د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي مړینه او ژوند په عکسونو کې

نیویارک د ۲۰۲۳م کال د سپتمبر ۲۰مه؛ د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي، د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د یو خبري کنفرانس په مهال

د روسیې په پلازمینه مسکو کې د ایران سفارت مخې ته د ابرهیم رئیسي او حسین عبداللهیان په یاد د ګلانو ګیډیو ایښودل

ابراهیم رئیسي د یکشنبې په ورځ د یو شمیر ایراني چارواکو سره ددغه هیواد ختیځ اذربایجان ولایت ته تللی وو او هلته یې د اذربایجان د جمهور رئیس الهام علیوف سره یوځای د قیزقلعه‌ سي د اوبو بند افتتاح کړ. دا بند دواړو هیوادونو په همکارۍ د ایران او اذربایجان ترمنځ د ارس د سرحدي سیند په اوږدو کې جوړ شوی دی.

د ولسمشر ابرهیم رئیسي د سپرلۍ هلیکوپتر وروستی انځور چې د اوبو بند له پرانستلو وروسته یې د ایران او اذربایجان له پولې څخه تبریز ښار پر لورې الوتنه وکړه

د ابراهیم رئیسي د سپرلۍ هلیکوپتر د غورځیدو د خبر له خپریدو وروسته د پیښې احتمالي ځای ته د لټون او ژغورنې لسګونه ټیمونه واستول شول

د پيښېې په سیمه کې د ژغورنې ډلې

د ولسمشر ابراهیم رئیسي د الوتکې د لوېدو د خبر له خپرېدو وروسته د ایران د حکومت یو شمېر پلویانو د ولسمشر او د هغه د ملګرو د سلامتۍ لپاره دعا وکړه

د ابراهیم رئیسي او د هغه د ملګرو د موندلو عملیات

ایراني پوځیان او ژغورونکې ډلې د ایران د ولسمشر د غورځېدلي هلیکوپتر د قربانیانو جسدونه لېږدوي

ایراني پوځیان او ژغورونکي د نسکور شوي هلیکوپتر د قربانیانو جسدونه لېږدوي

ایراني چارواکو ویلي چې د ابراهیم رئیسي او حسین عبداللهیان د سپرلۍ هلیکوپتر د سخت غبار امله په یوه ځنګل کې نسکوره شوې ده

 هغه نسکور شوي هلیکوپتر چې د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي یې لیږدوه

ابراهیم رئیسي په ۱۹۸۸ کال کې د عراق او ایران د جګړې پرمهال د سرتېرو د یوې ډلې په منځ کې

ابراهیم رئیسي خپل سیاسي فعالیت په ۱۹۷۷ م کال کې پیل کړ او د تهران پوهنتون په دیني لاریونونو کې یې ګډون وکړ