ایراني چارواکي: د غیرقانوني تګ راتګ مخنیوي لپاره افغانستان سره د سرحد د بندیدو کار روان دی

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د شمیرنو له مخې اوس مهال ایران کې ۴.۵ میلیونه افغانان د مهاجرت په اسنادو، د اوږدې مودې ویزو او د قانوني اسنادو پرته اوسیږي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر وايي چې له افغانستان څخه ایران ته د غیر قانوني کډوالو د تګ راتګ د مخنیوي لپاره ددغه هیواد سره د سرحد په اوږدو کې د دیوال او موانعو د رامنځ ته کولو کار په شدت سره دوام لري.

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا د شنبې په ورځ نومبر۳۰ (لیندۍ لسم) ددغه هیواد د کورنیو چارو د وزیر سکندر مومني له قوله ویلي چې ایران د غیرقانوني اتباعو د تګ راتګ د مخنیوي لپاره د سرحد په اوږدو کې ډیرې هڅې کړي چې لا هم دوام لري.

مومني ویلي: "د هیواد په سرحدونو کې [ایران] د سرحد د بندولو او دیوال د جوړولو کار په چټکۍ سره دوام لري او د غیرقانوني وګړو په مسله کې یوه ستونزه د هغوی پرله پسې تګ راتګ دی چې د سرحدونو فزیکي ډول بندیدل او د دیوال جوړول د هغوی د داخلیدو د مخنیوي لپاره د اقداماتو په ډله کې شامل دي".

دغه ایراني چارواکي ویلي چې اوس مهال په ایران کې شپږ میلیونه بهرني وګړي اوسیږي چې اکثره یې په غیر قانوني ډول دغه هیواد ته ورغلي دي.

همداشان د ایران د کورنیو چارو وزیر ویلي چې دا هیواد ټولو کډوالو ته د کارو کسب د فرصتونو د چمتو کولو توان نلري او نړیواله ټولنه هم د کډوالو په چارو کې ورسره مرسته نه کوي.

ایران د افغانستان سره د ۹۰۰ کیلو مترو څخه اوږد سرحد لري. د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د شمیرنو له مخې اوس مهال په دغه هیواد کې ۴.۵ میلیونه افغانان د مهاجرت په اسنادو، د اوږدې مودې ویزو او د قانوني اسنادو پرته اوسیږي.

دمخه د طالبانو حکومت ویلي و چې د سرحد په اوږدو کې هر ډول موانعو رامنځ ته کول باید د دواړو هیوادونو ترمنځ د تفاهم پر اساس ترسره شي.

دغه ایراني چارواکي افغانستان سره د سرحد د بندولو په اړه دا تازه څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې افغانستان لپاره ددغه هیواد نوي سفیرعلي رضا بیګدلي د شنبې په ورځ نومبر۳۰ (لیندۍ لسم) کابل ته د رسیدلو سره هممهاله له افغانانو وغوښتل چې ایران ته دې په غیرقانوني ډول د سفر پر ځای د قانوني لارو سفر وکړي.

علي رضا بیګدلي د کابل په هوايي ډګر کې خبریالانو ته وویل چې کوم کډوال چې له افغانستان څخه په قانوني ډول ایران ته ورځي دا هیواد یې قدر کوي.

هغه وویل: "هغو کډوالو څخه چې په غیرقانوني ډول ایران ته تللي غوښتنه مو کړې ده چې بیرته دې خپل هیواد ته ستانه شي او هڅه دې وکړي چې د قانوني لارو خپل سفرونه ترسره کړي او په ډې تړاو به هڅو وکړو زمونږ په هیواد کې د افغانستان د وګړو د حضور مسله او همداشان د خلکو د تګ راتګ مسله تنظیم کړو او انشاالله ددې مسلې څخه به هم د یو فرصت په توګه د اړیکو د پراخیدو لپاره کار واخلو".

د ایران دولتي اژانس ایرنا د دغه هیواد د کورنیوچارو په وزارت کې د بهرنیو وګړو او کډوالو د ادارې د مشر نادر یاراحمدي له قوله ویلي چې د هغو افغانانو شمیر چې دغه هیواد ته په پاسپورت او ویزو باندې ورځي زیات شوی دی.

یاراحمدي ویلي: "هره ورځ له ۴۰۰۰ څخه زیات د افغانستان وګړي په قانوني ډول ایران ته داخلیږي، چې شمیر یې د هرې ورځې په تیریدو د زیاتیدو په حال کې دی".

په ورته وخت کې ایراني چارواکو ویلي چې هره ورځ له ۳۰۰۰ څخه زیات افغان کډوال ددغه هیواد په مختلفو ښارونو کې نیسي او افغانستان ته یې ستنوي.

د ایران د صدا او سیما خبري اژانس د نومبر اووم (لړم ۱۷) ددغه هیواد د خراسان رضوي د ولایت د بهرنیو وګړو د ادارې د رئیس حسین شرافتي راد له قوله ویلي چې له ایران څخه د بهرنیو غیرقانوني وګړو ایستل ددغه هیواد د کورنیو چارو وزارت په لومړیتوبونو کې ځای لري.

ملګري ملتونو ویلي چې د تیر ۲۰۲۳ کال د سپتمبر د میاشتې د ۱۵مې څخه نیولې د روان ۲۰۲۴ کال د سپتمبر تر ۳۰ پورې له ایران او پاکستان څخه ۲.۲ میلیون افغان کډوال خپل هیواد ته راستانه شوي دي، چې اکثره یې له ایران څخه خپل هیواد ته تللي دي.

دمخه ایراني چارواکو ویلي وو چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال ترپایه له دغه هیواد څخه د ۲.۵ میلیونو غیرقانوني کډوالو د ایستلو پلان یې ترتیب کړی دی.