ایران او سعودي عربستان د ګډو نظامي تمریناتو پلان لري

آرشیف

په ایران کې مطبوعاتو ویلي چې سعودي عربستان او د ایران اسلامي جمهوریت پلان لري په سرې بحیرې کې ګډ نظامي تمرنیات وکړي.

سره لدې چې ریاض تر دې دمه دا رپورونه ندي تائید کړي او د اسنا خبري اژانس په راپور کې د ایران د بحري ځواکونو قوماندان، امیرالبحر شهرمام ایراني له قوله ویل شوي چې د تمریناتو غوښتنه سعودي عربستان کړې.

دې جنرال پرته لدې چې نور جزیات ورکړي او ووایي چې دا نظامي تمرینات به څه وخت او څه ډول کیږي، یوازې دومره ویلي چې د دواړو هیوادونو پلاوو د چارو همغږۍ کولو لپاره غونډې کړي او د ګډو نظامي تمریناتو څرنګوالي لپاره سلا مشورې روانې دي.

که تائید شي، دا به د ریاض او تهران تر منځ چې په سیمې کې د یو بل ستر مخالفین بلل کیدل، لومړی ځل وي چې دا ډول تمرینات وي.

سعودي عربستان چې اکثریت وګړي یې سنیان او برعکس په ایران کې اکثریت شعیه ګان دي، په ۲۰۱۶ کال کې دیپلوماتیکې اړیکې پرې کړلې خو تیر کال یې د چین په منځګړتوب په حیرانوونکي توګه اړیکې بیا عادي کړلې او سفیران یې تبادله کړل.

سره لدې چې په سرې بحیرې کې د ایران او سعودي عربستان د ګډو نظامي تمریناتو اهدف ندی په ډاګه شوی خو حوثي شعیه یاغیان چې ایران یې تر شا ولاړ دی او سعودي عربستان پرې په یمن کې هوایي بمبارۍ کوي، په غزې کې د حماس پر ضد د اسرائیل تعرضي عملیاتو وروسته، د عدن په خلیج او سرې بحیرې کې په سوداګریزو او نورو کښتیو بریدونه کوي.

سعودي عربستان چې په نړۍ کې د تیلو تر ټولو ستر صادرونکی هیواد دی نه غواړي چې د جګړې لمن دې هیواد ته ورسیږي او له همدې کبله یې هغه ائتلاف کې هم برخه وانخیسته چې مشري یې امریکا کوي او هدف یې په سمندر کې د حوثي یاغیانو د بریدونو مخه نیول دي.