهکرۍ او مالي استخباراتو سره د مبارزې د برخې مرستیال براین نلسن وویل: «متحده ایالتونه به په دوامدار شکل د ایران ناقانون فعالیتونه، چې هدف یې د سیمې د ثبات کمزوري کول دي، ګډوډوي.»

په حماس بندیزونه

متحدو ایالتونو، بریتانیا او استرالیا د حماس ډلې په مالي شبکو او د مجازي اسعارو د انتقال په تسهیل کوونکو هم نوي بندیزونه ولګول.

د امریکا د مالیې وزارت ویلي دي چې د بهرنیو شتمنیو د کنترول څانګې یې د اکتوبر له اوومې نېټې راهېسې د حماس په ډلې پنځه ځلې بندیزونه لګولي دي.

په نویو بندیزونه کې د حماس د مالي تبادلاتو شبکه او ملاتړي یې په نښه کوي. دا بندیزونه په خاص ډول د حماس ډلې مالي تسهیل کوونکي، چې د ایران له سپاه پاسداران څخه په غزې کې د حماس او اسلامي جهاد ډلو ته د مجازي اسعارو په انتقال کې مهمه ونډه لري، ځپي.

استرالیا او بریتانیا هم د حماس او د دغې ډلې په تسهیل کوونکو باندې نوي بندیزونه لګولي دي.

د نویو بندیزونه په اساس، د دغو ډلو او افرادو ټولې شتمنۍ او ټول ملکیتونه چې په امریکا کې دي او یا په امریکا کې د بل چا په کنترول کې دي، کنګل کېږي او باید په دې اړه د امریکا د بهرنیو شتمنیو د کنترول ادارې ته خبر ورکړل شي.

د بندیزونو په اساس، هغو کسانو ته چې په امریکا کې اوسي او یا له امریکا څخه بل هېواد ته ځي او ترانزیت کوي، اجازه نه ورکول کېږي چې له دغو ډلو او افرادو سره راکړه ورکړه ولري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG