د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي عربستان شپږ ایرانیان د مخدره موادو د قاچاق په تور اعدام کړل - دولتي رسنۍ


د سعودي عربستان رسمي خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ د ۲۰۲۵ کال په لومړۍ ورځ (مرغومي ۱۲) اعلان وکړ، چې سعودي عربستان شپږ ایرانیان د نشه يي توکو د قاچاق په تور اعدام کړي دي.

د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت په یو بیان کې چې د سعودي د رسمي خبري اژانس لخوا خپره شوې، پرته له دې چې د اعدام نیټه مشخصه کړي، ویلي چې ایرانیان د سعودي عربستان د خلیج په ساحل کې د دمام په ښار کې اعدام شول.

د فرانس پرس اژانس د رسمي شمیرو له مخې ریاض په ۲۰۲۴ کې ۱۱۷ کسان د مخدره توکو د قاچاق په تور اعدام کړي دي.

د سعودي عربستان چارواکو په ۲۰۲۳ کې د مخدره توکو ضد په لوړه کچه تبلیغ شوی سخت کمپاین پیل کړ چې د یو لړ عملیاتو او نیونو لړۍ پکې شامله وه.

دوه کاله مخکې د مخدره توکو قاچاقبرانو د اعدام په سزا باندې د بندیز له پای ته رسیدو وروسته د قاچاقچیانو اعدامونه زیات شوي دي.

سعودي عربستان په ۲۰۱۶ کال کې وروسته له هغې له ایران سره اړیکې پرې کړې چې په تهران کې یې پر سفارت او مشهد کې پر کونسلګرۍ د شیعه عالم نمر النمر د اعدامولو په غبرګون کې د ایراني اعتراض کوونکو له خوا بریدونه وشول.

د ۲۰۲۳ کال په مارچ میاشت کې د چین په منځګړیتوب ایران او سعودي عربستان له یو بل سره ډپلوماټیکې اړیکې بیا ورغولې.

د بخښنې نړیوال سازمان چې د ۱۹۹۰ لسیزې راهیسې په دې شاهي دولت کې اعدامونه مستند کوي وایي، سعودي عربستان په ۲۰۲۳ کې د چین او ایران وروسته په نړۍ کې تر ټولو زیات اعدامونه ترسره کړی،.

د ریاض لخوا د اعدام سزا پلي کول د بشري حقونو ډلو لخوا په منظمه توګه غندل کیږوي. سعودي چارواکي وايي د عامه نظم د ساتلو لپاره د مرګ سزا ضروري ده او یوازې د استیناف د محکمې له حکم وروسته پلي کېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG