د هند صدراعظم د سولې د هڅې لپاره اوکراین ته تللی

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي په کیف کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د هند صدراعظم نریندرا مودي ته ښه راغلاست ویلی.

د هند صدراعظم نریندرا مودي د جمعې په ورځ، اګست ۲۳ (وږي دوهمه) د یو تاریخي سفر په ترڅ کې د اوکراین پلازمینې کیف ته ورسید.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي په کیف کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې مودي ته ښه راغلاست ویلی دی. تمه کیږي چې له زیلینسکي سره په خبرو کې مودي له هغه څخه وغواړي چې د خبرو له لارې له روسیې سره جګړه پای ته ورسوي.

مودي په داسې حال کې د منځګړيتوب هڅه کوي چې اوکرایني ځواکونو د روسیې د فبروري ۲۰۲۲ له یرغل وروسته، په تیرو څو اونیو کې د روسیې د خاورې ځینې برخې نیولي دي.

مودي له خپل سفر وړاندې وویل، "هیڅ ستونزه د جګړې په ډګر کې نه حل کیږي." هغه زیاته کړه چې "هند د داسې خبرو او ډیپلوماسۍ ملاتړ کوي چې له لارې یې سوله او ثبات ژر تر ژره بیرته ټینګ شي."

هغه د هند لومړنی مشر دی چې اوکراین ته ځي.

د روسیې په لویدیځه کورسک سیمه کې د اوکرایني ځواکونو د وروستیو حیرانوونکو بریدونو وروسته د دواړو خواوو ترمنځ ډیپلوماتیکه حل لاره تر بل هروخت ناممکنه ښکاري.

په دې لړ کې د مودي د هڅو اغیزمنتیا لا څرګنده نده او په اوکراین کې نوموړی د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته ډیر نږدې بلل کیږي.

په کیف کې مودي له دې کبله غندل شوی چې د جولای په میاشت کې روسیې ته د سفر په ترڅ کې یې پوتین په غیږ کې نیولی و.

دا مطلب هم ولولئ مودي پوتین ته: د ماشومانو وژل دردوونکي دي، جګړه د حل لاره نه ده

د هند صدراعظم وویل چې هغه پلان لري چې د زیلینسکي سره "د اوکراین د روانې شخړې د سوله ایز حل په اړه خپل لیدلوری شریک کړي" او همدارنګه د "هند او اوکراین د ملګرتیا د ژورولو" په اړه بحث وکړي.

مودي له دې یوه ورځ وړاندې په پولنډ کې و او له هغه ځایه اوکراین ته ولاړ.

له خپل سفر وړاندې مودي په ټولنیزو شبکو کې ولیکل: "د یو ملګري او همکار په توګه، زه په سیمه کې د عاجلې سولې او ثبات هیله لرم."

زیلینسکي ویلي چې د مودي سره د لیدنې پر مهال به "یو لړ اسناد لاسلیک" کړي.

د اوکراین د ریل ګاډو ادارې دغه هېواد ته د مودي د رسېدو خبری ورکړی. دې ادارې په فیسبوک کې یوه ویډیو خپره کړې چې ښيي مودي په کیف کې له ریل ګاډي څخه کښته کیږي.

مودي وروسته پر خپل ایکس پاڼه تائید کړه چې نن سهار کیف ته رسیدلی او هلته یې تود هرکلی شوی دی.

هند که څه هم په تاریخي لحاظ له روسیې سره دوستانه اړیکې لري خو له چین سره د سیالۍ له کبله د لودیځو هېوادونو سره هم نږدې اړیکې پالي.

هند پر اوکراین باندې د روسیې یرغل ندی غندلی، په ملګرو ملتونو کې یې د کرملین په خلاف د قراردادونو له لاسلیک څخه ډډه کړې او دواړه خواوې یې د مخامخ خبرو له لارې د ستونزو حل کولو ته بللي دي.