د هه نګاو په نامه د بشري حقونو سازمان د پنجشنبې په ورځ جنورۍ دوهمه (مرغومي ۱۳) په ایران کې د بشري حقونو د کلني راپور د خپرولو په ترڅ کې وویل چې په ایران کې په ۲۰۲۴ کال کې لږ تر لږه ۹۰۱ کسان اعدام شوي چې ۷۳ یې افغانان دي.
د بشري حقونو دغه سازمان همداشان ویلي، چې یوازې د ډسمبر په میاشت کې لږ تر لږه نهه افغانان د ایران په زندانونو کې اعدام شوي او اکثر یې د نشه یي توکو د جرمونو په تور په اعدام محکوم شوي وو.
د دغه بنسټ د شمېرو له مخې، د ډسمبر په میاشت کې د شپږو ښځو په ګډون ۱۳۸ بندیان د ایران په زندانونو کې اعدام شول په داسې حال کې چې په نومبر میاشت کې په ایران کې د اعدام شویو کسانو شمېر ۱۲۶ ته رسېده.
د هه نګاو بشري حقونو سازمان ویلي دي چې په ایران کې د دسمبر په میاشت کې د اعدامونو له جملې څخه ۷۵ قضیې د مخدره موادو د جرمونو، ۶۱ قضیې د قصدي وژنې او نورې دوه قضیې د وسله والو غلاوو له امله وې.
خو، د هه نګاو د سازمان په راپور کې خپرې شوې شمیرې ښيي چې په ایران کې د ډسمبر په میاشت کې د اعدام شویو کسانو ډېره برخه کردان، بلوڅان، ترکان او لر، قومي اقلیتونه وو.
په ورته وخت کې د ایران د بشري حقونو سازمان خبر ورکړی چې د چهارشنبې په ورځ د جنورۍ په لومړۍ نېټه د درېیو افغانانو په ګډون پنځه تنه د ایران په زندانونو کې اعدام شول.
بر اساس آمار "مرکز اطلاعرسانی در مورد اعدام" ایران در سال ۲۰۲۴ برای سومین سال پیهم در صدر کشورهایی قرار گرفته است که بیشترین مجازات اعدام را تطبیق کرده است در ردۀ دوم عربستان سعودی قرار دارد که در سال گذشتۀ میلادی ۳۳۰ حکم اعدام را تطبیق کرد.
د "اعدامونو په اړه د معلوماتو مرکز" د شمیرو له مخې ایران په ۲۰۲۴ کې په پرله پسې توګه د دوهم کال لپاره، د هغو هیوادونو په سر کې و چې تر ټولو ډیر اعدامونه پلي کړي دي، په دوهمه درجه کې سعودي عربستان، دی چې ۳۳۰ تنه یې اعدام کړي دي.