د لاس رسي وړ اتصالات

نریندرا مودي اوکراین ته سفر کوي


د هند صدراعظم نریندرا مودي
د هند صدراعظم نریندرا مودي

د هند د بهرنیو چارو وزارت دوشنبې اګست ۱۹ (زمري ۲۹) وویل ددغه هېواد صدراعظم نریندرا مودي اوکراین ته سفر کوي.

مودي څو اونۍ وروسته له هغه کیف ته ځي چې اوکراین نوموړی مسکو ته د سفر په ترڅ کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په غیږ کې نیولو له کبله وغنده.

په نوي ډیلي کې د هند د بهرنیو چارو وزارت پولنډ او اوکراین ته د مودي د سفر دقیقه نېټه نه ده په ډاګه کړې، خو هندي رسنیو راپور ورکړی چې ټاکل شوې هغه د روانې اونۍ په وروستیو کې ولاړ شي.

مودي له روسیې سره د خپل هېواد د تاریخي تودو اړیکو د ساتلو تر منځ د یو نازک انډول په لټه کې دی، په داسې حال کې چې د سیمه ییز رقیب چین پر وړاندې د یو خنډ په توګه له لویدیځو هېوادونو سره نږدې امنیتي ملګرتیا غواړي.

د هغه حکومت پر اوکراين باندې د روسيې د فبروري ۲۰۲۲ د يرغل له څرګندې غندنې څخه ډډه کړې او پر دواړو خواوو يې غږ کړی چې خپل اختلافات د خبرو له لارې حل کړي.

مودي د جولای په میاشت کې څو ساعته وروسته له هغه مسکو ته سفر وکړ چې روسیې د اوکراین څو ښارونه بمبارد کړل چې له کبله یې په لسګونو کسان ووژل شول او په کیف کې د ماشومانو یو روغتون ته سخت زیان واوښت.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي د مودي هغه تصویر وغنده چې په نړیوالو رسنیو کې خپور شو او پکې لیدل کیږي چې هغه د پوتین په استوګنځي کې نوموړی په غیږ کې نیولی دی.

مودي د جولای په میاشت کې روسیې ته د سفر پر مهال له پوتین سره کتلي وو.
مودي د جولای په میاشت کې روسیې ته د سفر پر مهال له پوتین سره کتلي وو.

هند او روسیې د سړې جګړې راهیسې نږدې اړیکې ساتلي. کرملین له هغه راهیسې د هند لپاره د وسلو عمده چمتو کوونکی دی.

روسیه همدارنګه پر اوکراین باندې د یرغل او پر مسکو د نړیوالو بندیزونو وروسته پر هند باندې په ارزانه بیه خام تیل پلوري چې دې کار مسکو ته د صادراتو ډېر اړین بازار برابر کړی دی.

له دې راکړې ورکړې سره د دواړو هېوادونو اقتصادي اړیکې په ډراماتیک ډول بیا تنظیم شوي، چې له کبله یې هند په میلیاردونو ډالر سپمولي او د مسکو جنګي خزانه پیاوړې شوې ده.

له اوکراین سره د روسیې جګړې د هند وګړو ته هم تلفات اړولي دي.

نوي ډیلي پر مسکو فشار راوړی چې هغه هندیان خپل هېواد ته ستانه کړي چې د روسیې په اردو کې د ملکي دندو لپاره ګمارل شوي او وروسته د اوکراین د جګړې لومړۍ کرښې ته لیږل شوي دي.

په دغه جګړه کې لږ تر لږه پنځه هندي سرتیري وژل شوي دي.

د اسیا - ارام سمندر په سیمه کې د چین د زیاتېدونکي نفوذ په وړاندې، لویدیځو هېوادونو له هند سره پیاوړې اړیکې ټینګې کړي، په داسې حال کې چې پر نوي ډیلي یې فشار راوړی چې له روسیې څخه ځان لیرې کړي.

هند د متحده ایالاتو، جاپان او استرالیا سره په هغه څلور اړخیز ایتلاف کې شامل دی چې د اسیا - ارام سمندر په سیمه کې یې د چین د مخ په زیاتیدونکي فشار پروړاندې دریځ غوره کړی دی.

مودي په ۲۰۱۹ کې هم روسیې ته سفر کړی و او له هغه دوه کاله وروسته په نوي ډیلي کې د پوتین کوربه و. پوتین پر اوکراین باندې د یرغل یوازې څو اونۍ وړاندې هند ته سفر کړی و.

هند له هغه وخت راهیسې په پراخه کچه د روسیې له څرګندې غندنې څخه ډډه کړې او په ملګرو ملتونو کې یې د هغه پریکړه لیکونو د لاسلیک کولو څخه ډډه کړې چې کرملین په نښه کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG