د لاس رسي وړ اتصالات

په اوکراین د روسیې یرغل هند له یو دپلوماتیک ازمون سره مخامخ کړی 


د هند صدراعظم مودي او د روسیې ولسمشر پوتین
د هند صدراعظم مودي او د روسیې ولسمشر پوتین

په داسې حال کې چې هند دواړه امریکا او روسیه خپل ملګري ګڼي، د اوکراین کړکیچ له یو ډول دپلوماتیک ازمون او سرخوږي‌ سره مخامخ کړی دی.

هند په تېرو څو ورځو کې په ملګرو ملتونو کې په اوکراین باندې د روسیې د یرغل د غندلو او په دې اړه د امنیت د شورا د بېړنۍ غونډې د رابللو لپاره له رایې ورکولو ډډه کړې ده.

هند له خپل ګاونډي چین سره ښې اړیکې نلري او له بل پلوه د وسلو په برخه کې په روسیې باندې ډېر تکیه دی، له همدې کبله د کارپوهانو په باور هند نغواړي چې له مسکو سره یې روابط‌ خراب شي.

مګر هند د چین د کنترولولو لپاره د لویدیځ مرستو ته هم ضرورت لري او کارپوهان په دې باور دي چې نوی ډهلی د اوکراین په قضیه کې بیطرف نشي پاتې کېدای.

په نوي ډهلي کې د څارونکي د تحقیقاتي‌ ادارې د ستراتېژیکو پروګرامونو مشر هارش پانټ وايي: «که چین د هند لپاره ستراتېژیکه ننګونه ده، بیا هند د بیجینګ د کنترولولو لپاره واشنګټن او لویدیځ ته اړتیا لري. په لنډ وخت کې موږ [هند] د دفاعي وسائیلو په برخه کې ۶۵ سلنه په روسیې متکي یو خو په اوږد مهال کې له لویدیځ څخه غواړو چې د چین د پراختیا مخه ونیسي.»

په ملګرو ملتونو کې په اوکراین باندې د روسیې د یرغل په اړه د رایې له نه ورکولو وروسته،‌ سپینې ماڼۍ د «قوي ډله ایز ځواب/غبرګون» د اړتیا لپاره په هند باندې فشار راوړی، خو په نوي ډهلي کې د روسیې سفارت بیا په دې اړه د هند د «مستقل او متوازن دریځ»‌ هرکلی کړی دی.

هند په ښکاره روسیه غندلې نه ده خو ټېنګار کوي‌ چې باید دپلوماسۍ او خبرو اترو ته مخه کړي او د ملګرو ملتونو ټول غړي باید د نورو هېوادونو ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت ته درناوی وکړي.

تېره پنجشنبه د هند صدراعظم نریندرا مودي د روسیې له ولسمشر ویلاديمیرپوتین سره په تیلیفوني خبرو کې «د خشونت د سملاسي بندولو» غږ وکړ او « دپلوماتیکو مذاکراتو ته د ګرځېدو لپاره یې له ټولو غاړو څخه د مشترکو هڅو» غوښتنه وکړه.

خو له روسیې څخه قاطع جلاوالی د هند لپاره انتخاب نه دی، ځکه چې روسیې وسلې د هند د وسله والو ځواکونو د ملا تېر بلل کېږي چې د روسیې د ټي-۹۰ ټانګونو څخه نیولې د میګ او سوخو جټ جنګي الوتکو، ترانسپورتي الوتکې او د هند بحري ځواک ته د یو هستوي اوبتل تر اجارې ورکولو پورې وسائیل په کې شامل دي.

په نوي ډهلي کې د روسیې استازي رومان بابوشکین وویل «روسیه یوازینی هېواد دی چې له هند سره پیچلې تکنالوژي شریکوي او زموږ ترمنځ دفاعي همکاري د نړیوالې سولې او ثبات لپاره قوي فکتور دی.» خو هند یوه بله اندېښنه هم لري چې ښايي د اوکراین کړکیچ روسیه چین ته نوره هم نژدې کړي. دا به د هند کار نور هم پسې سخت کړي.

شننونکي وایي د اوس لپاره واشنګټن د نوي ډهلي دریځ منلی دی سره له دې چې دا دریځ یې خوښ‌ نه دی. د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند ند پرایس د جمعې په ورځ د دې پوښتنې په ځواب کې چې د اوکراین کړکیچ خو به د نوي‌ ډهلي او واشنګټن اړیکې سړې کړي نه وي؟ وویل: «موږ له هند سره مهمې ګټې لرو. موږ له هند سره مهم شریک ارزښتونه لرو. پوهېږو چې هند له روسیې سره اړیکې لري خو دا اړیکې له هغو اړیکو جلا دي چې موږ یې له روسیې سره لرو. دقیقآ، دا کومه ستونزه نه ده.»
خو د امریکا، استرالیا، جاپان او هند په را روانې څلور اړخیزې غونډې کې به خامخا د هند په پاسفیک کې د چین د کنترولولو مسئله مطرحه کېږي. په دغو هېوادونو کې له هند پرته نور دریو واړو په اوکراین د روسیې یرغل غندلی.

ښاغلي پانټ وویل: «په امریکا کې چې څومره د روسیې ضد احساسات زیاتېږي، هماغومره به دا پوښتنه کېږي چې تاسو له هند سره، چې له روسیې سره نژدې اړیکې لري، څه ډول روابط‌ لرئ؟ هند ته ډېر کار په کار دی چې د امریکا ګانګرس ته قناعت ورکړي د روسیې له مرستې پرته د چین په وړاندې درېدلای نشي.»

په لنډ وخت ښايي کې د هند او امریکا دوه اړخیزو روابطو کې کومه ستونزه پیدا نشي، خو په اوږد مهال کې به هند تر فشار لاندې وي‌ چې له روسیې څخه د وسلو واردات بند کړي.

په واشنګټن کې د ویلسن مرکز د اسیا د پروګرام مرستیال مایکل کوګلمن وايي: «اصلي‌ خبره دا ده چې د اوکراین جګړې نوي ډهلي او واشنګټن په دې حقیقت پوه کړي چې د روسیې مسئله دا قوت لري چې د دواړو هېوادونو [امریکا-هند] په اړیکو کې تر مزاحمت په ورپورته مسئلې بدله شي.»

کارپوهان وايي سره له دې چې هند اوس د اوکراین په مسئلې کې بېطرفي غوره کړې ده، خو که وضعیت نور هم خرابېږي، د هند دا دریځ به کمزوری وي.

XS
SM
MD
LG